جمعه, اپریل 26, 2024
Home+د شاتو مچیو زهر د سینې سرطان درمل کېدای شي

د شاتو مچیو زهر د سینې سرطان درمل کېدای شي

ژباړه: نسیمه

په یو لړ څېړنو کې څرګنده شوې چې د شاتو د مچیو زهر کېدای شي د سینې سرطان چې د سرطان د خطرناکو ډولونو څخه دی او ښځې پرې ډېرې اخته کېږي، له منځه یوسي.

دا څېړنه، چې د لوېدیځې استرالیا پوهنتون څېړونکو د هري پرکینز څېړنیزې موسسې په مرسته کړې، ښيي چې د شاتو مچیو زهر د سینې د سرطان بريد کوونکې حجرې په ډېره چټکۍ له منځه وړي.

د څېړونکو د دغه څېړنې پایلې په Proceeding of tha National Academy of Sciences معتبره نړیواله مجله کې څرګنده کړه، چې د شاتو د مچیو زهر کولای شي منفي درې ګونې د سینې سرطان او د HER2 سره غني شوې سرطاني حجرې له منځه یوسي.

دې څېړنې ښودلې، چې د ملیتین په نامه یو ډول کوچنی پپتید، د شاتو د مچیو په زهر کې شتون لري، چې د سرطان ضد اغېز لري.

د څېړونکو په وینا، ملیتین په صنعتي ډول هم تولیدولای شو او د دغه ترکیب کیمیاوي بڼه هم، د طبیعي ډول په څېر یې د سرطان ضد اغېز لري.

د دې څېړنې پر بنسټ، ملیتین یوازې په ۶۰ دقیقو کې، د سرطاني حجرو غشا په بشپړه توګه له منځه وړي. پر دې سربېره ملیتین د ۲۰ دقیقو په لړ کې د سرطاني حجرو د کیمیاوي پیغام رسوونکو کارېدونکو موادو د کمښت لامل ګرځي، چې د دغه حجرو د ودې او وېش لپاره اړین دي. د څېړونکو په وینا، د شاتو د مچیو په ځانکړې اندازه زهر ۱۰۰% کولای شي سرطاني حجرې نابودې کړي او په سالمو حجرو منفي اغېز، حد اقل ته ورسوي.

څېړونکو موندلې، چې ملیتین کولای شي په هممهاله توګه د کیمیاوي معمولو درملو لکه، دوسه تاکسل، چې په تاکسوتر سوداګریز نامه سره بازار ته وړاندې کېږي، د تر ټولو خطرناک یانې د سینې سرطان د درملنې لپاره وکاروي.

اوس څېړونکي په هڅه کې دي، چې سرطاني حجرو ته د ملیتین د کارولو تر ټولو مناسبه طریقه او همدارنګه يې په بدن کې د زهرجنتیا لوړه کچه په نښه او وپېژني.

د شاتو د مچیو د زهرو په اړه لومړني راپورونه په ۱۹۵۰م کې د Nature په مجله کې خپور شو، چې د شاتو مچۍ، په بوټو کې د تومور وده کمه کړه. اوسمهال یوازې دوې لسیزې کېږي، چې په سرطاني حجرو د شاتو د مچیو د زهرو ښه اغېز سره لېوالتیا زیاته شوې ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب