جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله د پنجشېر ځينو علماوو او مخورو سره لیدلي

ملا هبت الله د پنجشېر ځينو علماوو او مخورو سره لیدلي

تاند:( پنجشنبه، د قوس څلور ويشتمه)‏ د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي ،چې‌ د دوی امیرالمؤمنین مولوي هبة الله اخوندزاده د پنجشیر ولایت لپاره خپلو یو شمېر مسئولینو، علماء کرامو او مخورو سره لیدلي.

د سرچينې په وينا، په دې کتنه کې د پنجشیر او اندرابونو لپاره د طالبانو عمومي مسئول ملا عبدالقیوم ذاکر، د پنجشیر والي مولوي محمد محسن او د دغه ولایت امنیه قومندان، د استخباراتو رئیس، د عالمانو شوری رئیس او غړو او لسګونه نورو دیني عالمانو او مخورو ګډون درلود.

د طالبانو د اعلاميې په اساس، ملا هبت الله په دې ناسته کې د په نوبتي شکل د پنجشېر ولایت حالات، د ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« ویناوالو په خپلو خبرو کې د طالبانو د اسلامي امارت په راتګ خوښي څرګنده کړه او د مجاهدینو له نیکې رویې، هلته د تامین شوي امنیت، د اسلامي نظام د نفاذ او پرمختګونو یادونه يې وکړه او د دوی امیرالمؤمنین ته یې د پوره اطاعت کولو او د اسلامي امارت د کلک ملاتړ اطمینان ورکړ.»

مجاهد زياتوي چې ملا هبت الله هغوی وستایل او ویې ویل: « د پنجشېر د خلکو ډېر قدر کوم چې له مجاهدینو سره یې پوره همکاري وکړه او خپل ولایت یې ور وسپاره. هغوی ته یې د لا نور اتفاق، یووالي او وحدت لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه چې د افغانستان ولس او امارت دواړه سره یو دي او دواړه مجاهدین دي، نور باید تعصبونه او تفرقې له منځه یوسو، ولس په یوه او بل نامه ونه ویشو، راتلونکو نسلونو ته د وحدت او یووالي مثال پرېږدو، زه له تاسو خپل خدمت او کار نه غواړم، بلکې د اسلام او ملت خدمت درڅخه غواړم او په دې اړه مو اتحاد ته رابولم، ستاسو د ستونزو د حلولو په اړه ډاډ درکوم چې هر ډول همکاري به مو کوم.»

د طالبانو له واکمنيدو سره پنجشېر يوازينی ولايت و، چې د دوی خلاف پکې څو ورځې جګړه وشوه خو بالاخره طالبانو پکې بری ترلاسه او حاکمان شول.

له دغه ولايت څخه تر اوسه پورې ځینې وخت د طالبانو خلاف د مقاومت ډلې په نوم د جنګي ډلې د ځینو حرکتونو خبر ورکول کیږي، خو طالبان ېې په ځپلو توانیدلي.

له دې سره طالبان وخت په وخت د مقاومت ډلې او منتقدینو له لوري ېې په پنجشېر کې د عامو خلکو په ځورولو او د بشري حقونو په نقض تورن شوي، خو طالبانو دا ادعاوې رد کړي دي.

دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو امیرالمؤمنین د دغه ولايت له يو شمېر خلکو سره ویني او خپل اطاعت ته ېې وړ بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب