سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهد کابل او ننګرهار د حملو د وژل شویو کسانو شمېر شپېتو...

د کابل او ننګرهار د حملو د وژل شویو کسانو شمېر شپېتو ته نژدې شو

تاند (چهارشنبه، د ثور ۲۳) په داسې حال کې چې د ننګرهار او کابل د پرونیو تروریستي حملو د تلفاتو شمېر په زیاتېدا دی، د ملګروملتو د سرمنشي په ګډون نړیوالې ټولنې دا بریدونه په کلکه وغندل.

د نن ورځې د وروستیو راپورونو له مخې، په دواړو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر، چې پرون ۴۲ تنه اعلان شوی و، نن ۵۷ تنو ته لوړ شو.

د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د جنازې په مراسمو کې د انتحاري برید له کبله د وژل شویو کسانو شمېر، چې پرون ۲۶ تنه ښودل شوی و، نن ۳۲ تنو ته لوړ شوی دی.

د برچي روغتون په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۴ څخه ۲۵ ته زیات شوی دی او په پېښه کې ۲۰ ژوندي پاتې شوي نوزېږي له دغه روغتون څخه اتاترک روغتون ته وړل شوي دي.

افغان چارواکي وايي چې د ښېوې په انتحاري برید کې ۱۳۳ تنه ژوبل شوي دي.

د ملګروملتو سرمنشي انتونو ګوتریش دا بریدونه په کلکه غندلي دي.

د سرمنشي ویندوی نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې انتونو ګوتریش د کابل په یوه روغتون کې حمله، چې د نوزېږو ماشومانو او ښځو په شمول بېګناه ملکیان پکې وژل شول، په کلکه غندي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، په کابل کې د امریکا سفارت، اروپايي اتحادیې، روسیې، ایران، پاکستان، جرمني، کاناډا او یو شمېر نورو هیوادونو هم دا بریدونه غندلي او محاکمې ته د هغو د عاملانو د راکاږلو غوښتنه یې کړې ده.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت همداراز ویلي، تر څو چې تشدد د اوږدې مودې لپاره کم نه شي او د خبرواترو له لارې سیاسي حللار ونه موندل شي، افغانستان به د تروریزم په وړاندې له ستونزو سره مخامخ وي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغانان له وحشت او دهشته د پاکې راتلونکې مستحقه دي او د سولې اوسنۍ پروسه  افغانانو ته مناسب فرصت برابروي چې د تروریزم د ګواښ پر ضد په یوه ګډه جبهه کې سره رایوځای شي.

له دغو بریدونو وروسته د افغانستان ولسمشر اشرف غني امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې د دفاعي حال پر ځای نور تهاجمي حالت غوره کړي.

طالبانو د ولسمشر غني د دې اعلان په ځواب کې ویلي چې دوی به هم بریدونو ته زور ورکړي.

د افغانستان د چارواکو په وینا طالبانو له امریکا سره له موافقې سره سره تشدد زیات کړی دی.

د امریکا دفاع وزارت د طالبانو له لوري د کابل او ننګرهار د حملو د غندنې یادونه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان حکومت او طالبان باید د دغو بریدونو د عاملانو په نیولو او سزا کولو کې له یو بل سره همکاري وکړي.

خو په کابل کې د امریکا د سفارت مرستیالې طالبان د دغو حملو په خاطر ملامت کړي او ویلي یې دي چې طالبانو دا ډول بریدونو ته لاره هواره کړې ده.

د امریکا د سفیر مرستیالې په کابل او ننګرهار کې پرونیو بریدونو ته په اشارې ویلي: “طالبانو د دغو بریدونو مسولیت نه دی منلی، خو دوی مسول دي چې د تاوتریخوالي او داسې بریدونو لپاره یې زمینه برابره کړې ده”.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب