پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+غور کول _ محمد مصطفی سمون

غور کول _ محمد مصطفی سمون

 سره مطابق وڅیړل شي. هر انسان له موضوع، پېښو، پدیدېدو او حالاتو بېلابېل تعبیرونه لري، چې په دې کې د ټولنې ټول اړخونه شاملېدای شي، دا ځکه پورته یاد شوي موارد د هرې ټولنې د لید له زاویې ښه څېړل کېدای شي او هر فکر د انسان په ذهن باندې اغېز لري. راځﺉ په هغو مرحلو باندې غور وکړو، چې په تېر کې ورسره مخ شوي وو؛ خو تېر زموږ د حال او راتلونکي لپاره یو منسجم پلان دی. که د لید زوایې مو په تېر باندې له څو اړخونو وي؛ نو هله پوهېدای شو، چې هغه مهال څومره د اوس او راتلونکي سره تړاو لري. انسان هر څه ته د خپلې زاویې گوري، همدا کتل هم په مختلفو مرحلو کې ترسره کوي. له حالاتو سره د همغه وخت له شرایطو سره سم برخورد کول به مو د یوې نوې لارې او نوي اړخ په پرانیستلو کې لارښودي تگلاره شي، همداسې به د هرې پېښې او پدېدې پر وړاندې له غور څخه کار اخیستل وي؛ ترڅو له تېر، حال او راتلونکو غوښتنو او فرصتونو ته د منطقي تگلارې لپاره په عملي لارو چارو باندې غور د خپل ځان او نورو د ډاډه کولو لپاره یو مثبت غولی اوارول دي، چې هر سړی په ځان د اطمینان فکر خور کړي او داسې وانگیري، چې ټولنه په ښو مستدللو افکارو ورځ تر بلې ډاډمنه کېږي او انساني ارزښتونه په ښه توگه پالل کېږي. موږ کله هم په خپل ژوند، خبرو، کړو او په داسې نورو برخو بیا غور کله هم نه دی کړی، چې ځان، کورنۍ او ټولنیز تدبر ته یوه د اگاهۍ لار پرانیزو، چې دا درس پکې وي هر انسان کولای شي په خپل تېر او حال باندې یو غور وکړي؛ ترڅو راتلونکی یې داسې لارې ته سیخ شي، چې نور ترې د ژوند کولو او پاللو هنر زده کړي او دا ثابته کړي، چې په هر څه غور کول په کورني او ټولنیز ژوند مثبت اغېز پرېباسلی شي او د ټولنې نورو وگړو ته الهام وربښلی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب