یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهپه متحده عربي اماراتو کې افغانانو ته د الیکترونیکي تذکرو وېش پیل...

په متحده عربي اماراتو کې افغانانو ته د الیکترونیکي تذکرو وېش پیل شو

تاند (یکشنبه، د سرطان ۱۷ مه) د افغانستان د احصایې او معلوماتو ریاست وايي چې په متحده عربي اماراتو کې یې د الکترونیکي تذکرو د وېش مرکز پرانیستی دی.

دې ادارې د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې لیکلي چې دغه مرکز په ابوظبي کې مېشتو افغانانو ته د اسانتیاوو د برابرولو لپاره په کار پیل کړی دی.

د دې خبرپاڼې پر بنسټ، دغه مرکز د شنبې په ورځ پرانیستل شو او په دې مراسمو کې یو شمېر طالب چارواکو هم حضور درلود.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې د سږني کال په اعلامیه کې ویلي، چې په ۱۴۰۲ کال کې یې په افغانستان کې درې میلیونه او ۱۲۴ زره کسانو ته الیکترونیکې تذکرې وېشلي دي.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه  د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د افغانستان په ډیرو سیاسي ادارو کې د الکترونیکي تذکرو او پاسپورټونو ویش بند شو. طالب چارواکو یې دلیل تخنیکي ستونزې وبللې.

2 COMMENTS

  1. تذکره درلودل د هر افغان قانوني حق او مکلفیت دی . د افغانستان د دولت دا اقدام د ستایلو وړ دی. د تذکرې درلودل چې په نورو هېوادونو کې ورته د هویت کارت « Electronic identity card » وایي ، هر انسان ته لازم او ملزوم دی.
    د تذکرې په اساس پاسپورتونه اجرا کیږي ، ماشومان ښوونځي او پوهنتون ته داخلېدای شي . لویان او بالغ اتباع مځکه ، کور ، دکان ، باغ ، موټر ، فابریکه او نور ملکیتونه اخیستلی او خرڅولای شي ، په دفترونو کې رسمي کار کولای شي ، لایسنس ، اخیستلای شي .
    بنا تذکره درلودل د هر تبعه لپاره ضروري او لازمي ده .
    د تذکرې ترڅنګ پاسپورت درلودل هم د هر افغان قانوني حق دی ، چې د هغه په اساس او د قانوني ویزې په ترلاسه کولو سره د نړۍ نورو هېوادونو ته سفر کولای شي . کوم کسان چې په نورو هېوادونو کې تحصیل ، کار ، سوداګري ، سیاحت او ژوند کوي ، باید پاسپورت ولري . د دولت وجیبه او مکلفیت دی ، خپلو اتباعو ته د هېواد دننه د کورنیو چارو وزارت او مربوطه ادارو له خوا او په خارج کې د افغانستان د سفارتونو او قونسلګریو له خوا توزیع کړل شي ، ترڅو افغانان له دې قانوني او نړیوال حق نه په خپل وخت استفاده وکړای شي .

    • دولت یا حکومت د خلکو په رایه رامنځ ته کیږئ. هیبتې ځناورو هویت د هغوې د مشر هیبت الله په څیر نامعلوم او مشکوک دئ.
      په افغانستان دا اوسنې حاکمه پردې ملیشه نه یوازې د کرایې جنګیالي دي، بلکې جنایې مجرمین هم دئ. دا رژیم د پردیو په ملاتړ د نورو د ګټو لپاره په افغانستان حاکم سوئ، نه کورني یا داخلي او نه هم بهرني یا خارجي مشروعیت لرئ.
      د داسې رژیم په دیټا بیس کې د خپل هویت ثبتول د ای آیس ای په لستونو کې د ثبتولو معنی لرئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب