شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونههرات کې ترافیکي پېښې د یوې کورنۍ ۸ غړي وژلي یو ژوبل...

هرات کې ترافیکي پېښې د یوې کورنۍ ۸ غړي وژلي یو ژوبل دی

تاند، یکشنبه، د جوزا ۱۱ مه: د هرات چارواکي وایي، په دغه ولایت کې په یوې ترافیکي پیښه کې د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد تاند ته خبر تایید کړی او وایي، دا پیښه تیره شپه د هرات – ادرسکن ولسوالۍ مربوطاتو کې د هرات – کندهار پر لویه لاره شوې ده.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد زیاته کړه چې په قربانیانو کې درې ماشومان ، درې میرمنې او دوه سړي شامل دي.

د هرات د والي ویاند وویل چې ټول قربانیان د کاپیسا ولایت اوسیدونکي وو خو معلومه نه ده چې هرات ته د څه لپاره تللي وو.

نوموړی وایيے یو ماشوم هم په دې پیښه کې سخت ټپي شوی او روغتیایي وضعیت یې ښه نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په لویو لارو ټکرونه او ترافیکي پېښې له ترهګرۍ وروسته د ملکیانو څخه په دویمه درجه کې زیاته قرباني اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی