دوشنبه, مې 13, 2024
Homeمقالې    د یوه ټولنیز او سیاسي شخصیت نوی ماموریت

    د یوه ټولنیز او سیاسي شخصیت نوی ماموریت

محمدنعمان دوست

د دوستانه اړیکو پالونکی

د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر ۲۰مه وه. موږ د پغمان د ښایسته درې په یوه غریبانه کلي کې سره راټول وو. دلته مو د یوه همکار د پلار د فاتحې مراسم و. شیبه په شیبه نوي کسان راتلل او بیا د الهي کلام د تلاوت خوږ غږ اوریدل کیده او د دعا لپاره لاسونه لپه کیدل. لږ وروسته، یو زلمی حجرې ته راننوت او د نوو میلمنو د راتګ خبر یې ورکړ. له دې سره جوخت یو ځوان له خپلو څو همکارانو سره د سلام په ویلو حجرې ته داخل شو. په خپله یې تلاوت وکړ او بیا یې بخښنه غوښته چې په وخت یې مراسمو کې ګډون و نشو کولای.

 دا ځوان ښاغلی ضیاء الحق امرخېل و چې د خپل مامور د پلار د فاتحې مراسمو ته په دې ناوړه امنیتي شرایطو کې آن د پغمان یوه کلي ته راغلی و.

                                                 ***

د ۲۰۱۹ کال د نومبر ۸مه وه. د لغمان په سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د یوه خپلوان په حجره کې سره راټول وو. تازه مې د خپل شهید ورور د جنازې لمونځ ادا کړی و. دې لنډ لمونځ دومره ستړی کړی وم لکه دوه ځلې چې مې په سخته ناروغۍ کې صلات تسبیح کړی وي. یو درانه غم مې هر هډوکي ته بیلابیل فشارونه ورکول. هره شیبه د هغه په تیرو یادونو کې بوخت وم. حجره کې ناست وو. ټیلفون ته زنګ راغی او بیا یې ویل: موږ در ورسیدو، که دقیق ادرس راته ووایئ. 

شیبه وروسته کوڅې ته ووتلم. امرخېل صیب له خپلو ملګرو سره ولاړ و. دوی کونړ ته چکري تللی و. هملته خبر شوی و، خپل پروګرام یې پرې ایښی و او بیا یې سمدلاسه مخ په لغمان حرکت کړی و. 

د غم په ورځ د ملګرو او دوستانو راتګ له غمځپلي سره ډیره مرسته کوي، غم ویشل کیږي او غوره انسانان هغوی دي چې له نورو سره د غم په ویشلو کې مرسته کوي. 

  ولسي اړیکې

د امرخېل نوم د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو په بهیر کې د خلکو پر ژبه شین شو. مشهور شو او د بحثونو موضوع وګرځیده. له یوې اوږدې خو له خاموشۍ ډکې وقفې وروسته چې خانه نشین و، بیرته میدان ته راووت. ولسمشر په ولسي او سیاسي چارو کې خپل ستر سالاکار وټاکه. خو تر اوسه لا ډیرو ته دا معلومه نه ده چې دا سړی اصلا د کوم ولایت دی؟ د دې علت دادی چې دا سړی د یوې خاصې سیمې استازولي نه کوي؛ ټول وطن خپل کور ګڼي او ټول ولسونه د خپلې کورنۍ غړي. دا یوه ادعا نه ده؛ که ادعا ګڼل کیږي نو ثبوت یې اسانه دی. تاسو به د دې سړي کاري دفتر کې د هر قام، ژبې، ګوند، مذهب او سیمې خلک ووینئ ( له کرونا او قرنطین مخکې منظر)  چې ډله ډله راځي، خپلې او د خپلې سیمې  ستونزې ورسره شریکوي او دا ځکه چې باور پرې کوي.

 په اوسني دور کې ،چې سیاسیون په وړو وړو قشرونو کې ایسار دي، امرخېل هغه څوک دی چې یو پراخه دید او پراخ فکر لري او  د وطن له ګوټ ګوټ خلکو سره ښې اړیکې پالي. 

سیاسي اخلاق

متاسفانه چې دلته هر څه مسخره شول. نږدې ټولې پولې ونړول شوې. د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین په مهال په ټلویزیوني بحثونو کې ،چې په لکونو خلک یې نندارچیان وي، کنځلې وشوې. د کمپاینونو په غونډو کې بې شرمه لفظي بریدونه وشول، ناوړه الفاظ وکارول شول، ځینو د خپلو حریفانو د تخریب لپاره ډلې وروزلې او د هغوی په مرسته یې حریفان وښکنځل او… 

حتی  یوه مشر خو ټولې اخلاقي پولې تر پښو لاندې کړې او د خپل حریف خدای ورکړی غږ یې ( انکر الاصوات) وباله.

خو امرخېل په همدې احساساتي فضاء کې  کاملاً متفاوت عمل وکړ. هغه په همدغه شان دور کې بار بار خپلو همکارانو ته توصیه وکړه  چې سیاسي مبارزه وکړئ، کمپاین وکړئ دا ستاسو حق دی؛ خو د هیچا سپکاوی مکوئ او هیڅوک په بد نوم مه یادوئ.

د ولس په خوا کې ولاړ سړی

په مشورتي لویه جرګه (۱۳۹۸/ ثور)  او په ارګ کې د کابل له خلکو سره د ولسمشر د لیدنو د لړۍ ( ۱۳۹۸ مرغومی) ګډونوال وم او راپورونه مې چمتو کول.

که څه هم په نظام کې داخل او ملاتړي سیاسیون عادت لري چې خلک د حاکم نظام صفتونو ته هڅوي؛ خصوصا هغوی چې په ستر موقف کې وي.  د حکومت پر نیمګړتیاو پرده اچوي او… خو په ولسي  او سیاسي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار دلته هم  متفاوت چلند درلود.

 هغه، د لویې جرګې په تالار او د ارګ په سلامخانې ماڼۍ کې هره ورځ  د غونډې په پیل کې له خلکو بار بار همدا غوښتنه کوله چې د ارګ او هیچا تر اغیز لاندې رانشي. خپل رښتینی غږ پورته کړي. د خپلې سیمې  ستونزې په پوره امانتدارۍ شریکې کړې او د حل لپاره یې معقول، د عملي کیدو وړ او روښانه وړاندیزونه وکړي. هغه آن په ارګ کې خلکو ته جرئت ورکاوه او هڅول چې یې د مقاماتو له توصیفونو تېر شي. نه په ناحقه څوک تخریب کړي او نه یې صفت وکړي. هغه څه ووايي چې واقعیت لري. 

 هغه په دې باور دی چې نظامونه او حکومتونه د خلکو لپاره وي او خلک یې د نقد حق لري.

په انلاین نړۍ کې معقول دریځ

هغوی چې په فیسبوک او ټویټر کې امرخیل تعقیبوي، د هغه له دریځه ښه خبر دي. دې سړي د ولس په هر درد کې ځان شریک ګڼلی او ولس چې د هر چا لخوا کړول شوی، په خلاف یې دریدلی دی او خپل غږ یې پورته کړی دی. 

له یوې ناوړې دسیسې بریالی راوتلی شخص

دلته چې له کلونو کلونو راهیسې واک ته رسیدل د زور له لارې شوي؛ نو لا هم د زور فرهنګ حاکم دی او د دموکراسۍ کاذب تمثیل کوونکي لا هم د ولسواکۍ پر ارزښتونو باور نه لري او چې کله یې په کې خیر نه وي؛ نو آن پر ضد یې دریږي. روان حالات یې ښکاره بیلګه ده.

 وګورئ؛  ولس په سختو ویرونکیو حالاتو کې د ولسواکۍ له غوښتنې سره سم  رایه ورکړه، خپل مشر یې وټاکه، نتیجه اعلان شوه؛ خو چې د یوه طرف په کې خیر نشته نو پر وړاندې یې راپورته شو او حالات یې کړکیچن کړل.

همدغه شان پیښه د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې هم وشوه. کله چې یو طرف په خپلې ماتې یقیني شو نو په دسایسو یې لاس پورې کړ.

له دغو دسیسو څه یوه یې د یوه طرف په اشاره، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء د رئیس ضیاء الحق امرخیل پروړاندې  د کابل د امنیه قوماندان جنرال ظاهر بې مسوولیته چلند و.

کیسه داسې وه چې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې رای پاڼې کمې شوې وې. د انتخاباتو کمیسیون عملیاتي پلاوي، دارالانشاء ته صلاحیت ورکړی و چې که چیرته مواد کم شي، نو اجرات دې وکړي. کله چې د سروبي خلکو رایې کمې شوې او مظاهره یې وکړه نو هلته رای پاڼې ولیږل شوې؛ خو د لیږلو په مهال د کابل امنیه قوماندان دغه محمولې ونیولې او چې کله امرخیل د شخړې د هواري لپاره راغی، نو کیسه خرابه شوه او ناحقه تور پرې پورې شو.

مخکې له مخکې د ځینو رسنیو راغوښتل او دې پیښې ته پوښښ ورکولو دا ښودله چې خبره دسیسه ده. همدا لامل و چې هغه مهال  د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس ښاغلي یوسف نورستاني هم پر امرخیل لګیدلی تور بې بنیاده وګڼه.(*)

په هرصورت؛ له دې پیښې وروسته، که څه هم تورونه ثابت نشول؛ خو امرخېل، ارام په کور کیناست. نه یې شور جوړ کړ. نه له خپلو پلویانو سره  لارو کوڅو ته راووت، نه یې ګریوان څیرې کړ، نه یې چیغې ووهلې، نه یې غره ته د ختلو ګواښ وکړ او حتی نه یې خپلو مدعیانو پسې بدې خبرې وکړې. بلکې خپله پُختګي یې په ځوانۍ کې ثابته کړه.

نوی ماموریت او زاړه چلنجونه 

د پارلمان او حکومت تر منځ رابطه د کلونو په اوږدو کې سمه نه وه. آن په تیر حکومت کې داسې شوي چې د ښاغلي کرزي لخوا کاندید شوي وزیران بار بار رد شوي. په حساس وخت کې بودجه رد شوې او مخالفتونه ښودل شوي. 

اوس هم ځینې داسې کسان دغه مهم تقنیني او نظارتي ارګان ته راغلي چې ممکن د نورو په اشارو د ارګ هره مربوطه پرېکړه، پرته له دې چې عواقب یې وسنجوي او د وطن خیر او شر پکې محاسبه کړي، وننګوي.

پارلمان، د تقنیني ارګان ترڅنګ یو نظارتي ارګان هم  دی او که چیرې په سمه توګه نظارت وکړي ډيرې ستونزې به هوارې شي. سم نظارت هغه وخت کیږي چې د ضدیت او بیروني لمسون پرته پرېکړه وکړي او هره پرېکړه کې د وطن لوړې ګټې په پام کې ونیسي. د دې کار لپاره د حکومت او ملي شورا ترمنځ یوې دوستانه ( له ضدیت پاکې)  اړیکې ته اړتیا ده چې دا اړیکه اوس کمزورې ده. 

امرخیل، تازه د جلالتماب ولسمشر لخوا، په پارلماني چارو کې وزیر ټاکل شوی. 

د امرخیل کاري بګراونډ او شخصیت ته په پام به دغه ټاکنه، د دغې سستې اړیکې په ځواکمنتیا کې موثره واقع شي.

تمه ده دا سړی په دې وتوانیږي چې ملي شورا ته قناعت ورکړي او هغوی وپوهوي چې د ضدیت پر ځای د معقولیت لاره خپله کړي. 

تمه ده چې د تیر په څير ښاغلی امرخېل یو ځل بیا د ولس په خوا کې پاتې شي او یواځې د هغو پرېکړو په ملاتړ کې ذهنیت سازي وکړي چې د وطن او ولس په کې خیر وي.

نعمان دوست

ثور ۲۵/ ۱۳۹۹

(*) بي بي سي راپور

 https://www.bbc.com/persian/afghanistan/2014/06/140616_k03_af2014_afghan_2nd_run-off_compalins.shtml 

2 COMMENTS

  1. سلام
    دالهی کلام تلاوت ، فاتحه ورکول ، خواخوږی او غم شریکی ، دخپل فرهنګ درناوی ، دولس لاس نیوی ، زړه ور لید لوری او پرخان باور ، ساده او ولسی کرکتر ،او همدارنګه دولس په ژبه پوهاوی دهرلقب او واک څخه لوړ اهمیت لری . بیا د غه خبرې د نعمان دوست ادیب او لیکوال ، کیسه اوطنز لیکونکی په کلام کې د رحمن بابا( ع) دشعرونو علم او عرفا ن حیثیت لری ،زما د ګوتو اوقلم فرهنګ له ګوګلی اوانلاین باټو نه ډیر خوښیږی.
    دوست صیب خدای( ج) دامر خیل ته توفیق او بر یالیتوب په دې کاږه اواوږده مزله کې ور په برخه کړی ګوندی دغه سیستم له فاسدو، خاینو، خایفو ، بغاوتګرو، دکابل وژنکو پروفیسرله عملې اوفعلې نه په تیر بیا د مبذرینو له شره دتل لپاره نجات وموی . الله( ج) په پنځلسمه سپاره په سوره اسرا کې داسې فرمایی:
    ان المبذرین کانو اخوان الشیطین وکان الشیطین لربه کفورا .۲۷
    زړور اوقاطع دریخ او سیاست په ولسواکی کې د هېواد او ولس په ګته دی . زه به تاته یو مثال راوړم . موږ سل کلنه خپلواکې ولمانخله خو کوم پروګرام کې ماولیدل کله چې یو خبریال درې ځله په بدخشان کی له یوه پیژندل شوی ارباب نه دنظامونو د بدلون پوښتنه کوی هغه وایی چې ماهیچ خبر نداریم .

  2. ما فقط یو ځل د امیر خیل صیب صحبت په تلویزیون کی لیدلی او اوریدلی دی، نوموړی ځوان په رشتیا هم یو معقول او سپیڅلی شخص ښکاری. امیر خیل صیب ته د رښتینی وولسی خدمت د توفیق په هیله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب