شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهسورصلیب د ښځینه کارکوونکو پر کار د بنیز د عواقبو په اړه...

سورصلیب د ښځینه کارکوونکو پر کار د بنیز د عواقبو په اړه طالبانوته خبرداری ورکړ

تاند(دوشنبه، د جدي ۵مه) د سره صلیب نړیوالې کمېټې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو پر پوهنتوني زده کړو د بندیز او په غیرحکومتي موسسو کې د ښځو د کار کولو د مخنیوي د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

دې کمېټې په یوه اعلامیه کې، چې پرون یکشنبه یې خپره کړې ده، ویلي: د طالبانو دې دواړو پرېکړو د سره صلیب نړیواله کمېټه سخته اندېښمنه کړې ده.

سور صلیب زیاتوي، له زده کړو د نجونو محرومول او په کورنیو او نړیوالو ناحکومتي موسسو کې د هغوی پر کار بندیز ممکن په لنډ مهال او اوږدمهال کې د انساني ناورین په شان عواقب ولري.

سورصلیب وايي چې په افغانستان کې یې سلګونه ښځې په کار ګومارلي دي.

د دې کمېټې په وینا، په افغانستان او درسته نړۍ کې بشرپالې هڅې یوازې هغه وخت کېدای شي چې د ښځو په شمول ټول کارکوونکي فعالیت وکړای شي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه د افغانستان د روغتیايي نظام د راتلونکې او د ناروغو ښځو په اړه اندېښنه لري، وايي، د ۲۰۲۱ له نوومبر څخه تراوسه پورې یې په افغانستان کې د ۴۵ روغتیايي کلینیکونو او روغتونونو ملاتړ کړی دی او په مجموع کې یې له ۲۶ میلیون افغانانو سره مرسته کړې ده.

په دې مرستو کې د درملو او معالجې لګښت او همداراز د طبي برخې ۱۰ زره ۴۸۳ کارکوونکو ته معاش شاملېږي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې زیاته کړې، که نجونې ونه کړای شي چې د طب په څانګه کې زده کړې وکړي، په ټول افغانستان کې به پر روغتیايي او طبي خدماتو ډیر بد اغېز وکړي اود میلیونونو انسالنانو ژوند به له خطر سره مخامخ شي.

طالبانو د تېرې سې شنبې په ورځ نجونې له ټولو پوهنتونونو څخه منع کړې او پرون (یکشنبه) یې اعلان وکړ چې نور دې غیرحکومتي موسسې ښځو ته اجازه نه ورکوي چې له دوی سره کار وکړي.

د طالبانو له لوري د ښځو خلاف پر له پسې اقدامات په نړۍ کې له سخت عکس العمل سره مخامخ شوي او دا باور یې زیات کړی چې دوی یو وار بیا د خپل حکومت د تېرې دورې تیاره وختونه پر افغانانو واکمنوي.

په غیر حکومتي موسسو کې د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز په خاطر سېف دي چلدرن، د ژغورنې نړیوالې کمېټې، پاملرنې، د بې پولې ډاکترانو ټولنې او د ناروې د کډوالو شورا په شان مهمو نړیوالو بشرپالو ټولنو په افغانستان کې د خپل فعالیت د درولو اعلان وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب