شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد پاکستاني استازي پارونکې خبرې؛ افغانستان قبیله یي او محافظه کار هېواد...

د پاکستاني استازي پارونکې خبرې؛ افغانستان قبیله یي او محافظه کار هېواد دی

تاند:( چار شنبه ، د جوزا ۱۷ مه )    د افغانستان په چارو کې د پاکستان نوي ځانګړي استازي “اصف علي خان دراني” ادعا کړې، چې پاکستان په افغانستان کې د بدلونونو قرباني دی.

نوموړي همدا راز زیاته کړه چې افغانستان یوه ډېره قومي او محافظه کاره ټولنه ده.

د دراني په خبره، تر اوسه په کابل کې ۲۱ سفارتونه او په دوحه کې د امریکا په ګډون ۱۶ سفارتونه له طالبانو سره په تماس کې دي.

نوموړي د طالبانو له مخ پټي مشر ملا هبت الله اخندزاده سره د قطر د لومړي وزیر د لیدنې د خبر په غبرګون کې د دې لیدنې په اړه شک څرګند کړ او ویې ویل: که دا ناسته رښتیا وي، نو دا د طالبانو په منځ کې د بدلون نښه ده.

د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي هم ویلي چې دا پرېکړه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو له خوا کېږي.

پاکستاني چارواکي بیا- بیا د افغانستان د فرهنګ او ټولنې په اړه ورته څرګندونې کوي، چې د افغانانو توند غبرګون سره مخ کیږي.

افغان شنونکي باور لري، چې دا خبرې پاکستان د افغانستان د طالباني کولو او وروسته پاتې ملایانو ته د سپارلو او د هغوی د ظلمونو د توجیه لپاره کوي.

د دوی په نظر، افغانستان د پاکستان او ورته د ژمنو طالب چارواکو د ادعاوو برعکس یو ترقي غوښتونکی او تمدن خوښی هېواد دی، خو د پاکستان او په مدرسو کې یې د روزل شویو افغان ملایانو له لاسه له پرمختګ او تمدنه یې د لیرې ساتلو هڅې کیږي.

3 COMMENTS

  1. افغانستان دې قبیلو هیواد نه بلکه دې باتور هیواده مګر تاسو دال خورو دخپل د بقا لپاره تل افغانستان قربانی کړی ده دا ستاسو دومخی سیاست او دنګلیس نسل ځامنو دا شرایط برابر کړی افغانستان په نړی کی بهترین تسلامی هیواد ده ولی ستاسو دی انګلیس تربیه شوی ملایان لکه ملا ډیزلی و نور خره اوکوټی د افغانستان د چړیانو ساده توب نه استفاده کوی او په افغانستان کی جهاد اعلانوی ستا خپل ملک قانون مطلق د کفر قانون ده ولی په خپل هیواد کی جهاد نه اعلانوی افغانستان صرف د طالب نه ده چی تاسوی لکه مور ورته هلی ځلی کوی افغانستان دافغان ملت ده او افغان ملت دا پریکړه کوی چی دا نا اهله ډله په رسمیت وپیږندل شی یانه او نور هیڅ څوک دی داسی پریکړی حق نلری افغان ملت به تر هغو اجازه ورنکړی چی ټول اسلامی او مدنی حقوق ورنکړی شې

  2. AFGHANISTAN IS STRONG AND HAVE FIX UNITED TRIBAL STRUCTURE,
    MULTI TRIBE HAVE UNITED AGENDA,
    BUT BUT BUT BUT BUT
    PAKISTAN ALWAYSE GOT TWO FACE OR MULTI FACE POLICY,
    WITH NATO&ENGLICE ARE ENGLICE.
    WITH ISRAEEL BECOME JEWISH/WITH CHINA&RUSSIA BECOME COMMUNIST.
    PAKISTAN IS A FACTORY OFTERRORIS PRODUCT COUNTRY.
    BUT GET ADVANCE FROM WORLD ,AS AN ANTI TERRORIST.
    IN THIS TIME AFGHAN TALIBS UNDER CONTROL OF PAKISTAN IN FOREIGNN POLICY,
    AFGHANS NATION WILL SOON GET THIS FREEDOM FROM PAKISTAN TOO. INSHAL LAH

  3. سلامونه اونیکې هیلې ټولو هیوادوالو ته!
    کچیرې د پاکستان تیر تاریخ یعنې د داودخان څخه وروسته تر اوسنې وخت پورې یعنی تر ۲۰۲۱ پورې، د برتانیی په مشري یې امریکا او نورو غربې هیوادونو ته د پيسو شکولو او مصرفولو پالیسیانې جوړولې، مګر کله چې غرب بیا نړیوال پوه شول (پوه وو برعکس نړۍ ته امریکا ځان ښودنه کوله چې پاکستان زموږ سره متحد ده مګر داسې نه وو) چې پاکستان زموږ څخه لاره بیله کړی ده نو دلته په افغانستان کې د جمعیت شورا، حزب وحدت او محاز نفر له روسیی، ایران، چین سره نوي تارونه غځولي وو نو امریکا د پاکستان پرځای له قطر سره د ملګرتیا تارونه وغځول چې پدی حالت کې سعودی او پاکستان ترینه ناهیلی شول. ځکه سعودی او پاکستان له امریکا او غربی هیوادونه ونډه وهله چې اوس هغه ډالر چې ټرمپ اعلان وکړ چې موږ پاکستان ۳۳ ملیارده ډالر ورکړل خو پاکستان موږ سره دوکه وکړه نو ځکه یی لاره ترینه بدله او اوس د دوي چارواکې ګیله کوي چې افغانستان له امله پاکستان تباه شو په اصل کې تباه شوی نده تنها ډالري کڅوړي ورباندی بندی شوی ځکه سعودی او چین ، امریکا، برتانیی مفته ډالرو باران ورباندی کولو چې اوس امریکا د تیرو ۴۵ کالو حساب کتاب ورسره کوی که دا ۲۰۲۴ کال کې وی یا ۲۰۳۰ کال کې وی خو امکان ولری چې دا قضیه وروسته له نویو ټاکنو په امریکا کې شروع شي همدا اوس د کانګریس له لاس بایډن او ټرمپ تر فشار لاندې ده چې دده ټولو پړه په پاکستان باندې کیداې شي واچوی ځکه پاکستان دوه مخي ده ، اوس حالاتو کې برتانیه هم مرسته ورسره نشي کولای ځکه چې هغه په اکراین کې د روسیی له بریده ویره لري کچیرې روسیه په اکراین کې بریالۍ شي نو امکان شته چې اروپایی هیوادونه باندی هم برید وکړی بیا خبره تر برتانیی ورسیږی.
    اوس امریکا اعلان کړی چې موږ په اروپا کې یو لوی او ستر مشترک نظامی مانور تیار کړی او مخي ته بیایو ترڅو روسیه، چین، ایران او بیلاروس وویروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب