پنجشنبه, جولای 4, 2024
Homeخبرونهغزني: طالبانو یوه میاشت کې د رشیدان دریم قومندان هم وواژه

غزني: طالبانو یوه میاشت کې د رشیدان دریم قومندان هم وواژه

تاند، چهارشنبه، د ثور ۲۴مه: په غزني کې د رشیدان ولسوالۍ لپاره په یوه میاشت کې دریم امنیه قومندان هم ووژل شو.

د غزني د ولایتي شورا غړی حمدالله نوروز تاند ته وايي، طالبانو د رشیدان نوی امنیه قومندان علي الله عطايي د جغتو ولسوالۍ اړوند د قیاق درې سیمه کې په یو کمین کې وژلی دی.

 د نوروز په خبره ، د جغتو قیاق دره هغه سیمه ده چې تر دې وړاندې هم په کې په یوه میاشت کې د رشیدان دوه امنیه قومندانان د طالبانو لخوا ووژل شول.

  قیاق دره د رشیدان په شمول د غزني څو ولسوالۍ له مرکز غزني سره وصلوي خو دا  دره له کلونو راهیسې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ د جګړې سخته کرښه ده چې وخت ناوخت په کې ملکیان هم د طالبانو د سړک غاړې ماینونو ښکارګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب