Homeخبرونهملي امنیت: طالبانو له هوکړې وروسته ۳۷۰۰ بریدون کې ۴۶۹ ملکیان وژلي

ملي امنیت: طالبانو له هوکړې وروسته ۳۷۰۰ بریدون کې ۴۶۹ ملکیان وژلي

تاند، چهارشنبه، د ثور ۲۴مه: د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، طالبانو له امریکا سره د سولې تر هوکړې وروسته پر افغان لوري ۳۷۰۰ بریدونه کړي دي چې په دغو بریدونو کې ۴۶۹ ملکیان وژل شوي او ۹۴۸ ملکیان ژوبل دي.

ملي امنیت نن چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د شمېرو له مخې طالبانو په دوه نیمو میاشتو کې پر افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ۳۷۱۲ بریدونه کړي دي.

ملي امنیت وايي، دولتي ځواکونو هم په دفاعي حالت کې پر طالبانو د سولې له هوکړې راوروسته ۱۵۹۳ عملیات کړي دی چې په ترڅ کې یې ۲۱۳۴ طالبان وژل شوي او ۱۶۹۱ نور یې ژوبل شوي دي.

 دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د وروستیو بریدونو په غبرګون خپلو ټولو ځواکونو ته امر کړی چې له دفاعي حالته ووځي او په ترهګرو یرغلیز عملیات وکړي، ځکه د ملي امنیت شورا د ارقامو له مخې یوازې پرون طالبانو او د هغوی حامیانو ۵۱ ملکیان وژلي او ۱۱۵ نور یې ژوبل کړيدي.

طالبانو بیا په پرونیو بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي دي خو ویلي یې دي ولسمشر غني د جګړې دوام غواړي او دوی د هر ډول تحرکاتو ځواب ته چمتو دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...