جمعه, اپریل 19, 2024
Home+امیب کومې تاروغۍ پیدا کوي؟

امیب کومې تاروغۍ پیدا کوي؟

د آمیب نښې کومې دي؟

د امیب تشخیص او درملنه څنګه کولای شو؟

آمیب یو پرازیټ دى چې د سیست یا په ساده ژبه د آمیب د هګۍ په بڼه په ناپاکو اوبو یا نیم پاخو خوړو له لارې بدن ته ننوځي او بلاخره د بدن په غټو کولمو کې ځای پر ځای کېږي.

د امیب نښې

۱ – د نس درد، د نس باد او قبضیت؛

2 – په آمیب آخته ناروغان د څلوریشتو ساعتونو په اوږدو کې ممکن یو ځل ‌‌‌‌‌‌ډکې متیازې وکړي او هغه هم د نس له دردونو سره مل وي؛

۳ – مړه تبه، د زړه بدوالی، د مقعد دردونه او په ‌‌‌‌‌‌ډکو بولو کې د بلغم موجودیت، په ‌‌‌‌‌‌ډکو بولو کې د وینې موجودیت او اسهالات؛

۴ – که چیرې د آمیب ناروغي نسبتاً ځڼډنۍ شي، نو ناروغ بیا بار بار تشناب ته د ‌‌‌‌‌‌ډکو بولو لپاره ځي او ‌‌‌‌‌‌پر دې حالت کې د وینې شتون په ‌‌‌‌‌‌ډکو بولو کې ممکن دی؛

۵ – په تدریجي توګه د وزن او اشتها کمېدل.

د آمیب تشخیص

۱ – د ‌‌‌‌‌‌ډکو بولو مایکرسکوپي معاینه؛

۲ – په ‌‌‌‌‌‌ډکوبولو کې د آمیب د آنټیجن شتون؛

۳ – کولونسکوپي.

نوټ: د آمیب لپاره د کولنسکوپۍ معاینه کې باید له enema استفاده ونه شي.

د آمیب بدې پایلې

۱ – د غټو کولمو زخم؛

۲ – کم خوني؛

۳ – د نس دوامداره دردونه؛

۴ – امیبوما: کله چې آمیب د غټو کولمو داخلي دېوال سره ونښلي او ځای پر ځای شي، نو د ګرنولوما ‌‌‌‌‌‌ډوله کتله جوړوي چې د غټو کولمو د بندېدو سبب ګرځېدلی شي؛

۵ – د غټو کولمو سرى کېدل.

د امیب درملنه

له بشپر تشخیص څخه وروسته د آمیب ضد درمل باید لږ تر لږه د پنځو ورځو لپاره وکارول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب