سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهد طالبانو ویاند په کورونا د خپلو مشرانو د اخته کېدا راپور...

د طالبانو ویاند په کورونا د خپلو مشرانو د اخته کېدا راپور رد کړ

تاند (یکشنبه، د جوزا۱۱) طالبانو په کورونا د خپلو مشرانو د اخته کېدو په اړه د فارن پالیسي خپرونې راپور رد کړ.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په یه لنډه خبرپاڼه کې ویلي « د اسلامي امارت په مشرتابه کې د ګډوډۍ، مریضۍ او اختلاف په اړه د فارین پالیسي مجلې پروپاګند حقیقت نه لري.

د اسلامي امارت مشرتابه له هیڅ ډول ستونزې سره مخ نه ده، نه کوم اختلاف او ګډوډۍ شته.»

فارن پالیسي خپرونې پرون په یوه مفصیل راپور کې د استخباراتي سرچینو او دغه راز د طالبانو او د افغانستان د حکومت د سرچینو پر اساس لیکلي چې د طالب مشرانو په منځ کې د کورونا وایرس له خپرېدو وروسته د دې ډلې په کنټرول او نظم کې ګډوډي راغلې ده.

فارن پالیسي ته بېلابېلو سرچینو تایید کړې چې له همدې کبله د طالبانو مشري او قومانده د دې ډلې د بنسټګر ملاعمر زوی ته پرېښودل شوې ده.

فارن پالیسي د یادو سرچینو په قول وايي چې په کورونا وایرس د طالب مشرانو له اخته کېدو وروسته د دې ډلې کنټرول بې نظمه شوی او یو شمېر مهم مشران یې د ځان د درملنې په غم کې دي.

په لندن کې د سلطنتي (رایل) یونایټید انستیتیوت مخکښ شناند انتونیو ګیوستوزي وايي، د طالبانو عمومي مشر ملا هیبة الله اخوندزاده له څو اوونیو راهیسې په غونډو کې ګډون نه کوي او ځای یې سراج الدین حقاني نیولی و چې د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د ډلې مرستیال دی او له القاعده شبکې سره تار لري.

دی په عین حال کې وايي چې سراج الدین حقاني هم په وروستیو کې په کورونا وایرس اخته شوی او غونډو ته نه حاضرېږي.

انتونیو ګیوستوزي زیاتوي، ډېر احتمال شته چې د حقاني ناروغي به د کورونا وایرس له کبله وي او ممکن نوموړي د طالبانو د شورا نور غړي هم په دې وایرس اخته کړي وي.

خو د طالبانو ویندوی وايي چې د غربي رسنیو دا پروپاګند د استخباراتي حلقو د غلطو معلوماتو په اساس خپریږي.

په کابل کې یوه استخباراتي مامور د نوم د نه ښودلو په شرط له فارن پالیسي سره په خبرو کې تایید کړې چې طالب مشران په کورونا وایرس اخته شوي دي. خو هغه په دې اړه بې خبري ښکاره کړه چې ایا ملا هیبة الله هم پرې اخته دی او که نه دی.

د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د طالبانو او دغه راز د لوېدیځ د استخباراتي سرچینو پر اساس د ملاعمر زوی ملا یعقوب ته د سراج الدین حقاني په ځای د عملیاتي چارو قومانده سپارل شوې ده.

د طالبانو یوه مهم قوماندان مولانا محمدعلي جان احمد فارن پالیسي ته ویلي «زموږ اتل، زموږ د ستر مشر زوی ملا یعقوب د هیبة الله په غیاب کې د طالبانو عملیاتي چارې پر مخ وړي.»

راپورونه وايي چې ملا یعقوب له ډېر وخت راهیسې هڅه کوي چې د خپل واک ساحه پراخه کړي او د ۲۰۱۵ م کال په جولای کې د ملا عمر د مړینې له څرګندېدو راورسته غواړي چې د هغه ځایناستی شي. اوس د ملا هیبة الله او سراج الدین حقاني ناروغۍ ده ته لاره پرانیستې ده چې د طالبانو بشپړ کنټرول په لاس کې واخلي.

په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د مشرانو په منځ کې اختلاف او دا احتمال چې دا اختلاف د هغوی ترمنځ د تاوتریخجنې سیالۍ سبب شي، د سولې د پروسې راتلونکی پړاو یا د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې اغېزمنولی شي.

د طالبانو مشر او مرستیال په کورونا اخته شوي او مشري ملا یعقوب ته پاتې شوې

3 COMMENTS

  1. دغه مظلوم ملت چه هره روځ د طالب تروریستانو تر تیغ تیریژی ، هم یولوی اوقدرتمند مالک لری چه د ټول عالم مالک دی ، تر ابده به دا ملت د تروریستانو چړو ته پرینښودل شی ، الله تعالی چه حکیم دی ، ډیر عادل هم دی ، خو ډیر صبور هم . لوی خدای (ج)په تروریستانو اووحشی قاتلانو ته هغه جزا او عذاب ورکړی چه څوک یی تصور هم نه شی کولای . دوی د افغان دښمنه او اسلام دښمنه حلقاتو د ارضا د پاره او دیو څه کم مزد او مادی اجوری په مقابل کی دغه بشری جنایت ته تر اوسه دوام ورکړی ، په قطر او ………کی په پردیو په پیسو د عیش او عشرت ژوند دی د خپلو فامیلونو او اولادونو سره یو څو روځی نور هم تیر کړی ، عادل رب (ج) ضرور د مجرمانو او قاتلانو نه حساب اخیستونکی دی .

  2. مونږ به الله تعالي ج ته دعا کوو چې د ټالبانو د مشرتابه ترمنځ له کورونا نه بدتر مرض پیدا کړې له ملاهبو او ملاعبثو سره د دوی ټوله رهبرې تباه او برباد کړې . اسلامي امت او خصوصا د افغانستان مظلوم ، مسلمان ، جګړې ځپلی ملت د دوی له شر نه د ابد لپاره خلاص کړې .

  3. الله ج ډیر مهربانه زات دی داسی یو مرض یی په دی وخشی ځناورو باندی رانازل کړی دی چی سومره زلمونه یی په افغانستان کی کړی وی په میلیونونو کورنویو ژوندی او میلیونونه یی کونډی کړی او په لکاوو سرونه یی عوڅ کړی دی الله دی ددی مرض سخه دوی خلاص مه کړی الله دی دا ټولو شهیدانو دوینو په برکت سره دوی ددی مرض په واسطه خلاک کړی ځکه افغانستان یی تبا اوبرباد کړو الله دی دوی همداسی تباه اوبرباد کړی چی یو یو ځو ناچیزو پیسو په مقابل کی کلینک ورزوه مکتب وورزوه مساجد وران کړه دملی اردو عسکر شهیدان کړه ددی پوهتنه به الله پاک دی ستاسو وخشیانو نه کوی چی ولی دی مونز ووژلو سه ګناه موکړی وه ای دپاکستان بچیه دومره احساس په تا کی نشته دی چی ته خپل ملک ورانوی او نورو ته ابادی ورکوی ولی دخدای ظالمه الله دی تبا کره الله دی دکرنا مرض ستاسو ته بلا کری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب