پنجشنبه, جولای 4, 2024
Homeخبرونهسعودي عربستان ۲۲۴ افغان بندیان خوشې او کابل ته راولېږل

سعودي عربستان ۲۲۴ افغان بندیان خوشې او کابل ته راولېږل

تاند، چهارشنبه، د ثور ۲۴مه: د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د سعودي عربستان له زندانونو څخه ۲۲۴ تنه افغان زندانیان خوشې او کابل ته را ولېږدول شول.

 د بهرنیو چارو وزارت تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، دغه افغان زندانیان په سعودي کې د کورونا د مخنیوي په خاطر خوشې شويدي چې تېره ورځ کابل ته راورسول شول.

 د وزارت په وینا، یاد افغانان په سعودي کې د کډوالۍ د اسنادو نه لرلو په جرم نیول شوي او زندانونو کې اچول شوي وو او اوس مهال ۶۰۰ نور افغانان هم د سعودي په زندانونو کې بندیان دي چې د وزارت په وینا د اوونۍ تر پایه به افغانستان ته راولېږدول شي.

 بلخوا په ریاض کې د کابل سفارت هم اعلان کړی دی چې ۲۲۴ افغان بندیان تېره ورځ مازیګر له جدې څخه کابل ته د اریانا هوايي شرکت په الوتنه کې واستول شول.

 د سفارت په قول د دغو افغان بندیانو د انتقال لګښت سعودي عربستان ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب