چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د کورونا ناروغان له ۱۵ زرو واوښتل

په افغانستان کې د کورونا ناروغان له ۱۵ زرو واوښتل

تاند، یکشنبه، د جوزا ۱۱: د عامې روغتیا وزارت وايي له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې یې په هېواد کې د کورونا ۱۱۱۲ مشکوکې پېښې څېړلې دي چې له دې جملې ۶۸۰ پېښې مثبتې وې.

د وزارت مرستیال وحید مجروح په یوخبري کنفرانس کې وویل، په دې سره ټول هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې ۱۵۲۰۵ ته ورسېدې.

نوموړی وايي، تېره ورځ هم تر ټولو زیاتې ۳۷۱ پېښې په کابل، ۱۱۱ پېښې په هرات، ۷۵ پېښې په بلخ، ۳۳ پېښې په سمنګان، ۲۲ پېښې په تخار او ۲۱ پېښې په ننګرهار کې ثبت شوې دي.
ښاغل مجروح زیاتوي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کورونا څخه ۸ هېوادوال مړه شوي او ۲۴ نور روغ کورونو ته تللي دي.

د نوموړي په خبره تر دا مهاله د عامې روغتیا وزارت په لابراتوارونو کې ټولټال ۳۸ زره او ۴۶۰ مشکوکې پېښې څېړل شوي چې ۱۵۲۰۵ یې مثبتې وې، خو د یو شمېر کسانو له مړینې او روغېدو وروسته اوس مهال په افغانستان کې فعالې بېښې ۱۳ زره او ۶۲۰ دي.

تر اوسه د کورونا په ویروس ټوله نړۍ کې له ۶ میلیونو زیات وګړي اخته شوي خو ۳۶۹ زره ترې مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب