چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeمقالېدرینازکې ښځې او شډل سړي؟؟؟/ حبیبه اشنا

نازکې ښځې او شډل سړي؟؟؟/ حبیبه اشنا


څو اونۍ وړاندې د فیسبوک په یوې پاڼې یوې ښځې په دفترونو او نورو ځایونو کې د ښځو د ځورولو او د حل لارې په اړه لیکنه کړې وه چې ښځې باید د ښځو په شان چلند وکړي؛ نه د سړو په شان.
دا چې د لیکونکي هدف له (چلند) څخه څه و دا یې نه و لیکلي؛ خو هغه د چلند کلمه څو څو ځلې لیکلې وه.
که چېرې موږ د حقونو او مساواتو خبرې کوو نو د دې چلند خط باید چېرې وکښل شي؟
زموږ دا  کوچنی بحث په اونیو زما په ذهن کې و، چې آیا د ښځو نازکه کېدل سره له دې چې د یو صفت په سترګو ورته کتل کېږي اما آیا دا د ښځو په ګټه دی او که نه؟
د ښځو پر وړاندې تبعیض مثبت او منفي اړخونه لري. د منفي اړخونو په اړه ټولو لیکلي لکه د ښځو وهل، د هغوی ځورول، له کوره بهر نه پرېښودل، خو هغه څه چې دې تبعیض ته لاره هواروي هغه ځینې ټولنېز منل شوي ابعاد دي چې ډېری ورته له مثبت نظره ګوري.
زموږ ټولنې دا منلې ده چې سړي له ښځو بهتره، او ښځې د سړو په وړاندې کمزوري دي او د مساواتو د رامنځته کولو تر ټولو لوی خنډ همدا ذهنیت دی. په انګلیسي کې ورته (Benign Paternalism) وايي. د (Paternalism) کلمې مانا په پښتو کې (پلارولي) ده. دا  کلمه په کورني ماحول کې د پلار د مشرتابه لپاره، او په ټولنیزو چارو کې د هغه د رویې او چلند لپاره کارول کېږي چې سړي له نورو سره د پلار چلند کوي. یانې له خلکو سره د مرستې او هر څه ژمنه کوي خو په مقابل کې ېې د پوښتنې حق او داسې نور حقونه له خلکو اخلي. کله چې همدا اخیستل شوي حق نتیجه د سړو له نظره مثبته وي او د ښځو په کې ګټه وي‌ نو هغه ته (Benign Paternalism) وايي. دا په دې مانا، چې که چېرې موږ ټولنې ته د یو کور په سترګه وګورو، نو په دې کور کې مشرتابه که چېرې ښه هم وي نو د سړو په لاس کې ده او هغه حقوق او صفتونه چې ښځو ته ورکړل شوي دي نو د ښځو او د سړو ترمنځ توپیر ایجادوي؛ نه مساوات.
 همدا دلیل دی چې ځینې داسې صفتونه چې  په عمومي ډول د ښځو په نفع وي بیا هم کېدای شي چې په یوې ټولنې کې د مساواتو مخه ونیسي. له دې صفتونو او حقونو څخه د ښځې «مور کېدل» هم کېدای شي. که چېرې په دفترونو او په  قانوني لحاظ ښځو ته یو کار نه ورکول کېږي، ځکه چې ښځې د مور کېدو قدرت لري نو دا مساوات نه بلل کېږي؛ ځکه په دې کې ښځو ته له سړو څخه ټیټه درجه او بهتري ورکول کېږي حالان چې یو پلار د خپل ماشوم په روزلو کې همدومره اهمیت لري څومره ېي چې مور ته ورکول شوی دی. د ښځو لپاره جلا قانون جوړول یواځې په دې دلیل چې ښځې، مور، خور، یا لور کېدای شي په غېر مستقیم  د سړو حقوق پایمالول دي. او یو لوی دلیل ېي دا دی چې په مساواتو کې پلار هم د يوماشوم په لویولو کې همدومره حق لري لکه مور.
همدا دلیل دی چې په دفترونو او نورو رسمي ځایونو کې ښځو ته هغه وخت اهمیت ورکول کېږي کله چې هغوی مطلق خپل د ښځېتوب هغه چارې ومني کوم چې د ښځو او سړو ترمنځ توپیر نورهم ډېروي. په ادارو کې ښځو ته د کورني جنجالونو او نورو دردونو له امله ډېرې رخصتیانې ورکول کېږي. یا هم د ښځو لپاره یا د استادۍ او یا هم د ډاکټرۍ دنده خوښول کېږي ترڅو هغوی آرامه واوسي. سره ددې چې دا دواړه دندې په خپل ځایونو کې اهمیت لري خو د نورو دندو څخه د ښځو مخنیوې ددې لامل شوی دی چې د ښځو او سړو د کارٍي او دفتري ځایونو کې تعادل او مساوات له لمنځه ولاړشي. او بلاخره دا ددې باعث شوې دی چې په کارونو او ظایفو کې د  نارینوو او د ښځو  د حقوقو ترمنځ د مساواتو واټن لا هم ډېر کړي.
که چېرې مونږ غواړو مساوات راولو نو لومړی باید ښځو او سړو ته د هغوی د جنسیت له مخې نه، بلکې د انسان په سترګه وګورو. یوه ښځه یو سړی د یو انسان په سترګو وینۍ او هغه ته خطاب کوي، خو له بده مرغه، ښځو ته تل یا د مور، د خور، د لور، او بلاخره په هغه رشتو او اړیکو کتل کېږي کوم چې ېې بیرته سړي سره یوځای کوي. یانې  چې په غیرې شعوري ډول د ښځې هویت د یو انسان په توګه له منځه وړوو.مخکې له دې چې ښځه خور، لور، مور او مېرمن شي، انسان ده او انسان پاتې کېږي. ښځو ته د صفتونو په اساس امتیاز ورکول غیر اصولي او د نهایت تنګ نظرۍ دید دی.

په کاري حوزو او د تخصصي برخو کې د ښځو حضور کولای شي چې په تاریخي لحاظ راپاتې اوږدمهالی یک نواخت تفکر هم بدل کړي. د جګړې په مخنیوي، د فساد په له منځه وړلو، د ټولنیز ثبات په راوستو او بنسټیز کولو، د بهرني سیاست، اقتصادي سکتور، ښوونې روزنې او د ټولنې په ګڼو نورو حوزو کې د ښځو حضور د یوې ځانګړې پیاوړتیا پيغام لري. کله چې ښځې او سړي په یو ځای کې کار کوي نو کار باید د هغوی د جنسیت په نظر کې نیولو سره تقسیم نه شي. په ټولنې کې د یو انسان رول او اهمیت د هغه چاپېریال تعینوي نه جنسیت. همدا دلیل دی چې ښځو ته باید د (نازک خیالې) او سړو ته د (شډل او لنډغر) له نظره ونه ګورو. کله چې یو ماشوم زېږي نو د هغه چلند په ټولنې کې د هغه چاپېریال تعینوي نه د هغه جنسیت. بلاخره، په عمومي ډول، ښځې او سړي به هغه وخت حقوقي مساوات تر لاسه کړي کله چې موږ خپلې ورځنۍ پرېکړې د مقابل لوري د جنسیت له مخې ونه کړو بلکې دا ومنو چې دواړه په ټولنې کې یو شان رول لري.

3 COMMENTS

  1. یوموضوع که سومره هم جالبه وی خو خلک یی دهغی دعنوان مفهوم لتوی زکه عنوان به حتما جالب وی اوکه چیری دعنوان خلاف سه وی نوبیا داسی معنی لری لکه دروغ دسری وخت ناحقه ضایع شوی وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب