یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeمقالېد کورونا په هکله د حکیم الکوزي درمل پلټنه غواړي؟ 

د کورونا په هکله د حکیم الکوزي درمل پلټنه غواړي؟ 

دوکتور وریښمین سباوون

په ټولنیزو رسنیو او فیسبوک کې د حکیم الکوزي نوم ډیر لاندې او باندې کیږي، ګواکي د کورونا لپاره یې درمل او یا د ده په اصطلاح واکسین جوړ کړي، چې د ډیرو خلکو توجه یې هم جلب کړې ده. نن مې له یوه خپل سره په تیلیفونی اړیکه کې وم چې هغه هم غوښتل حکیم الکوزی ته د درملنې لپاره ورشی. نو پوښتنه دا ده چې څه ډول درمل؟ د درملو محتوا څه شی ده؟ له څه شی نه یې جوړ کړي؟ څنګه یې جوړوي؟ دوا یې مضره ده او که ګټوره؟ دغه ټول اړخونه یې پلټل او څیړل غواړي. د دغو څیړنو مسولیت د عامې روغتیا د محترم وزارت دی.

په ټولنیزو رسنیو کی ځینی خلک ادعا کوي چې حکیم الکوزی د خپلو درملو په جوړونه کی د تریاکو له دانو څخه ګټه اخلي. غواړم چې په تریاکو او دانو یې بحث وکړم.

کوکنار (Poppy)  او ورڅخه جوړېدونکي تریاک (Opium) په خپل ترکیب کی شحمیات، پروتین، نباتی واکس، لاتکس، قندونه، او الکلایدونه لري. الکلایدونه یې مارفین، کوډین، نوسکفرین، تیبایېن، او پاپاویرین دي. دغه الکلایدونه په طبابت کی په خاصو حالتو کې د نارکوتیکو، انلجزیکو، نس ناستی ضد، او خوشحالوونی د موخو لپاره استعمالیږي. الکلایدونه تر ټولو ډیرزیات د کوکنارو د غوزې په لاتکس یا شیره کې وي خو په پاڼو، تنه، ساقه، او دانو کې یې هم پیدا کیږي.

حکومت د کورونا د معالج حکیم الکوزي کلنیک بند کړ، درمل یې ازمايي

په امریکا او غربی نړۍ کې د تریاکو د دانو چای له ډیرې پخوا زمانې څخه رواج دی، او ځینې خلک ترې ګټه اخلي او هم د کوکنارو نامینځل شوې دانې په مارکیت کې په قانوني توګه خرڅیږي. د تریاکو د نامینځل شوو دانو په یو کیلوګرام کې ۱-۲۷۸۸ ملی ګرام مارفین، ۱-۲۴۷،۶ ملی ګرام کوډین، او ۱-۱۲۴ ملی ګرام تیبایېن موجود وي، چې دا مقدار هم کولای شي یو څوک روږدی یا معتاد کړي او د نه موجودیت او یا پریښودو په وخت کې په Withdrawal syndrome  منتج شی، چې مختلف علایم لري لکه اسهال، کانګې، خولې کېدل، تشویش او وسواس، د پوزې بهیدا او نور. د تریاکو په دانو کې د اوپیتو مقدار په اونګ کې په میده کېدو سره ۳۰٪، په پخولو سره ۹۰٪، او په ګرمو اوبو مینځلو سره ۷۰٪ کمیږي. د تریاکو د دانو چای په ۱۵-۳۰ دقیقو کې تاثیر پیلوي یعنی د درد ضد، د ټوځي ضد، تسکین او نور. دغه تاثیرات تر ۸-۲۴ ساعتونو پورېی دوام کوي. د تاثیراتو دوام  یې د تریاکو د دانو د چای له اندازې او هم یې د دانو په نوعی پورې اړه لري.

دا چې حکیم صاحب الکوزی تریاک او یا یې دانی په خپلو درملو کې کاروي او یا نه، څه ډول یې تهیه کوي، او یوه تن ته څومره ورکوي، څیړل او پلټل یې په کار دی. له بل پلوه د کورونا ناروغی د ډیرو زیاتو پیښو اعراض او علایم نه وي او یا ډیر خفیف وي، نو له دې امله د حکیم الکوزي د درملو خوړل او یا څښل که تاریاک ولري ممکن د خلکو د ژر رغیدو باور خپل کړي. خو حقیقت دا دی چې ناروغي په ځنو خلکو کې ممکن د اوو ورځو په موده کې او یا ترې وروسته وخیمه شي. له بل پلوه په اعتیاد برسیره ډیرې نورې ناروغۍ هم شته چې هلته د الکلایدونو استعمال منع دی، د دغو ناروغیو پیژندل هم د حکیم صاحب الکوزي له وسې لوړه خبره ده. د عامې روغتیا وزارت باید په ډیر احتیاط سره اقدام وکړي، پلټنې وکړي، چې خدای مه کړه د کورونا څخه له رغیدو وروسته مو ډیر خلک په تریاکو معتاد نه شي، او که د الکوزي صاحب درمل مضر توکي وه نه لري او  موثر وي، د نوښتونو مخه ډب نه شي او خدای مه کړه چې د تقدیر پرځای تحقیر نه شي.

حکومت د کورونا د معالج حکیم الکوزي کلنیک بند کړ، درمل یې ازمايي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب