جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهمنظور پښتین: نړیوال دې د افغانانو د سولې په ارمان پورې خندا...

منظور پښتین: نړیوال دې د افغانانو د سولې په ارمان پورې خندا نه کوي

تاند، چهارشنبه، د ثور ۲۴مه: د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مشرانو منظور پښتین او محسن داوړ په کابل او ننګرهار کې د تېرې ورځې خونړي بریدونه غندلي دي.

منظور پښتین په یو پیغام کې ویلي، لسیزې تېرې شوې خو د افغان په خاوره جګړې ته د پای ټکی کېنښودل شو.

هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې پر جنازه او روغتون تازه ترسره شوي بریدونه یوازې د غندلو نه دي بلکې په وینا یې چې نړیوال باید هغو ژمنو ته پام وکړي چې ویلي یې وو دغه هېواد کې به سوله تامینوي.

منظور پښتین خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د نړیوالو لخوا د سولې راوستلو د ژمنې نه پوره کول به د افغانانو د سولې په ارمان پورې خندا او تمسخر وي.

محسن داوړ بیا لیکلي په خپل وطن کې جنګ راپسر دی، دلته هم زه مرم هلته هم زه مرم: (( موږ د دغو پېښو په کلکه غندنه کوو او په ټول ملت د اتفاق غږ کوو چې نور باید د مکار دښمن پر وړاندې لاسونه سره یو کړو.))

دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت شورا وايي، تېره ورځ په کابل او ننګرهار کې د طالبانو او د هغوی د حامیانو په بریدنو کې ۵۱ ملکیان وژل شوي او ۱۱۵ نور ژوبل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب