پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد، که حکومت او طالبان د تروریزم پر ضد همکاري ونه کړي...

خلیلزاد، که حکومت او طالبان د تروریزم پر ضد همکاري ونه کړي افغانستان به تل بې ثباته وي

تاند (چهارشنبه، د ثور ۲۳) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن په دې ټینګار وکړ چې د دوو ښکېلو افغان خواوو ترمنځ همکاري له ګډ دښمن یعني له داعشي تروریزم سره د مبارزې او سولې لپاره ضروري ده.

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت د کابل او ننګرهار له خونړیو بریدونو سره سره د افغانستان پر حکومت او طالبانو فشار راوړي چې د عدالت منګولو ته د سې شنبې د ورځې د خونړیو حملو د عاملانو په راکاږلو کې له یو بل سره همکاري وکړي.

خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه د تروریزم ضد د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د همکارۍ د اړتیا پر ضرورت د ټینګار په ترڅ کې لیکلي:

افغان چارواکو نن د کابل او ننګرهار په چاودونو کې د ټولو وژل شویو کسانو شمېر ۵۷ تنه اعلان کړ.

تراوسه هیڅ وسله والې ډلې د دغو بریدونو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو باور کېږي چې داعش به په تېره بیا د برچي روغتون برید کړی وي.

پر شیعه هزاره ګانو له داعش پرته نورې وسله والې ډلې په ځانګړي ډول طالبان برید نه کوي.

طالبانو په تېرو ۱۹ کلونو کې د افغانستان په هغو ولایتونو کې چې هزاره او نور قومونه اوسي، په هزاره مېشتو سیمو کې حملې نه دي کړي او د هغو سیمو اوسېدونکي یې خپل ژوند ته پرې ایښي دي.

خو داعش پر هزاره ګانو ګڼې حملې کړي دي.

د افغانستان حکومت او په کابل کې د امریکا سفارت طالبان د دې ډول بریدونو په خاطر ملامت ګڼي او وايي که طالبانو له جګړې لاس اخیستي وای، افغان امنیتي ځواکونو به وړې تروریستي ډلې په اسانه ځپلې وای.

په همدې حال کې ولسمشر غني د برچي روغتون په تروریستي برید کې د ټپي شویو د عیادت لپاره نن اتاترک روغتون ته لاړ.

1 COMMENT

  1. د خلیل زاد دا خبره ډیره اخمقانه ده چه طالیبان د تروریزم پر ضد همکاری ونکړی۰ تروریست او طالیب یو نوم دی۰ اوس ډیر خلک طالیبانو ته ترورستان وایی او کله هم چه د ولس قهر زیاد شی کونیان یی بولی۰
    یعنی په پاکستان کښی په مدرسو کښی ټول طالیبان مفعول وی ځینی وخت په هلکانو د طالیبی قوماندانانو اختلاف هم واقع کیږی
    مطلب دا چه خلیل زاد غواړی تروریزم او طالیب سره جدا کړی دا یوه نوی درامه ده خلیل ذاد د پاکستان اجندا پر
    مخ وړی افغانان باید بیدار وی۰
    طالیبان/ ترورستان او یا کونیان یا مفعولین د ای اس ای ګوډاکیان د دوی مترادف نومونه دی۰
    مطلب د انسان اولاد نه دی د خری/ غاطری او سپی بچیان دی دا ټرلیبان۰
    د تاند حخه معذرت غواړم هو مهربانی به مو وی چه دا کمنت نشر کړی خوښ اوسی مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب