Homeروغتیاد سرطان ناروغۍ د ژر تشخیص لپاره سینسر جوړ شو

د سرطان ناروغۍ د ژر تشخیص لپاره سینسر جوړ شو

تاند- امریکايي ساینسپوهانو په دې هیله یو خورا حساس فوتوني سینسر جوړ کړی چې د ناروغیو د چټک تشخیص د تکنالوژۍ له جوړېدو سره به مرسته وکړي.

د یونایتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، تر دې وړاندې ساینسپوهانو د سرطان او بې خوبۍ په شان د بېلابېلو ناروغیو ترمنځ ارتباط او د ککړو حجرو د میخانیکي خواصو په اړه څېړنې کړې وې او نتیجې ته رسېدلي ول، خو د دغو خواصو د چټکې او حساسې پېژندنې لپاره وسایل نشته.

د امریکا د ایلینویز پوهنتون د طبي او انجنیري علومو استاد (ګوراو باهل) وايي، د مایکرو سیلونو او ژوندیو ذراتو په باب د معلوماتو زیاتېدا په بدن کې د دغو خورا وړو شیانو د حرکت، د تومورونو یا دانو د تشکیل، د انسان په بدن کې د سیلونو او بکتریاوو د خپرېدو د څرنګوالي، د ناروغیو د خپرېدو د څرنګوالي او نورو په برخه کې زموږ سره مرسته کوي.

د ایلینویز پوهنتون څېړونکو د اختراع کړي سینسر په اړه په ابتیکا مجله کې معلومات خپاره شوي دي.

د دوی په وینا دا سینسر په ډېر سرعت کار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...