شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeروغتیاپه کوید نولس -۱۹ ناروغۍ کې د ستیروید استعمال

په کوید نولس -۱۹ ناروغۍ کې د ستیروید استعمال

لیکنه: نګین کرګر

د ستیروید لا په کوید نولس -۱۹ کې، تر اوسه نه دی کارول شوې اوکه کارول شوی هم وی نو تر اوسه پییر ریویو شوی نه دی او یوازې د خبر په توګه دی، په دې هکله د مارچ په شلم سږکال یوه مقاله په Lancet Respir Med  2020:8 267-76 کې چاپ شوې چې لیکې هغه وخت چې په پرمختللې مرحله کې. کورونا ویروس ناروغ په ARDS یا اکیوت ریسپایرتوری دیسترس سندروم اخته کیږې چې د التهابی پروتینونو په واسطه دا مالومیدی شي. مثلاً التهابی مارکرونه لکه انترلوکین 6 ‌‌‌‌‌‌په وینه کې ‌‌‌‌‌‌ډیر لوړیږې. دا د التهابی حجرو یا پروتینونو د کورنۍ څخه یو پروتین دی چې د التهاب په لوړې کچه کې عمده رول لري.

کله چې د ناروغ حالت وخیم شې په وینه کې دغه مارکرونه زیاتیږي نو په دې وخت کې پوښتنه دا وي چې ایا ستیروید ورکولای شم که نه؟ او یا ستیروید په کوم وخت کې ورکولای شم؟ د ناروغ لپاره د ستیروید د ورکولو کومه لایحه یا قانون شته چې ویلیکم؟ بله عمده موضوع دا ده چې څه وخت کې ستیروید ناروغ ته ورکړل شې؟ د ناروغۍ په لومړۍ مرحله کې چې ویروس ریپلیکیت کیږي یا تکثر کوي که د ناروغۍ په وروستۍ مرحله کې چې کله ویروس زیات تکثیر شوی وی، چې بیا شاید ستیروید تاثیر ونه کړي، ځکه شاید هغه وخت په سږو کې فیبروزیسس جوړ شوی وي، د دې دوه حالتونو په منځ کې باید یوه نقطه وټاکل شي چې ناروغ ته دارو ورکړو. دغه نقطه څنګه مالومولئ شو؟

په همدې پورتنۍ مقاله کې چې سږکال نشر شوې ده راځي چې د ARDS ناروغانو ته چې د مخه یی ستیروید نه و کارولې، ستیروید شروع شول چې د دوی د سږو التهاب ورسره کم شو. خو د دې ناروغانو د وینې قند لوړ تللئ و. دغه ‌‌‌‌‌‌ډول تجربې تر اوسه د کوید ۱۹ ناروغانو سره نه دی ترسره شوې.

د دوا جوړولو اتحادیه وایي چې کله د کوید ۱۹څخه  ARDS رامنځ ته شوې وي نو ستیروید کولای شي استعمال شې. خو د امریکا د ساري امراضو اتحادیه وایي چی ستیروید باید استعمال نشي. او NIH یا د روغتیا ملی اتحادیه هیڅ نه دي ویلي. دا مقاله د ستیرویدو په هکله لومړنۍ کلینیکل ترایل دی.

اوپیوم د عیسویت نه دمخه په یوناني طبابت کې د درد د راټیټولو لپاره کارول کیدل، همدارنګه مصریانو هم اوپیوم کارول چی د وریښمو له لارې یې چین او اسیا ته یوړل. هیروین یا دای اسیتایل مورفین په اوپیوم کې پیدا کیږي چې اثر یې یو څه زیات دی. دا د درد د کمولو نو یوه روږدي کونکې ماده ده چې په کال ۱۹۷۰ کې د کنترول کړای شویو داروګانو په لست کې شامل شوه.

هیرویین ‌‌‌‌‌‌ډیر تریخ خوند لري چې اکثراً یې د بورې یا پو‌‌‌‌‌‌ډري شیدو سره مخلوطوي. او بل رقم یې نسواري رنګه ماده ده.

په طبابت کې دا مالومه ده چې ستیروید ایمونو سیپریسنت یا د التهاب دفع کولو ماده شمیرل کیږي چې اکثراً د ساه لن‌‌‌‌‌‌ډۍ مرض لپاره کارول کیږي. اکثراً اوپیوید داروګان خپل تاثیر د حجراتو په کچه کوي ځکه په مغز کې د دې داروګانو بیلابیل ریسپتورونو یا اخذی یا انتن موجود دی. طبیعی اوپیوم په بوټو کې پیدا کیږي چې د عصبی سیستم په واسطه په پراخه کچه خپریدای شي. دا دارو درد کموی، د زړه ضربان باندی تاثیر کوي، مخصوصاً د شوک په حالت کې، او انالجیزیک تاثیر یې خورا زیات دی چې د قوي درد په کمولو کې د نیم ساعت نه تر یو ساعت پورې اثر کوي. کیدای شي ژور خفګان یا خوشالی رامنځ ته کړي، ټوخی کموي او که بند نشي د اعتیاد علایم ښکاره کوي، په التهابي مرضونو کې التهاب کموي یا یې په تاخیر اچوي. ستیروید په استما یا ساه ‌‌‌‌‌‌ډوبۍ کې تاثیر لري چې حملې یې کموي او په التهابی حالت کې د ویروس د تکثر مخنیوی کوي خو دا چې څه وخت استعمال شي باید د التهابي حجراتو د کچې څخه د وینې د تست نه وروسته مالوم کړی شي. د کورونا په شدید حالت کې د ناروغ التهابی حجرات بیشمیره زیات شې د استرالیا د میلبورن روغتون پروفیسره جو دوګلاس وایي چې د ستیرویدو ورکول د کورونا ناروغ ته ګټه نه رسوي.

د روغتیا نړیوال سازمان، WHO,  د امراضو د کنترول مرکز CDC, په دې هکله هیڅ کومه مقاله نه لري چې د ستیرویدو کارول دې په کوید نولس کې ګټه ولري، په مخکینیو کرونا ویروسونو کې لکه SARS او MERS کې هم راغلی دی چې هیڅ کومه ګټوره تجربه نه وه، ځکه د مرض په تاخیر کې یې اثر درلود خو د مرګونو شمیره کمه نه وه.

که څوک د حکیم الکوزي دارو مارو خوري او شکر یا د زړه ناروغ وي یا کوم بل دارو خوري نو باید فکر وکړي. د دې دوا نه دوز یا اندازه مالومه ده نه یې تصفیه مالومه ده او کیدای شي د څو موادو مکس اوسي، هغه چې وروسته بیا روږدی یاست نو خدای مو مل شه.

فارمهکوګنوسی  د فارمسی یا دارو جوړولو یوه څانګه ده چې د بوټو او ګیاه نه په دوا کې د کار اخیستلو علم دی ‌، دا د نړۍ په معتبرو پوهنتونو کې شته. په لندن کې کیو ګاردن د همدی بوټو او نبانتاتو د روزلو مرکز دی چې د پوهنتونو سره یو ځای کار کوې. اکثراً انتی بیوتیک هم د بوټو نه جوړ شوې دی مثلاً ریفمپیسین یا د توبرکلوز دارو، خو داسی دوا سم تست، دوز ، ایکسپایری دیت او ساید ایفکت چې  شاید کم اوسی مالوماتو ته ضرورت لرې.

په اروپا کې هم ستیروید ورکول شوې دی خو د ناروغ هغه ستیج مالوم دی چې په وینه کې یې  څومره التهابی حجری موجودی وی چې لس ملی ګرامه ورکړل شې، ځکه که د ویروس د تکثر په دوره کې ورکړل شې نو ناروغ وژنې، یا کومه ګټه نلرې.

که د شکر مرض لری یا ورته نږدی یاست شکر پیدا کوی او که نه روږدی کیږې او یا هم د ه‌‌‌‌‌ډوکې د منرال کموالی رامنځ ته کوی که یی نه کولای نو دا به یی په اروپا کې دومره جانبی عوارض نه درلودای دا د هر مرض عاجل دوا ده. یواځې کم دوز د ای سی یو مریضانو ته نه ورکولای شوې دی چې تراوسه په کوم ساینسی معتبره جورنال کې چاپ وې ندې.

تاسو غواړی چې ټوله کورنۍ مو په تریاکو روږدی شې؟ یا که کوم مشر د شکر یا زړه ناروغه وې د هغه وضیعت وخیم شې، نو مثبت یی ګڼی. عجیبه ده یو ځل ولولئ چې ددوا دوز ولې مهم دی؟  څنګه یو ماشوم ته زر ملې ګرامه پاراسیتامول نشې ورکولای او یو بالغ انسان یی خوړلی شې، ددی په یوه قطره کې به څه وې؟  چیرته تست شوې دې ؟

ایا الکوزی صیب پوهیږی چې دی کې څه دې؟ الکوزی صیب کولای شې چې دا دارو خپل ملکیت اعلان کړې او لابراتوار ته یی ورکړې چې دا تجزیه او تحلیل کړې دی ګې څه دې؟ ایران کې خو خلکو میتاتول هم سکلی وو چې ټول یی جنت ته ولاړل. د روغتیا وزارت داخله وزارت او د مخدره موادو سره د مبارزی ټول چارواکې د ولس په وړاندی مسولیت لری چې ددغه ناورین نه خپل وطنوال بچ کړې.

خپلی او د کورنۍ روغتیا لپاره کرتیکل فکر وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب