دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونههېواد کې له کورونا روغ شوي ۶۴۸، خو ناروغان یې له ۵...

هېواد کې له کورونا روغ شوي ۶۴۸، خو ناروغان یې له ۵ زرو واوښتل

تاند، چهارشنبه، د ثور ۲۴مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د ۶۱۹ مشکوکو سمپلونو له څېړلو وروسته د کورونا ویروس ۲۵۹ مثبتې پېښې ثبت کړېدي، چې ورسره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵ زره ۲۲۶ ته لوړ شوی.

د دې وزارت د ویاند وحیدالله مایار لخوا تاند ته د ورکړیو معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بلخ کې تر ټولو ډېرې ۴۹ د کورونا پېښې ثبت شوې دي.

همدا راز په کندهار کې ۲۹، په کابل کې ۲۷، په تخار کې ۲۵، په ننګرهار کې ۲۳، په هرات کې ۲۲، په کونړ او پروان کې لس لس، په بادغیس کې ۸، په هرات کې ۷، په بغلان، وردګ او لوګر کې شپږ شپږ، په دایکندي او پنجشېر کې پنځه پنځه، په فاریاب کې ۴، په زابل، کندوز او نیمروز کې درې درې، په فرا، بامیان او  هلمند کې دوه دوه، په غور او لغمان کې یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د وزارت په وینا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هرات کې ۲، په لوګر کې ۱، په سمنګان کې یو او په جوزجان کې هم یو تن دغه ویروس وژلی دی، چې ورسره له کورونا څخه د مړو شویو شمېر ۱۳۲ ته رسېدلی.

وزارت وايي، تېره ورځ په ټول هېواد کې ۴۲ تنه له کورونا څخه روغ شوي دي چې ورسره د روغو شویو کسانو شمېر ۶۴۸ ته لوړ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب