دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهنیوز انټروینشن: پاکستان د طالبانو په واک ته رسولو د پښتنو او...

نیوز انټروینشن: پاکستان د طالبانو په واک ته رسولو د پښتنو او بلوڅانو د ازادۍ مبارزه ځپي

تاند، چهارشنبه، د ثور ۲۴مه: نیوز انټروینشن رسنۍ د لوړ پوړو نظامي تحلیلګرانو له قوله راپور ورکړی چې امریکا د پاکستان لخوا حمایه کېدونکو افراطیانو ته د افغانستان پر ملي ګرایانو ترجیح ورکړې چې دا کار په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنولو په معنا دی.

دغې رسنۍ  د امریکايي متقاعد جنرال لارسن سلین له قوله چې په افغانستان، عراق او لویدیځه اسیا کې یې ماموریتونه ترسره کړي او د جنوبي اسیا د ستراتیژیکو چارو شنونکی هم دی ویلي، سي آی ای چې د شوروي اتحاد پر وړاندې جګړه کې یې د آی ایس آی بودیجه تامینوله اوس یې د پاکستان له ملاتړه برخمونو افراطیانو ته د افغانستان پر ملي ګرایانو ترجیح ورکړې چې دا کار به افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو تمام شي.

دغه راپور کې راغلي چې د سپټامبر له یوولسمې راهیسې امریکا پاکستان ته رشوتونه ورکړي دي چې د ناټو او امریکا له اهدافو ملاتړ وکړي، خو پاکستان بیا هم له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړ چې پر پاکستان باور کول اوس امریکا ته په لویه ستراتیژیکه تېروتنه تمام شوي دي.

 یادې رسنۍ د جنرال لارسن له قوله په مقاله کې لیکلي، پاکستان په واقعیت کې یو د ترهګرۍ ملاتړی هیواد دی او د پاکستان د هڅو له مخې زیات احتمال شته چې البان بیا واک ته ورسېږي، چې دا کار به د چین او پاکستان د ایتلاف د قوت او هند ته د تاوان سبب شي.

مقاله کاږي چې په افغانستان کې د طالبانو له لارې د پاکستان بریا به د پښتنو، بلوڅانو او نورو اقلیتونو د ازادۍ په مبارزه منفي اغېزه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر محسن داوړ د بنو جلسه کې ویلي وو که پاکستان دا غواړي چې طالبان به واک ته ورسوي او د ازادۍ غورځنګ به وځپي نو دا خوب دې نه ګوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب