شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+څنګه کاري تجربه پیدا کړو؟

څنګه کاري تجربه پیدا کړو؟

ښوویالی شاه محمد بشیر

نوی له پوهنتون څخه فارغ شوي، محصلان شکایت کوي چې کاري تجربه نه لري. د کار بازار  کې اوس د کاري تجربې له نشتون پرته د دندې پیدا کول ستونزمن دي. دلته پر دې خبرې کوو چې څنګه کاري تجربه پیدا کړو؟

موږ ټولو چې پوهنتون لوستی او راتلونکي کې یې کسان لولي؛ نو د زده کړو لپاره څلور کلونه لري. په دغو څلورو کلونو کې کولای شئ، د زده کړو ترڅنګ د خپل مسلک اړوند په یوه دفتر، کمپانۍ… کې د لږ وخت لپاره؛ یو، دوه… ساعتونو لپاره کار وکړئ. هر څوک ، اداره او د کمپانۍ خوښېږي، چې له امتیازاتو پرته ورسره څوک کار وکړي. د کاري تجربې د پیدا کولو لپاره کوښښ وکړئ چې له امتیازاتو پرته کار وکړئ. په یو ځای کې کارکول د ګڼو نورو ښیګڼو ترڅنګ ستاسې درونې وړتیا لا غوړیږي. د ښه، کره او موثر کار په کولو سره ستاسې لپاره ډېر امکان لري، چې د ادارې او کمپانۍ دننه درته کار پیدا شي. امتیازات درته وټاکي.

یا داسې کار وکړئ چې څو هم مسلکه کسان راټول شئ، عادي کار له ډېرې ګټې پرته پیل کړئ، د کار په پیلولو سره د ګتې کولو زمینه هم ممکنه ده. په خپله برخه کې د کاري تجربي د پیدا کولو ترڅنګ د ورځني درس لوستل هم درته اسانه کېږي، هغه درس چې په پوهنځي کې لولئ د کار په کولو سره عملي جامه وراغوندئ. د بیلګې په ډول تاسې د ژورنالیزم یا هم د ادبیاتو زده کړیلان یاستئ. کاري تجربه لکه لمونځ درته ضروردی. د کاري تجربي د پیدا کولو لپاره له نورو ټولګیوالو او ملګرو په مرسته یوه مهالنۍ خپرونه پیل کړئ. د دغې مهالنۍ د چاپ ترڅنګ ورته په ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک، ټوېټر، انسټاګرام، یوتیوب… جوړ کړئ. له دغو لارو تاسې کولای شئ. خپل غږیز، انځوریز او لیکني راپورونه/ خپرونې نشر کړئ.

د حقوقو زده کړیال یاستئ، له وخت وروسته په یوې دارلوکاله کې له وکیلانو سره کار وکړئ، د هغوی لپاره صورت دعوا، دفع دعوا… جوړې کړئ. ستاسې لپاره د کاري تجربې پیدا کولو پرته په لسګونه نورې ګټه هم لري؛ خو د هغوی لپاره ګټه دا دی چې کار یې ژر کېږي.

په هر مسلک کې زده کړیلان کولای شي په خپله برخه کې هر ځای او هر چېرته کار وکړي. د کاري تجربې په پیدا کولو یوازې په ځان باندې لږ د کار فشار راوستل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب