شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهد نامتو پښتون مشر (منظور پښتین) کورونا تایید شوه

د نامتو پښتون مشر (منظور پښتین) کورونا تایید شوه

تاند (چهارشنبه، د ثور ۲۳) پښتون ژغورنې غورځنګ تایید کړه چې د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین په کورونا وایرس (کووید۱۹) اخته شوی دی.

مشهور سیاستوال او د پښتون ژغورنې خواخوږي افراسیاب خټک د منظور پښتین کورونا تایید کړې او پر خپله ټویټرپاڼه یې کښلي:«د کاملې شفا، روغتیا او د سلامتیا دعا ورته غواړو.»

د پښتون ژغورنې مطرح مشرې ثنا اعجاز پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي«له علي وزیر وروسته د پي ټي ایم د مشر منظور پښتین د کورونا ټیست هم مثبت وخوت. هغه ځان قرنطین کړی. لطفاً د ژر تر ژره روغتیا لپاره یې دعاوې وکړئ.»

د پښتون ژغورنې یوه مخکښ غړي احتشام افغان پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې «د پښتو ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین کورونا مثبته ده. دی ټول روغتیايي اصول او احتیاطي تدابیر رعایتوي څو د ځان او نورو روغتیا خوندي کړي….»

احتشام افغان له خلکو غوښتي چې د روژې په دې مبارکه میاشت کې د منظور پښتین د روغتیا لپاره دعا وکړي.

د پښتون ژغورنې یوه بل مشر پښتین ادریس لیکلي چې د منظور پښتین کورونا ټیست مثبت دی. نوموړی اوس ضروري احتیاطي تدابیرو ته پام لري او تر دې دمه ښه دی. موږ له هر چا غواړو چې دعا ورته وکړي او ټولینز واټن ته پاملرنه کوو.»

تر دې وړاندې د پښتون ژغورنې د یوه بل مخکښ مشر علي وزیر د کورونا ټیست نتیجه هم مثبته ثابته شوې وه.

3 COMMENTS

  1. د پښتون ژغورنې غورځنګ اتل مشر ، منظور پشتين ته دې پاک رب د دې ناولې ناروغۍ څخه د خلاصون دروازې پرانيزي

  2. د مشر منظور پشتون لپاره د روغتیا هیله لرم۰ د زینک zinc 50 mg daily او ویتامین D/ A/ B6 / C
    د بدن د WBC دزیاتیدو او immune system د تقویی لپاره ضرور دی۰
    که زیا د تکلیف او یا res piratory issue ولری بهتره به وی چه جلال اباد ته د تداوی لپاره راشی۰ ستاسی او د ټولو ناروغانو د روغتیا په هیله

  3. آلله ج دى منظور پختون او على وزير ته كامل او عاجل صحت وركرى امين ثم امين ده پيخاور او باجوړ كلونه او دعاګانى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب