یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار د هوايي ډګر د ۸۰ میلیونه ډالرو پروژې تړون لاسلیک...

د ننګرهار د هوايي ډګر د ۸۰ میلیونه ډالرو پروژې تړون لاسلیک شو

تاند، یکشنبه، د جوزا ۱۱مه: د ملکي هوايي چلن خپلواکه اداره وايي، د ننګرهار د هوايي ډګر جوړولو لپاره یې د ۷۹ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو د پروژې تړون یې لاسلیک کړ.

د دغې ادارې مشر قاسم وفايي زاده تاند ته تایید کړه چې دغه قرارداد لاسلیک شوی او له مخې به یې د ننګرهار هوايي دګر لپاره په موډرن ډول ترمینل او د الوتکو ځغاستلیکه جوړه کړای شي.

نوموړی وايي، د ننګرهار هوايي ډګر لپاره جوړ شوی ترمینل به د هېواد د معمارۍ د فرهنګ واقعي ښکارندويي وکړي: (( په ترمینل سربیره به چاردیوالی، امنیتي برجونه او نور محتویات هم په کې جوړ کړای شي چې دا به بشپړ یو معیاري هوايي ډګر وي.))

د قاسم وفايي زاده په خبره دا پروژه افغان ګلوبل عملیاتي شرکت ته سپارل شوې او کارونه به یې ژر پیل شي: (( له دغه هوايي ډګر څخه به د کابل د هوايي ډګر په څېر په اضطراري حالاتو کې د ولایتونو وصل لپاره هم استفاده کېږي.))

نوموړی زیاتوي چې د ننګرهار هوایي ډګر په جوړېدو به د افغانستان دختیځو ولایتونو کرنیز صادرات او محصولات د سیمې او نړۍ بازارونو ته هم د هوايي دهلېز له لارې انتقالېږي.

د ننګرهار هوايي ډګر جوړول د ولسمشر یوه مهمه ژمنه وه چې د ننګرهار خلکو ته یې په تېرو دوه کمپاینونو کې ورکړې وه خو څه موده وړاندې د ولسمشر سلاکار فاضل محمود فضلي خبر ورکړ چې د دغه هوايي ډګر د جوړولو لپاره یې په دریو ځایونو کې سروې پیل کړې ده او د ګمبیري دښته ورته مناسبه بلل شوې.

2 COMMENTS

  1. جوړ تازه.
    ففتی ففتی دولت، خوست میدان پروژه هم لاسلیک کړی تر اوسه نه دی جوړ شوی.
    ڼنګرهار میدان به سل کاله روسته تکمیل نه شی له ،دا بودیجه به یی ففتی ففتی دولتی غله سره وویشی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی