تاند:( چارشنبه، د حمل ۲) د سعودي عربستان رسنیو د مسجد الحرام په حواله اعلان کړی چې د روژې مبارکې میاشت لیدل شوې ده.
د راپورونو له مخې، سبا پنجشنبه د حوت ۳مه د روژې له لومړۍ ورځې سره برابره ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو حاکمې ډلې هم د سپوږمۍ لیدو لپاره نوې ډله جوړه کړې ده.
دوی تر اوسه د سپوږمۍ په لیدلو نه دي توانیدلي.
تېر کال طالبانو له سعودي عربستان څخه یوه ورځ وروسته روژه اعلان او اختر هم ورڅخه یوه ورځ وروسته وکړ.