سه شنبه, جون 18, 2024
Homeجنرال وزیريد وسله والو ځواکونو پیژندنه

د وسله والو ځواکونو پیژندنه

ليکوال جنرال دولت وزیري

د ډیرو لرغونو زمانو را په دیخوا ټولنو او دولتونو د دې له پاره چې د نورو د یرغلونو او بریدونو څخه خوندي وي او د هغوی د بریدونو مخه په ښه ډول ونیسي او یا خپلو مځکو ته پراختيا ور کړي او نورې ټولنې یا دولتونه د ځان تابع کړي، وسله والو ټولګیو ته يې اړتيا درلوده او د دی له پاره به يې وسله والې ډلې جوړولی. په لومړيو وختونو کې به دا ډلې غیر منظمې وې او د اړتیا پر وخت به را ټولیدې.

د غیر منظمو ټولګیو ستونزه دا وه چې دا ډول ځواکونه به ښه سمبال نه وو او د ښوونې او روزنې له پلوه به هم کمزوري وو. ورو ورو انساني ټولنو او په ځانګړې ټوګه کله چې دولتونه را منځ ته شول، د دولتونو سره يو ځاي منظم وسله وال ځواکونه هم منځ ته راغلل. په لومړيو وختونو کې د وسله والو ځواکونو ټولګي ساده وو، یواځې به د پليو او بيا وروسته له سپرو څخه عبارت وه.‌ وروسته په دوی کې ستر بدلونونه را منځ ته شول او بیلا بیل ټولګي په کې جوړ شول.

په ننني عصر کې د ډیرو هیوادونو وسله وال ځواکونه د ځمکنیو، هوائی او سمندري ځواکونو څخه جوړ او ځینې هیوادونه بيا د ځینو ځانګړتیاوو له مخې په خپلو ځواکونو کې یو شمیر نور ټولګي هم لري، لکه د امريکا متحده ایالتونه چې د سمندري ټوپک لرونکو، د ساحلي ګارد، هستوي او کیمیاوي وسلو په نامه ټولګي هم لري. ځینې هیوادونه چې د اوبو سره پولې نه لري، بیا سمندري ځواکونه نه لري.

د وسله والو ځواکونو ټولګي هم د وخت په تیریدو سره بیا له بیلا بيلو ټولګیو څخه جوړ شول، لکه ځمکني ځواکونه چی د پليو، توپچي، راکټي، او زغره والو ځواکونو څخه را منځ ته شول، دوی بیا مرستندویه ټولګي هم لري لکه د مخابرې، انجینیري، تخنيک، موتردار، لوژستیکې او تاميناتې بیل بيل ټولګي.

په هوايې ځواکونو کې هم ستر بدلون را منځ ته شو، په هوايی، مدافعه هوايې او تاميناتې ځواکونو و ویشل شول. مننه
د افغانستان د وسله وال پوځ تاریخ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب