Homeخبرونهد افغانستان روغتونونو کې له لیرې څخه (ټیلي میډیسن) د درملنې خدمات...

د افغانستان روغتونونو کې له لیرې څخه (ټیلي میډیسن) د درملنې خدمات پیل شول

تاند، یکشنبه، د جوزا ۱۱ مه: د کابل په جمهوریت روغتون کې د لومړي ځل لپاره له ليرې درملنه یا ټیلی میډیسن اسانتیا پیل شوې او دوه نورو روغتونو کې به هم پیل شي.

د افغانستان د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې یا اترا مشر عمر منصور انصاري نن یکشنبه په کابل کې د روغتیا وزارت له مرستیال سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، د ټیلیمډیسن بهیر به په درېیو روغتونونو د کابل جمهوریت روغتون، پکتیکا او سمنګان کې پلی شي چې دا پروژې نن په یادو روغتونونو کې پیلېږي او لګښت یې ۶۶۳ زره ډالره دی

نوموړي زیاته کړه: “دویمه پروژه، په لسو ولایتونو کې له ۲۷ نقاطو سره د فایبر نوري د کېبل تړل دي چې دا د عامې روغتیا د ریاستونو په ګډون لس روغتونونه سره رانغاړي او همدا راز ددې نوري کېبل له لارې په کابل کې هم ۷ روغتونونه سره تړل کیږي چې لګښت یې دوه نیم میلیونه افغانۍ کېږي.”

ښاغلي انصاري زیاته کړه، د ټیلي میډیسن په پلي کولو سره به په هېواد کې خلکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي او د بودیجې په لګښت کې به شفافیت هم رامنځته شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا مرستیال وزیر وحید مجروح وایي د ټیلي میډیسن وړاندې کول د روغتیايي سکتور لپاره ګټور دي.

نوموړی زیاتوي، که څه د ټول هېواد په کچه نه دی خو د ښې درملنې لپاره به ښه پیل وي.

د افغانستان د عامې روغتیا مرستیال وزیر وايي، له بده مرغه د کورونا وېروس لمن پراخېږي او په ټکو یوازینی هیله یې له خلکو دا ده چې روغتیايي سپارښتنې جدي ونیسي چې کولی شي په درې-څلورو اونیو کې د دې وېروس لمن راکابو کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...