لیکوال: جنرال دولت وزیري
ټول افغانان په دې اتفاق لري چې افغانانو تل په جکړه کې ګټلې ده، خو بیا کله چې مذاکراتو ته ور وړاندې شوي دي د خپلې بې اتفاقي له امله يې بايللي ده.
اوس هم باید د سولې د مذاکراتو په هکله ډیر دقت وشي، چې پخوانۍ تجربې تکرار نه شي. په دی هکله دواړه غاړي، د افغانستان دولت او د طالبانو خوا مسئولیت لري چې د افغانستان ګټې په نطر کې ونیسي او له خپلو شخصي ګټو او د هیواد د دښمنانو له ګټو تیر شئ او خپل تاریخي مسئولیت په سمه توګه تر سره کړي.
وطن محبوب دی زموږ
وطن مطلوب دي زموږ
که يې و نه ساتو له نورو
مخ دی تور زموږ
وطن دی کور زموږ
اوس خو خبره سمه روښانه شوه:
ښاغلی ډاکټر خليل زاد وايي: د افغانستان دولت او طالبان باید په ګډه د داعش مقابله وکړي، ځکه نور داعش زموږ دښمن دی.
افغانانو ته په کار ده چې هوښیار شي او هيواد نور د نورو د ګټو له پاره ونه ځوروي.
زه هر وخت لیکل ځکه کوم چې خپل مسئولیت رفع او هیوادوال د دښمن له دسیسو څخه خبر کړم. مننه