دوشنبه, مې 6, 2024
Homeټولنیزځانګړی او ملي هويت | داکتر نوراحمد خالدي

ځانګړی او ملي هويت | داکتر نوراحمد خالدي

ژباړن: سیلاني
انسانان نفوسي (د موګرافيکي) هويت ته پۀ کتو پۀ بېلابېلو ډلو وېشل کيږي او يو لۀ بله يې توپير کيږي. کۀ چېرې موږ پۀ ټولنه کې لۀ کوچني واحد (غړي) څخه پيل او تر ټولو لوی واحد (انسان يا بشريت) باندې يې پای ته ورسو، لکه څنګه چې ښاغلی سيف فاضل ګروهمن دی، چې يو انسان د بېلابېلو هويتونو درلودونکی دی، لکه:
ځانګړی هويت (حمد/ ناهيد… )، جنسي هويت (نارينه / ښځينه )کورنی هويت ( شريفي، اميري… )، ديني هويت (مسلمان،هندو ، عيسوي…)، مذهبي هويت (سني / شعيه…)، سيميز هويت (د همزنګي/ شهرنوي…)، ښاري هويت (چاريکاري/ کندهاري، هراتي …)، سمتي هويت ( قطغني/ پکتياوال …)، قومي هويت ( پښتون، تاجک، هزاره…) ملي هويت ( افغان، جرمن، روس…) قاره يي هويت ( روپايي، افريقايي …)، جيوپوليتيکي هويت (شرقي، غربي …) نژادي هويت (سپين، تور…)، طبيعي هويت ( انسان ) ….
 دا پۀ داسې حال کې ده، چې  د پښتون، تاجک، هزاره او ازبک… قومي هويتونه پۀ خپلو کې دوينو اړيکې لري. د ملي هويت ( افغان ، روس جرمن …) درلودل د يو کس تابعيت يوې ځانګړې سياسي جغرافیې او هېواد پورې تړي.
پۀ اوسني عصر کې د نړۍ ټول هېوادونه دبېلابېلو ټبرونو څخه جوړ شوي دي. پۀ دغو هېوادونو کې يو شمېر داسې هېوادونه هم شته چې نومونه يې د هماغه هېواد د لوی ټبر پۀ نوم نومول شوي دي، لکه : ترکان، روسان، هنديان، فارسيان، انګليسان….
1. پۀ ۱۷۸۲م کال د تيمورشاه د واکمنۍ پر مهال، جورج فوستر د افغانستان څخه د تېرېدو پرمهال د افغانستان هېواد او ملت يادونه کړې ….( جورج فورستر، مسافرت از بنګال به انګلستان از طريق شمال هندوستان، و افغانستان، فارس او روسيه، چاپ لندن، ۱۷۸۹ م )
2. پۀ ۱۷۸۹ م کال د قاجاري دولت لوی وزير پۀ خپل يو رسمي مکتوب کې دافغانستان د نوم يادونه وکړه،( صديق فرهنګ، افغانستان در پنج قرن اخير )
3. پۀ ۱۷۸۹ م کال د شاه زمان لوی وزير؛ وفادار خان، د قاجاري دولت دلوی وزير د رسمي مکتوب پۀ ځواب کې د افغانستان د نوم يادونه کړې. ( صديق فرهنګ،افغانستان در پنج قرن اخير)
4. پۀ ۱۸۸۰ م کال د انګليسي او قاجاري دولت ترمنځ پۀ يو تړون کې د افغانستان هېواد يادونه شوې ده، ( محمود محمود، تاريخ روابط انګليس با ايران در قرن نزدهم )
5. پۀ ۱۸۰۹ م کال الفونستون د افغانستان هېواد څخه يادونه کړې.(مونتستوارت الفونستون، ګزارش سلطنت کابل و قلمروهای تابعه ان در فارس، کشمير و تاتاری ، چاپ لندن ۱۸۴۲ م)
6. پۀ ۱۸۳۷ م کال قاجاري شاه د هرات د محاصرې لۀماتې وروسته پۀ خپل منشور کې د افغانستان هېواد يادونه کړې. (محمود محمود، تاريخ روابط انګليس با ايران در قرن نزدهم .)
7. پۀ ۱۸۳۸م کال د برطانوي هند وايسرای د افغان او انګليس لۀلومړۍ جګړې څخه مخکې د افغانستان نوم ياد کړی دی. (صديق فرهنګ، افغانستان در پنج قرن اخير) او همدارنګه
8. د عثماني ترکيې د سياسي جغرافيې پۀ نقشه کې چې همدا اوس هم د استانبول پۀ موزيم کې خوندي ده، د ابدالي افغانستان د امپراطورۍ يادونه شوې ده.
 مګر پۀ افغانستان د ننه نورو ټبرونو يا اقوامو پښتونو ته « افغان » او هېواد ته يې (د کابل لۀ جنوب څخه تر سند دريا پورې) د افغانستان نوم کارولی دی . دا ډول برداشتونه د سيف هروي (کتابهای تاريخچه هرات ) او د ظهر الدين بابر (بابر نامه) کې چې د بابر د زمانې پېښې  (د ۹۳۶ تر ۸۹۹ کلونو پېښې ) پۀ کې منعکس شوي دي، هم يادې شوې دي .  همدارنګه د کابل پۀ دربار کې د حبيب اللۀخان تر واکمنۍ پورې پښتو ژبه د افغاني ژبې پۀ نوم يادېده. دا پۀ داسې حال کې ده چې پښتانۀ خپل ټبر ((پښتانۀ، پختانۀ )) او خپله ژبه ((پښتو يا پختو)) نوموي، خو دافغان کلمې عموميت ته پۀ کتو، پښتانۀ دا کلمه د خپلو پېژندنو لپاره هم کارولې، کره بېلګه د خوشحال خان خټک او رحمان بابا پۀ شعرونو کې ليدلی شو.
لۀ سيف فاضل څخه پۀ فېسبوک کې نقل شوي دي؛ ((د افغان لۀ کلمې سره د نسبتي (ی) کارول د ګرامر پۀ لحاط؛ هر هغه څيز يا شی چې افغان پورې تړلی يا نسبت ورته ورکول شوی وي. مګر ددې کلمې نسبت اشخاصو ته ناسم کار دی، د افغان لغت يو خاص نوم او فاعلي صفت لري. د افغانستان لۀکلمې سره د نسبتي (ی) لۀ يوځای کېدو افغانستاني کلمه لاسته راځي، دا هم همدارنګه هغه څه چې افغانستان ته يې نسبت شوی وي. افغانستانی يا افغانی هغه چاته ته ويل کيږی، چې لۀ بهره د افغانانو لۀخاورې سره اړيکه يا هم نسبت ولري. يعنې دا خاوره اصلآ د افغانانو ده. مګر افغان نه يم، ناچاره نوموړو وګړو او هېواد سره يې د اړيکې پۀ درلودو او نسبت اعتراف کوم.
د افغانستان د وګړو ملي او قومي هويت په ۲۰۰۳ م کال دنافذ شوي اساسي قانون پۀ ۱۴ ماده کې داسې پېژندل شوی دی ؛ (( ملي حاکميت پۀ افغانستان کې افغانانو پورې اړه لري، چې کله يې پۀ مستقيمه توګه او کله يې هم د خپلو استازو پۀ واسطه کاروي. د افغانستان ملت د هغو وګړو څخه عبارت دی؛ چې د افغانستان تابعيت ولري. پۀ افغانستان کې شته اقوام عبارت دي له: پښتانۀ، تاجک، ازبک، هزاره، پشه يي، نورستاني، ايماق، عرب،بلوچ،ترکمن، قرغز، قزلباش، ګوجر، براهوي… د افغانستان هر وګړي ته د افغان کلمه کارول کيږي. ))
لکه څنګه چې ليدل کيږی، دوګړو قومي هويت پۀ اساسي قانون کې خوندي دی، د ملي هويت بنسټيز شرط د افغانستان تابعيت دی،نه کوم قومي عنصر. نو پۀ دې اساس تر کومه چې ددې خاورې نوم افغانستان دی، بې لۀ شکه وګړي يې هم افغانان دي. پۀ دې برخه کې د افغانستان داساسي قانون څخه سترګې پټول او همدارنګه هر ډول نورې قومي هڅې بې پايلې دي، چې داکار پرته لۀ کرکې او ستونزو بل څه نه  زېږوي .
اخذ لیکونه
۱ – (جورج فورستر، مسافرت از بنګال به انګلستان از طريق شمال هندوستان،و افغانستان، فارس او روسيه، چاپ لندن، ۱۷۸۹ م)
۲- (صديق فرهنګ، افغانستان در پنج قرن اخير )
۳- (محمود محمود، تاريخ روابط انګليس با ايران در قرن نزدهم )
۴- (مونتستوارت الفونستون، ګزارش سلطنت کابل و قلمروهای تابعه ان در فارس، کشمير و تاتاری، چاپ لندن ۱۸۴۲ م)
۵- د عثماني ترکیې دسیاسي تاریخي جغرافیې نقشه
۶-د سيف هروي اثر (کتابهای تاريخچه هرات )
۷-د ظهرالدین بابر (بابر نامه)
۸- د افغانستان اساسي قانون…
۹- سیف فاضل…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب