پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+د یوه خطرناک ډول سرطان درملنه ممکنه شوه

د یوه خطرناک ډول سرطان درملنه ممکنه شوه

تاند- یوه ۱۳ کلنه نجلۍ چې د وینې په یو ډول خطرناک سرطان اخته وه، په نړۍ کې په لومړي ځل د حجروي انجینیرۍ یا سیلز انجینیرینګ په پېچلې طریقه تداوي شوې ده.

خبري اژانسونو د دې نجلۍ نوم الیسیا ښوولی او ویلي یې دي چې د هغې خپلوان نه غواړي چې کورنی نوم یې وښودل شي.

الیسیا، چې د بریتانیا د لایسستر اوسیدونکې ده، له رغیدو وروسته ویلي، باوري ده چې په کومه طریقه چې د دې درملنه وشوه، ګڼ نور سرطاني ناروغان به هم تداوي شي.

د بریتانیا د ګرېټ اورموند روغتون څېړونکو وروسته له دې د الیسیا د درملنې لپاره نوې طریقې ته مخه کړه چې کیموتراپي او د هډوکو د مازغو پیوند د دې سرطان له منځه یونه وړلی شو. دا په داسې حال کې ده چې که د سرطان په ناروغۍ اخته کس په دې دوو طریقو ښه نه شي، ډاکتران عموماً یوازې د درد لپاره مسکن ورکوي.

دا لومړی ځل و چې په نړۍ کې د حجرو د اصلاح له لارې د وینې د سرطان درملنه کېږي.

د درملنې په دې طریقه کې له روغو انسانانو حجرې اخیستل کېږي او له یوې نوې ټکنالوژۍ څخه په کار اخیستو له ناروغو حجرو سره یوځای کېږي او بې له دې چې ټي یا روغې او ناروغې حجرې پر یو بل حمله وکړي، ناروغې حجرې له منځه ځي.

ټي حجرې یو ډول سپین ګلوبولونه دي چې د انسان په بدن کې حرکت کوي څو معیوبې حجرې ومومي او له منځه یې یوسي.

د الیسیا سرطان په ۲۰۲۱ م کال تشخیص شو.

په نوې طریقه له درملنې ۲۸ ورځې وروسته ډاکترانو ته څرګنده شوه چې الیسیا مخ په ښه کېدو ده.

دا اوس په خپل کور کې ده او د دې لپاره چې کمزورې شوې ده، د پر له پسې څارنې او معاینو لپاره روغتون ته تګ راتګ کوي.

سرطان د زړه له ناروغیو وروسته دوهمه ناروغي ده چې په نړۍ کې ډېر انسانان ورڅخه مري.

د روغتیا د نړیوال سازمان پر اساس، په ۲۰۲۱ م کال په نړۍ کې تر ۱۰ میلیونه ډیر انسانان په سرطان مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس د ډیرو سرطانونو درملنه کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب