دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد کورونایي حکیم الکوزي په پلوۍ کندهار او کابل کې لاریونونه شوي...

د کورونایي حکیم الکوزي په پلوۍ کندهار او کابل کې لاریونونه شوي دي

تاند، یکشنبه، د جوزا ۱۱ مه: پر ټولنیزو رسنیو داسې انځورونه خپاره شوي، چې په مرکز کابل او کندهار کې زرګونه کسانو د حکیم الکوزي په ملاتړ لاریونونه کړي او لا هم دوام لري.

دوی له دولته غواړي، چه کابل او کندهار کې دې د حکیم الکوزي درملو ته اجازه ورکړي.

په دې دوو ولایتونو کې وروسته له هغه د زرګونه کسانو له لوري لاریونه دوام لري، چې د عامې روغتیا وزارت د شکایاتو دفتر پرون کابل او نن یې بیا کندهار کې د حکیم الکوزي له لوري پر جوړ شوو درملو تر نامعلومې مودې بندیز ولګاوه.

د عامې روغتیا وزارت د شکایاتو دفتر پرون په کابل کې حکیم الکوزي د هغه کلینیک څخه لیدنه وکړه، چې حکیم الکوزي پکې د کرونا ضد درمل خلکو ته ورکول.

د عامې روغتیا وزرات معین وحید مجروح نن خبریالانو ته وویل، چې وزارت د حکیم الکوزي له لوري جوړشوي درمل ازمايي، خو تر هغو پورې به یې کلینیک تړلی وي: ((کلینیک د عامې روغتیا وزارت څخه هیڅ د فعالیت جواز نه درلود او په خپلسري ډول یې په کار پيل کړی و، په یاد کلینیک کې هیڅ مسلکي کس شتون نلري او هغه درمل چيېحکیم الکوزي جوړ کړي تر اوسه یې په اړه هیڅ معلومات نشته، چې له څه شي څخه ترکیب شوي.))

حکومت د کورونا د معالج حکیم الکوزي کلنیک بند کړ، درمل یې ازمايي

وحید مجروح وایي، د هر ډول درملو کارول او توصیه مسوولیت لري او د جوړو شوو درملو نمونه یې اخیستې او دوی به یې په خپلو لابراتوارونو کې چیک کړي: (( له هغه وروسته به یې پایله پر ټولنیزو رسنیو له ټولو هیوادولو سره شریکه کړو.))

خپله حکیم الکوزی وايي، چې جوړ کړي درمل یې هیڅ جانبي عوارض نلري، خو تراوسه عامي روغتیا وزرات د درملو پر ترکیب په رسمي ډول څه ندي ویلي.

3 COMMENTS

  1. اول خو ستا په هیڅ درملتون کی مسلکی سړی نشته ته بیا دیونانی دواخانی نه سرتیفیکیت غواړی دوم خلکو ته ددرملو نتیجه مهمه ده چه خلک پری له مرګه بچ شی نه داچه دادڅه څخه جوړشوی.

  2. د طبیب ( حکیم ) الکوزی په درملو او کلینیک بندیز چه په په کرونا اخته سلهاؤ کسانو ته یی وړیا مؤثر خدمات رسولی د یو تعداد اشخاضو او کړیو حسودانه او عجولانه عمل دی . په افغانستان کی متآسفانه همیشه د تخریب پله تر تعمیر درنه ده . او مثبت ګرایی په عوض منفی بافی ته ډیره هڅه کیژی. په افغانستان کی متآسفانه د پخوا نه د استعداد ، ابتکار او اختراع د تشویق او تقدیر په عوض د حسد او نیت وژنی برخور معمول دی .امیدی چه د صحت عامی وزارت رهبری په دغه تصمیم چه د ابتکاراو ښه نیت وژنه ده ، د سره غور وکړی او دغه لاندی نکات هم مطالعه کړی!

    دعامی روغتیا وزارت او همدارنګه د افغانستان د افغانستان تحصیلات عالی د طب د پوهنځیو کی د ګیاهی طب یا هموپتیک میدیسن زده کړی اصلآ وجود نه لری ، لکه څنګه چه دغه زده کړی په عالی سویه په هندوستان ، چین ، او یو تعدادنورو ملکونو کی روانی دی . نو په ګیاهی او هوموپتیک طب کی دوزارت صحت عامی د رهبری او کارمندان نه زده کړی لری او نه هم تجربه ، نو ځکه ګیاهی دواو ته د اهمیت په سترګه نه ګوری . لازمه داده چه ددغه طب د مربوطه طبیب یا حکیم الکوزی د تجربو نه هغه هم د کرونا د وبا په مورد کی استفاده وشی او لاسته راوړنی یی رد ی نه شی او نه یی هم د خدمت مخه ونیول شی !

    د صحت عامه کم عمره ، ماشوم ، او ماشینی چارواکی باید د بی ځایه غرور نه راښکته شی ( په افغانستان کی د ماشینی رتبو او صلاحیتونو اصطلاح د پخوا نه معمول ده ) او حد اقل د هغه فساد اداری په هکله هم په خپله اداره کی د بی وزله قانون مراعات وکړی چه د کرونا د بودیجی نه په مربوطه شفاخانو کی یو ترموز په ۵۰۰۰ افغانی او یو چپرکټ د مپه ۳۲۰۰۰ افغانی خریداری کیژی ! اوهمدارنګه ددولتی شفاخانو دننه د مریضانو سره د صحت دکارمندانو د منفی برخورد ، او همدارنګه د فساد اداری ، او د شفاخانو د خدماتو د بی کیفیتی په مورد کی هم څه فکر وکړی!

    الکوزی داسی طبیب چه د کرونا په سلګونو مریضان یی په وړیا تو ګه تداوی کړی ، نه تنها باید تشویق کړل شی ، او د تجربی او احساس قدردانی یی وشی بلکه باید د کرونا د پیسو او بودیجی نه ورته سهولتونه مهیا شی تر څو دغه طبیب د خپلو همکارانو سره دغه نوی درمل د صحت عامی سره په همکاری او همغږی د صحی معیارونو سره سم تهییه ، تجربه ، او د مریضانو د خدمت د پاره یی تولید کړای شی ، تر څو دخلکو د علاج د پاره استعمال شی.

    د صحت عامی وزارت مربوطه ډاکترانو زشت برخورد په شفاخانو کی ، او دشفاخانو د خدماتو کیفیت هم ټولو خلکو ته معلوم دی ، اوهمدارنګه بیرون د شفاخانو نه خو د ۳۰۰-۲۰۰ افغنیو فیس نه بغیر مریض ګوری هم نه ، که هرڅومره غریب هم وی ، داد صحت عامی د اکثریت ډاکترانو اخلاق دی . او په مقایسه یی محترم طبیب الکوزی ته ګوری چه توانیدلی چه په خپله شخصی مصرف د کرونا مریضانو ته وړیا خدمات وړاندی کړی!!

    وزارت صحت عامه کولای شی چه ددغه دوا مؤثریت تجربه کړی او د الکوزی خدمات و نه دروی . د حکیم ( طبیب) الکوزی څخ ددغه درملو د حاصلولو طریقه هم وګوری او هم یی زده یی کړی.
    د صحت عامی وزارت اوسنی ماشینی چارواکی تر اوسه د کرونا د مریضی په هکله د یو څو خبرو د تکرار نه علاوه چه د عامه پو هاوی په نامه یی کوی نور څه ابتکار نه دی ښودلی او نه یی لری هم ، او که یی د چارواکو د تحصیل او تجربی پوښتنه وشی نو تحصیلی کاغذونه به سمدلاسه قطار کړی . دغه کاغذونه چه ابتکار ورسره نه وی ، د تغیر صلاحیت او ظرفیت ورسره نه وی ، صحی اخلاق ورسره نه وی ، خاصه لاسته راوړنه هم د ملت په وړاندی نه لری !

    د کرونا د مریضی د تداوی په برخه کی چه هر ډاکتر او یا طبیب چه مثبتی تجربی او لاسته راوړنی ولری باید اجازه ورکړل شی چه خلکو ته خدمات عرضه کړی اودهغوی د تجربو نه ګټه واخیستل شی . د مثال په طور څو روځی مخکی وزیر صحت عامه د کرونا په مرض اخته شوی ؤ ، تر کومه ځایه چه په میدیا کی را غلی ؤ هغوی ویلی ؤ چه د پیاز او ډوډی خورک په هغه ښه تآثیرکړی ، نو دا یوه ښه او نوی تجربه ده.

    دبله طرفه کرونا یو نوی مریضی ده ، ددی مریضی په هکله معلومات د تغیر په حال کی دی .
    دددی وطن د با احساسه ، با استعداده صحی کارمندانو ، ډاکترانو او مجربو طبیبانو او حکیمانو ارادی او نیتونه مه وژنی ، په عوض کی همکاری ورسره وکړی او دتجربو نه یی ګټه واخلی ، تر څو خپلو خلکو ته با کیفیته ، مؤثر ، ارزانه او په وخت صحی خدمات عرضه شی.

  3. د عامی روغتیا وزارت توجه۰
    مسولیت یعنی څه/د پاکستانی غلطی قعچاقی دواوی په وطن کښی خرڅیږی۰
    مګر یو افغان چه د خدمت جوګه کیږی مخ نیوی یی کوی۰ نه غواړی چه دا افتخار د یو افغان نصیب شی۰که الکوزی د طبی نباتاتو استفاده کړی وی امکان لری چه موثر ماده ولری۰
    د لویو استعماری کمپنیو په ګټه خپل هیواد وال مه تخقیر کوی بلکه تشویق یی کړی۰
    زمونږ د خلکو استعدادونه د قدر وړ دی۰مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب