سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهکرزي د افغان ښځمنو د ملاتړ په اړه‏ د امنيت شورا دريځ...

کرزي د افغان ښځمنو د ملاتړ په اړه‏ د امنيت شورا دريځ وستایه

تاند:( چارشنبه، د جدي اوومه) ‏د ‎افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو پر مخ د پوهنتونونو، ښوونځیو او تحصیلي مراکزو د تړلو او د میرمنو د کار په تړاو د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د موقف هرکلی او تائيد وکړ.

حامد کرزي په يوه اعلاميه کې ويلي:«پر اسلامي سرپرست حکومت غږ کوم، چې د هیواد د پرمختگ، ودې او د حیاتي گټو د تأمین لپاره هرڅه ژر د نجونو د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو دروازې پرانیزي.»

حامد کرزی د هیوادوالو د اقتصادي ستونزو د حل او د کورنیو د ژوند د شرایطو د بهبود لپاره، له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د میرمنو د کار په مسئله کې پر خپله پریکړه له سره غور وکړي او په هیواد کې ښځو ته د کار زمینه برابره کړي

‏د طالبانو د حاکمې ادارې د کانونو او پټرولیم وزیر مولوي شهاب الدين دلاور ويلي ،چې د وري تر مياشتې به د ښوونځيو او پوهنتونونو لپاره مناسب شرايط برابر او ښوونيز بهير به پيل شي.

طالب وزير نه ده روښانه کړې، چې دوی به څه ډول شرایط برابروي او دا ژمنې ېې د مخکينيو په شان ځنډيږي او که به پر وخت عملي شي ؟

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېره لنډه موده کې له لومړي ټولګي څخه تر شپږمه د نجونو ښوونځي او په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو بندیزونه لګولي.

له دې امله د طالبانو حاکمه اداره په ملي او نړيواله کچه نور هم سختو مخالفتونو سره مخ شوې ده.

 ویل کیږي، چې د دې پریکړې پر سر د طالبانو زړو مشرانو سره د دوی د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو سخت اختلاف هم رامنځته شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب