تاند، چهارشنبه، د ثور ۲۴مه: وروسته له هغې چې ولسمشر غني له وړمې ورځې راهیسې په لغمان، کابل او ننګرهار کې د ترهګرو ډلو د بریدونو له وجې امنیتي ځواکونو ته له دفاعي حالته د وتلو او د یرغلیز حالت غوره کولو امر وکړ، اوس طالبانو دغې پرېکړې ته غبرګون ښودلی دی.
طالبانو په یو پیغام کې ولسمشر غني تورن کړی چې د سولې پروسې ته خنډونه جوړوي او غواړي د جګړې تر چتر لاندې خپل واک وغځوي.
طالبانو ویلي، د تېرې ورځې د کابل او ننګرهار بریدونه داعش ډلې کړې دي او دوی د داعش ملېشو هغه بریدونه غندي چې ملکیان پکې په نښه کېږي.
طالبانو ویلي، داعش په افغانستان کې نور ځای نلري او دا ډول بریدونه په کابل او نورو ښارونو کې د استخباراتو په میلمستونونو کې طرحه کوي: (( اوس د امارت پر وړاندې د تعرضي جګړې اعلان دا ښيي چې اشرف غني غواړي د جګړې تر چتر لاندې خپل حاکمیت ته دوام ورکړي.))
طالبانو همداراز تور پورې کړی دی چې د غني حکومت د سولې له هوکړې راوروسته د سولې په لاره کې خنډونه اچوي.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې له هوکړې وروسته طالبانو پر افغان ځواکونو لږ تر لږه ۴ زره بریدونه کړي دي.
دغې ډلې د اوربند په اړه د افغان حکومت، اسلامي سازمان، نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او امریکا بیا بیا غوښتنې غیر منطقي او غیر معقولې بللې دي.
تر اوسه افغان حکومت د طالبانو ۱۰۰۰ بندیان ورخوشې کړي دي خو طالبانو بیا تر اوسه ۱۷۱ بندیان له خپلو شکنجه خونو خوشې کړي دي چې یوازې ۱۰۵ تنه په کې افغان سرتېري دي نور ټول ملکیان دي.
حیرانونکی خو دا ده کله چی طالب دامریکا سره اورکم وکړ یوه هفته دا داعش چیرته و ولی یی حملی ونکړی او د بل اړخه طالب په امریکایانو دحملی نه کولو ژمنه کړه نو داعش ولی په امریکایانو حملی نه کوی حقیقت دا دی چی دا دواړه دیوی سکی دوه مخه دی