شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهامریکا او اروپايي اتحادیې د کابل او ننګرهار حملې په کلکه وغندلې

امریکا او اروپايي اتحادیې د کابل او ننګرهار حملې په کلکه وغندلې

تاند (چهارشنبه، د ثور۲۴) امریکا د کابل او ننګرهار حملې وغندلې او د هغو د عاملانو د موندلو لپاره یې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د سې شنبې د ورځې وحشیانه حملې په سختو ټکو غندي.

د دغه وزارت له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پر بېګناه خلکو هر راز حمله د بخښلو نه ده او په روغتون کې پر ښځو اوماشومانو برید خورا ناوړه عمل دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کابل او ننګرهار د پرونیو حملو د قربانیانو له خپلوانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې دا بریدونه له دې کبله هم ډېر ناوړه او بوږنوونکي دي چې د روژې په مبارکه میاشت کې او په افغانستان کې د کووید۱۹ یا کورونا وایرس د خپرېدو د ګواښ په مهال شوي دي.

د امریکا دبهرنیو چارو وزارت ویلي چې طالبانو دا بریدونه رد کړي او غندلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې طالبان او د افغانستان حکومت باید له یو بل سره همکاري وکړي چې د دې حملو عاملان عدالت ته راوکاږل شي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت همداراز ویلي، تر څو چې تشدد د اوږدې مودې لپاره کم نه شي او د خبرواترو له لارې سیاسي حللار ونه موندل شي، افغانستان به د تروریزم په وړاندې له ستونزو سره مخامخ وي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغانان له وحشت او دهشته د پاکې راتلونکې مستحقه دي او د سولې اوسنۍ پروسه  افغانانو ته مناسب فرصت برابروي چې د تروریزم د ګواښ پر ضد په یوه ګډه جبهه کې سره رایوځای شي.

له بلې خوا په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافېر راس ویلسن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د کابل د حملې د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي کوي او د افغانستان له زوړورو امنیتي ځواکونو د چټک عمل په خاطر مننه کوي.

ده دغه راز لیکلي چې د دې وحشیانه برید په خاطر خواشیني څرګندوي او بدمخي ترهګر، چې پر ملکیانو بریدونه کوي، غندي.

د امریکا شارژدافېر په یوه بل ټویټ کې کښلي، «ترهګر له تاوتریخوالي څخه د بېګناه خلکو د بېرولو لپاره کار اخلي. څوک چې د جنازې په شان پر مراسمو بریدونه کوي، نه اخلاق لري او نه تقوا.»

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مسوول جوزپ بوریل هم د کابل او ننګرهار حملې غندلي دي.

ده په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د میندو، ماشومانو، نرسانو او د وېرجنو کورنیو وژل او پرې حمله کول، خورا ناوړه او غیرانسان اعمال دي.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما هم د کابل او ننګرهار حملې په کلکه غندلي دي.

پاکستان، جرمني، ایران او کاناډا هم په جلا جلا خبرپاڼو کې دا بریدونه غندلي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د کابل د دشت برچي په سیمه کې پر سل بستري روغتون د درو وسله والو په برید کې لږترلږه ۱۳ ملکیان او یو پولیس وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.

د دې وزارت په وینا امنیتي ځواکونو د بې پولې ډاکترانو په دغه روغتون کې د ۳ بهرنیانو په ګډون تر سلو ډېر کسان ژغورلي دي.

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې په ښېوې ولسوالي کې د یوه سیمه ییز قوماندان د جنازې په مراسمو کې انتحاري برید ۲۶ تنه وژلي او ۶۸ نور ژوبل کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب