جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاسیايي بانک افغانستان ته کورونا سره د مبارزې لپاره ۴۰ میلیونه ډالر...

اسیايي بانک افغانستان ته کورونا سره د مبارزې لپاره ۴۰ میلیونه ډالر ورکوي

تاند، چهارشنبه، د ثور ۲۴مه: د اسیا پراختیايي بانک افغانستان ته له کورونا سره د مبارزې لپاره بې عوضه ۴۰ میلیونه ډالر مرسته ورکوي.

 د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي، دغه پیسې به د ۱۵ روغتونونو او د کورونا د درملنې په صحي مرکزونو ولګول شي او ۱۱۰۰ بستره به پرې ناروغانو ته برابر کړای شي.

 نوموړی وايي، حکومت به له دغو پيسو څخه پنځو روغتونونو ته د بیا رغونې د چارو بودیجه هم ورکړي تر څو حامله مېرمنو او ناروغه مېرمنو ته په کې د درملنې اسانتیا برابره شي: (( دا پيسې به همدا راز د درملو او طبي تجهیزاتو په تدارکاتو، ظرفیت لوړونه او د کورونا بیړنیو حالاتو کې د اړتیا وړ طبي مرستو لپاره ولګول شي.))

دا په داسې حال کې ده چې نړیوال بانک هم افغانستان ته ۴۰۰ میلیونه ډالر بلا عوضه مرسته منظور کړې ده.

همدا راز امریکا، اروپایي ټولنې هم افغانستان ته نږدې ۱۵۰ میلیونه ډالر مرستې منلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب