شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد بې پولې ډاکترانو ټولنه: له ښځو پرته په افغانستان کې خدمات...

د بې پولې ډاکترانو ټولنه: له ښځو پرته په افغانستان کې خدمات نه شو وړاندې کولی

تاند(دوشنبه، د جدي ۴ مه) د بې پولې ډاکترانو ټولنې هم اعلان وکړ چې له ښځینه کارکوونکو پرته په افغانستان کې خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کولی نه شي.

دې ټولنې د طالبانو له لوري په ناحکومتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار د بندیز په غبرګون کې ویلي، په افغانستان کې یې له ۴۰ کلونو راهیسې کار کړی خو که ښځینه کارکوونکې یې نه لرلی، ښايي نه وای توانېدلي چې دومره موده ی خدمات نه وړاندې کړي.

د بې پولې ډاکترانو ټولنې پر خپله ټویټرپاڼه کښلي:«د تروما په مرکز کې ناروغانو ته د ښه کیفیت طبي خدمات، ایمرجنسي، د نري رنځ په برخه کې، جراحي عملیاتو او د نوزېږو ماشومانو په برخه کې ټول طبي خدمات ښځینه کارکوونکې وړاندې کوي.»

د بې پولې ډاکترانو ټولنې زیاته کړې، هیڅ موسسه له ښځو پرته خلکو ته مرسته نه شي کولی او د طالبانو د اقدام نتیجه ډیره ساده ده؛ هغه دا ده چې ښځې په میدان پرېښودل کېږي او د ټولو ژوند له خطر سره مخامخ کېږي.

تر دې وړاندې سېف دي چلدرن، پاملرنې، د ژغورنې نړیوالې کمېټې او د ناروې د کډوالو شورا هم اعلان کړی و چې د طالبانو د پرېکړې په خاطر په افغانستان کې خپلې بشردوستانه مرستې دروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب