دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد ایراني لونډانو پېغور: افغان نجونې دې له مونږ سره ودونه وکړي،...

د ایراني لونډانو پېغور: افغان نجونې دې له مونږ سره ودونه وکړي، مونږ ورته د تحصیل زمینه برابروو

تاند (چارشنبه/د جدي ۷مه) — یو شمېر ایراني ځوانانو د خپلو بدمستیو په ترڅ کې په افغان نجونو باندې ریشخند وهلی او ویلي یې دي چې که افغان نجونې غواړي تحصیل وکړي، له ایراني لونډانو سره دې ودونه وکړي.

د ټوېټر یوه ایراني کاروونکي او د ټولنیزو رسنیو فعال په یوه ټویټ کې لیکلي، مونږ ایراني مجرد نران حاضر یو له هغو افغانستاني ښځینه محصلینو سره چې له زده کړو څخه محرومې شوي دي ودونه وکړو او د تحصیل زمینه ورته برابره کړو.

په یوه بل تعقیبي ټویټ کې هغه په خپل لومړني ټویټ بخښنه غوښتې خو ټینګار یې کړی چې لا هم په خپله خبره ولاړ دی.

د ټولنیزو رسنیو دغه کاروونکی څو زره فالوورز لري او داسې ښکاري چې د افغانستان پر وړاندې له کرکې ډک نظر لري او افغانستان د خپل هېواد برخه بولي.

هغه لیکلي، د دې لپاره چې افغانستان بېرته د ایران برخه شي، په کار دی چې افغان نجونې له ایراني نرانو سره ودونه وکړي او دا کار به له ایران سره د افغانستان په بېرته نښلولو کې ګټور ثابت شي.

پاکستان او ایران له نژدې څلور نیمو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د هر مرکزي حکومت پر ضد وسله وال یاغیان حمایه کوي، او هر ځل چې په کابل کې مرکزي حکومت نسکور او نظام ړنګ شي د نوې واکمنې ډلې پر ضد د نویو وسله والو ډلو روزنه پيل کړي.

په افغانستان کې، په وروستیو کې د طالبانو له خوا د څو وحشیانه او بدوي پرېکړو په ترڅ کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړل شوې او ښځې په دفترونو کې له کار څخه ایسارې کړای شوې.

له دغو پرېکړو څخه وروسته، د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر د افغان نجونو په هکله له سپکاوي ډک الفاظ استعمال کړل، چې د افغانانو روحیې یې سختې وځپلې او راتلونکي ته یې هر ډول هیلې له لاسه ورکړلې.

3 COMMENTS

  1. ایرانیان خپلی ښځی نسی غوولې ټولې یې فاحشه سوې دې نو دې افغان نجونو به څه ځواب ووایې که دې طالبانو ښځی غیې هغه افتخار دې طالب وکړې هسې په مرده ګاوېې بلد دې دا شل کاله یې پنجابیان ناموس غیې

  2. فکر کووم په ایران کی پیغلی نجونی نشته ځکه ټولی نجونی د سیغی یا صیغی په زریعه دغه لنډغرانو سیغه یا ښځی کړیدی، دوی ته پکار دی چه دغه د سیغی رواج ته د پای ټکی کیږدی. ځکه دوی به بیا د بل ځای پیغلو پسی نه ګرځی.

    اوس لطیف پدرام مجبور دی چه دغه ایرانی لونډانو ته ځواب ورکړی، ځکه دوی افغانستانی پیغلی یادی کړیدی. د افغانستانی پیغلی په نوم ریښتینی افغانان په داخل د افغانستان کی څوک څوک نه پیژنی ځکه دغه نوم د لطیف پدرام د نسله دی.

    افغانان افغانی نجلی پیژنی نه د ایرانی لنډغرانو په اسطلاح افغانستانی نجلی.

  3. د روسي تزاریانو له خوا د سمرقند او بخارا چې اوس ورته منځنۍ آسیا وایی تر اشغال وروسته یو زیات شمېر مهاجرین افغانستان ته را کډوال شول، دوی ځان ته افغانستاني وایی . د ایراني ځوان مخاطب همدا کسان دي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب