Homeخبرونهد طالبانو د بدخشان امنیه قوماندان په چاودنه کې ووژل شو

د طالبانو د بدخشان امنیه قوماندان په چاودنه کې ووژل شو

تاند(دوشنبه، د جدي ۵ مه) له بدخشان څخه ترلاسه شوي خبرونه وايي چې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قوماندان د کور مخته چاودنه شوې ده.

چاودنه نن سهار وشوه او لومړني راپورونه ښيي چې په نتیجه کې یې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالب چارواکو تر دې دمه د پېښې او ورڅخه د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي.

خو ځینو سرچینو بیلابیلو رسنیو ته ویلي چې په دې چاودنه کې د بدخشان لپاره د طالبانو امنیه قوماندان عبدالحق عمر وژل شوی دی.

ویل کېږي چې چاودنه د عبدالحق عمر پر موټر شوې ده.

تراوسه پورې کومې ډلې یا کس د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...