شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د ځیګر د سرطان د تشخیص نوې لار وموندل شوه

د ځیګر د سرطان د تشخیص نوې لار وموندل شوه

تاند- د بریتانیا په سکاټلند کې څېړونکي په لومړي وار توانیدلي چې د ځیګر یا ینې سرطان د انسان د ادرار په ازمېښت کې معلوم کړي.

عموماً د ینې سرطان د سکن، التراساونډ او یا هم د وینې د معاینې له لارې تشخیص کېږي خو دا هغه طریقې دي چې ناروغ باید روغتون ته لاړ شي.

په سکاټلنډ کې د (یو کې بیټسن) د سرطاني ناروغیو د څېړنیزې موسسې څېړونکو یوه بیالوژیکي نخښه موندلې چې په وسیله یې د ادرار په ټیسټ کې د ځیګر سرطان معلومېږي.

د څېړونکو د ډلې مشر ساوریو تاردیتو وايي، اټکل کېږي چې د ځیګر په سرطان د اخته کېدونکو کسانو شمېر زیات شي، له همدې کبله نویو وسایلو ته اړتیا ده چې دا ناروغي ژر تشخیص او تداوي کړل شي.

دی زیاتوي:«موږ دې نوي میتابولیزم، چې تر دې وړاندې په تیوالو کې نه و کشف شوی، حیرانه کړي یوو او احتمالاً دا به په راتلونکې کې د سرطاني تومورونو له معلومولو سره هم مرسته وکړي.»

سرطان ډېره پېچلې ناروغي ده او ډېر ډولونه لري. څېړونکي هڅه کوي چې داسې لارې ومومي چې سرطان مخکې تر دې چې په بدن کې وده وکړي، هغه تشخیص کړي. هر څومره ژر چې سرطان په بدن کې معلوم شي، په هماغه اندازه یې د درملنې امکان زیات دی.

په وروستیو ورځو کې څېړونکو د وینې د سرطان لپاره د درملنې یوه نوې طریقه کشف کړه.

د یوه خطرناک ډول سرطان درملنه ممکنه شوه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب