پنجشنبه, جولای 4, 2024
Homeخبرونهافغانستان او ایران سر له سبا څخه سیند ته د افغان کارګرو...

افغانستان او ایران سر له سبا څخه سیند ته د افغان کارګرو د اچولو په پېښه پلټنې پیلوي

تاند، چهارشنبه، د ثور ۲۳مه: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د تهران او کابل ګډ پلاوي به سیند ته د ایراني ځواکونو لخوا د افغان کارګرو اچولو قضیې په اړه سر له سبا څخه پلټنې پیل کړي.

وزارت نن چهارشنبه تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، له ایراني لوري سره په مذاکراتو کې پرېکړه شوې ده چې د دغې پېښې په اړه د حقایقو د موندلو لپاره د دواړو لوریو کمېسارۍ په پر پوله پلټنې پیل کړي.

 د وزارت له قوله د ایران او افغانستان د سرحدي کمیسارانو د ۱۳۳۵ کال د تړون له مخې به سر له سبا څخه په دې اړه پلټنې پيل شي او د دواړو هېوادونو سرحدي کمیسارۍ به د پېښې د څرنګوالي په اړه خپلې پلټنې وکړي: (( تر څو چې په دې قضیه کې عدالت تامین نشي، افغانستان به په پوره قوت دا پېښه تعقیب کړي.))

 تېره اوونۍ ایراني سرحدي ځواکونو ۵۷ افغان کارګر له شکنجې او نیولو وروسته سیند ته واچول چې ۱۶ یې ژوندي وژغورل شول خو د ۱۸ مړي تر اوسه موندل شوي دي پاتې ورک دي.

افغان حکومت، بشري بنسټونو او امریکا د دغې پېښې په غندنې سربېره د جدي پلټنې غږ وکړ، خو ایران تر ډېره په دې خبره منکر پاتې شو.

تازه د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره هوکړه کړې وه چې په دې قضیه کې به دواړه هیوادونه ګډې پلټنې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب