شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاروپایي ټولنې د سرپل د نجونو مسمومیت« وحشتناک جنایت» وباله

اروپایي ټولنې د سرپل د نجونو مسمومیت« وحشتناک جنایت» وباله

تاند:( چار شنبه ، د جوزا ۱۷ مه )  اروپايي ټولنې د افغانستان د شمالي ولایت سرپل، د نجونو په دوو ښوونځیو کې د ۷۷ زده کوونکو مسموم کول یو ستر او وحشتناک جنایت وباله.

د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې راغلي چې زده کړه د ماشومانو بشري حق دی او ښوونځي باید د ټولو لپاره خوندي ځای وي.

اروپايي ټولنې له طالب رژیم څخه غوښتي چې په سرپل ولایت کې د نجونو د مسموم کېدو په اړه څېړنه وکړي.

په اعلامیه کې راغلي: “دغه ناوړه جرم باید د حاکمو د چارواکو لخوا د دوی د مکلفیتونو او نړیوالو قوانینو سره سم د خلکو د ساتنې لپاره وڅیړل شي.”

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي وو چې په سرپل ولایت کې د ښوونځي د ماشومانو مسمومېدل د اندېښنې وړ دي.

د جون په ۱۴مه د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د ښوونځيو ۷۷ زده کوونکي او دوه ښځینه ښوونکې مسمومې شوې.

په دغه لومړني ښوونځي کې نجونو تر شپږم ټولګي زده کړې کولې.

طالبانو، پر نجونو له دې د پورته زده کړو بندیز لګولی، چې له امله یې توندو ملي او نړیوالو غبرګونونو سره مخامخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب