جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا: طالبانو او ملاتړو یې تېره ورځ ۵۱ ملکیان وژلي او...

امنیت شورا: طالبانو او ملاتړو یې تېره ورځ ۵۱ ملکیان وژلي او ۱۱۵ ژوبل دي

تاند، چهارشنبه، د ثور ۲۴مه: د ملي امنیت شورا وايي، طالبانو او ملاتړو یې تېره یوه ورځ کې ۵۱ ملکیان وژلي او ۱۱۵ نور یې ژوبل کړي دي.

 د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د طالبانو او د هغوی د ملاتړو د تېرې ورځې بریدونو کې نوي زېږېدلي ماشومان، میندې، ډاکټران، نرسان او د جنازې ګډونوال ملکیان قرباني شوي دي.

ښاغلي فیصل له ترهګرو پوښتنه کړې چې : (( د افغانستان نوي زېږيدلي ماشومان د نړۍ د نورو سیمو له نویو زېږېدلو ماشومانو سره توپیر نه لري،، بیا مو ولې هغوی نړۍ ته له راتلو څو دقیقې وروسته ووژل؟))

 تېره ورځ په ننګرهار کې په یوه جنازه خونړی برید وشو چې لږ تر لږه سلو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله، همدا راز په کابل کې هم پر یو روغتون وسله وال برید کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل شوي دي.

که څه هم طالبانو د کابل او ننګرهار د تېرې ورځې بریدونه غندلي او هر ډول لاس لرل یې پکې رد کړي دي، خو د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي طالبان د دغو بریدونو مسوول بللي دي.

 ښاغلي اندرابي ویلي، طالبانو په افغانستان کې داعش، حقاني شبکې او لښکرطیبې ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

 ولسمشر غني هم تېره شپه د دغو بریدونو په غندلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر وکړ چې له دفاعي حالته ووځي او د ترهګرو پر ځالو یرغلیز بریدونه پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب