سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهسعودي عربستان د کډوالو راستنېدو لپاره افغانستان سره ۳۰ میلیونه ډالر مرسته...

سعودي عربستان د کډوالو راستنېدو لپاره افغانستان سره ۳۰ میلیونه ډالر مرسته کوي

تاند، یکشنبه، د جوزا ۱۱ مه: د ماليې وزارت، له سعودي عربستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمشنرۍ سره د افغان مهاجرو د داوطلبانه بیرته ستنيدو په برخه کې د ۳۰ میلیونه ډالري مرستو او همکارۍ يو هوکړه ليک لاسليک کړ.

د ماليې وزارت لخوا تاند ته په يوې استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دغه هوکړه ليک د افغانستان د ماليې سرپرست وزير عبدالهادي ارغنديوال، په کابل کې د سعودي عربستان له سفير محمد الخالدي او په افغانستان کې د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ له مشرېکرولاين وينبیورن سره لاسليک کړ.

د وزارت په قول د دغه هوکړه لیک يا تړون لګښت ۳۰ ميلیونه ډالر دی چې عملي چارې به يې په څو پړاوونو کې ترسره کيږي.

په دغه پروګرام کې به هغو افغان مهاجرو لپاره چې بيرته خپل هيواد ته ستنيږي، د روغتيا، تعلیم او زيربنايي برخو کې ګټورې پروژې پلې کيږي.

په لومړي پړاو کې د ۱۰ ميليونو ډالرو په ارزښت د افغانستان په ۱۲ ولايتونو کې د ۷ روغتيايي مرکزونو جوړيدل، په ۸ ولایتونو کې د ۱۳ بابه ښوونځيو جوړيدل او د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د ۱۱ زیربنايي پروژو تطبيق شامل دی چې دغه پروژې به د ۲۰۲۱م کال تر پايه پورې تطبیق کيږي.

يادې پروژې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ له خوا مخته وړل کيږي چې د ملي بوديجې له چوکاټ څخه بهر، د سعودي عربستان د انکشافي صندوق له خوا تمويليږي.

د ماليې وزارت د خبرپاڼې په يوه برخه کې په کابل کې د سعودي عربستان د سفير، جاسم الخالدي له قوله راغلي دي: ((موږ د یو باثباته او هوسا افغانستان غوښتونکي يوو، افغانستان سره زموږ مرستې په څو برخو کې ادامه لري. نننۍ مرسته مو، افغانستان ته د افغان کډوالو د باعزته بيرته ستنيدو په برخه کې ده.))

د ماليې وزارت ټينګار کوي چې د افغانستان حکومت، هيواد ته د افغان مهاجرو د با عزته بیرته ستنيدو غوښتونکی دی او هڅه کوي چې په دې برخه کې لازمې زيربناوې تامين کړي.

سعودي عربستان د نړۍ په سطحه له افغان کډوالو سره د تر ټولو لویو مرسته کوونکو هیوادونو څخه شمیرل کيږي، خو دغه هيواد اړمنو کسانو ته پناه نه ورکوي، چې دليل يې د سعودي عربستان د سياسي جوړښت او قوانينو له څرنګوالي سره تړاو لري.

1 COMMENT

  1. دیر شه کار شوی که مهاجر فه درانه شکل خفل وطن ته لار شی شه اقدام ده خو که نقدی روفی کورنی ته ورکرل شی دابه کامیابه فروسه وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب