پنجشنبه, جولای 4, 2024
Homeخبرونه پمپیو: طالبان او حکومت دې د کابل او ښېوې بریدونو عاملان مجازات...

 پمپیو: طالبان او حکومت دې د کابل او ښېوې بریدونو عاملان مجازات کړي

 تاند، چهارشنبه، د ثور ۲۴مه: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پر افغان حکومت او طالبانو غږ  کړی دی چې د ننګرهار په ښېوه کې د جنازې او د کابل په دشت برچي کې د مور او ماشوم پر یو روغتون د برید عاملانو ته په سزا ورکولو کې یو له بله همکاري وکړي.

 طالبانو د دغو پېښو مسوولیت نه دی اخیستی خو مایک پمپیو دواړه بریدونه وحشتناک بللي دي.

  نوموړي یوه بیانیه کې ویلي چې د بې ګناه وګړو وژنه د بخښنې وړ نه ده خو په روغتون کې د نویو زېږېدلو ماشومانو او حامله مېرمنو وژنه ډیر لوی شر اچوونکې عمل دی: (( تر څو چې پایداره اورکم او د سولې په خبرو کې لازم پرمختګ ونشي افغانستان له به له ترهګرۍ څخه زیانمنېږي.))

 تېره ورځ داعش ډلې ننګرهار کې پر یوه جنازه د برید مسوولیت واخیست چې لږ تر لږه ۲۴ ملکیان په کې ووژل شول او ۶۸ نور ژوبل شول.

په همدې ورځ کابل کې هم د بې پولې ډاکټرانو پر یو روغتون برید کې ۱۴ کسان د دوه نویو زېږېدلو ماشومانو په ګډون ووژل شول او ۱۶ نور ژوبل شول خو تر اوسه یې چا مسوولیت وانخیست.

4 COMMENTS

  1. جناب وزیر صاحب مرتکیب دي دغو حملو طالیبان دي تاسو طالیبانو ته داخبره مستقیمه وکړۍ چه هغه ئ پلان جوړونکیې مجازات کړي حکومت هم داغواړي

  2. ده افغانستان خلک او پوليس او فوځ اواستخبارات ي ډير سادهګان يا ناپوهه اويا بي مسلكه دى ځوځلى په۔جنازو هسپتالونو حملى وشوى او مكار او ذليل دشمن مو نه پريږدى او دوي هم هيڅ انتظامات نكوي. په جنازه ګاهو سكنري لګول شوي وي او۔په هسپتالونه زبردسته سكورټي وى پكارده چه وزير داخله استعفا وركړي.ده لرى پختونخواه

  3. اف دلته ټپوس په کار ده چه دا څلويښت کاله کيږي چه په افغانستان کي جنګ ده او سره له د د ومرو تجروبو سره سره بيا هم زموږ دفاعي مسولينو و نشواي کړاي د د ترهکرو تاليبانو دا سي حملي شندي کړي
    ايا زموږ دفاعي او سکيوريټي مسولين د ټول ګټو دولتي ځايونو د ساتني لپاره. کوم داسي پريکنده پلان نه لري چه څرنګه ځان او دا بيوزله اولس له داسي ناورين نه چه در ګرده تکراريږي وژغوري. دا څنګه کيدای شي ؟؟؟؟؟
    ولي د ټول ګټو دولتي ځايونوته هر چاته بي له کنترول او تلاشي اجازه ورکول کيږي چه ننوزي
    ولي ټول ګټي دولتي ځايونو کي يو يا دوه روزل شوي او په اسلهه سمبال ساتونکي ځاي په ځاي شوي نه دي چه مخ له مخه دداسي ناورين مخه ونيسي. .
    دا ليکنه ځکه ليکم چه د زړه درد مي ليږکي ټيټ شي کنه په د ښه پوه يم چه افغان دولت که رښتيا وغواړي دا سي ناورينوته ډير ژر د پاي ټکي کيښودلاي شي ، دا څه معني ورکوي چه سراعلا قومندان امر کړي چه موږ بايد له دفاعي حالت نه تهجومي حلت ته وواړو؟؟
    دا هالت او ناورين خو داده موږ هره ورځ وينو او کله به له د نه زده کړه کوو چه داسي ناورين بيا راپيښ نه شي خو زموږ بدمرغي په د کي ده چه يا به له داسي ناورين نه زده کړه نه کوو او يا به يي کوو خو عمل شعورآ نه پري کوو
    افغان دفاعي اورګان ونه شوای کړای چه د د زيږنتون ميندي او ماشومان له د وحشيانه هملي نه وژغوري.
    زما په هاند دلته د دولت همکاري له ترهګرو تاليبانو سره شته
    افغان اولسه الله د په تا رحم وکړي د چوکيو والاوو خو له تا سو لاس اخستي او د ترهګرو تاليبانو قتل عام ته يي سپارلي يي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب