پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د متن سَمَوَنه (سمه ونه) / وحیدالله مومند

د متن سَمَوَنه (سمه ونه) / وحیدالله مومند

استاد عبدالسمیع وحدت په خپل کتاب سمونې لارښود کې لیکلي« لیکنه بې‌باکه وکړئ، خو سموونه يې پر پام وکړئ».

     هر انسان په درون کې له ژوند ډېرې کیسې د بیانولو لپاره لري، خو دا ټول په مناسب شکل نشي بیانولی. له هر څه دمخه دوی باید د لیکلو له هنر سره ځان بلد کړي او له لیکلو وروسته په سموونه باندې ماهر وي. انساني تجربې ګډې دي او هماغه ده چې لوستونکی کله د یوه لیکوال کیسه اوري نو فکر کوي، د دوی د ژوند کیسې یې لیکلي او په منظم ډول یې بیان کړي. لیکوالي یو هنر دی او سموونه د دې هنر مهارت دی. موږ ډېر کسان په خپله ټولنه کې وینوو، چې دوی ډېر ښه موضوعات لیکي، ډېرې ښې لیکنې کوي، خو د سمې سموونې نشتون یې ټوله لیکنه بې خونده کړي وي. په لیکنو کې د ګرامري قواعدو نه شتون لیکنه بې هویته معرفي کوي. د یوې لیکنې ارزښت د هغې په سموونې پورې اړه لري او هره ښه سموونه د یوه ښه لیکوال له تجربو سره تړلې. که تاسو د خپلو لیکنو سمه سموونه وکړئ، نو لوستوونکي به ستاسو له هرې جملې خوند اخلي او لیکنې به مو له تلوسې ډکې وي. په کمو، مهمو او لنډو جملو کې د یوه پیغام لېږد د غوره لیکنې یو ډول دی. اوسني لیکوالان هڅه کوي چې په کمو کرښو کې ډېر پېغامونه ولېږدوي. په ادبیاتو کې موږ باید ځینې کیسې داسې ولیکو، چې وروستی پیغام یې باید لوستونکی له خپل ذهن خپله واخلي، د بېلګې په ډول، مخکې د یوې کیسې د بد کرکټر شخصیت به د کیسې تر پایه بیانېده، خو اوس یوازې د بد کرکټر کیسه بیانېږي او د هغه په اړه وروستی قضاوت د لوستونکي ذهن ته پرېښودل کېږي. په دې سره هم د لوستونکي وخت غنمیت کېږي او هم مو د لیکنې خوند ساتل کېږي. د متن د سموونې لپاره د محتوا له مخې لومړی لنډون مهم دی.

د لویو جملو پر ځای د لنډو کارول لیکنه ګټوره معرفي کوي، دا داسې مثال لري چې یو څوک کار ځای ته په غرونو کې راتاو شي او که مخامخ پرته له کوم جمپ او خنډ څخه لاړ شي، خو معلومه ده چې هر څوک په کږلېچونو کې ځان لوبول نه غواړي او د ژر رسېدو تږي دي. هر کله چې تاسو د یوه کتاب، مقالې او یا لیکنې متن ایډېټ کاوه، نو لومړی یې جملې د امکان تر حده دومره لنډوئ چې اصلي موخه او پیغام يې ورک نه شي. د بېلګې په توګه یو متن لیکم:« په کوټه کې یوازې وم، زړه مې ډېر تنګ وه، غوښتل مې هغې ته یو لیک ولېږم او د خپلې تېروتنې بښنه ورڅخه وغواړم، خو زړه مې خپل غرور نه ماتوه».  همدا متن موږ د دویم ځل لپاره داسې سموو. « یوازې وم. غوښتل مې هغې ته د بښنې لیک ولېږم، خو د زړه غرور مې اجازه را نه کړه». ښايي دا جملې تاسو له ما هم ښې را لنډې کړئ، خو ما یوازې د لنډون یوه بېلګه تاسو ته ولیکله، چې کولای شوو ټول اضافي څیزونه ترې وغورځوو او جملې په لنډون ښکلې کړو.

بله مهمه خبره په لیکنو کې د ګرامري قواعدو په پام کې نیول دي. د راوي د سیمې، ځای، وینا په تړاو زماني او مکاني ځایونه په پام کې نیول، د ټکي، کامې، سیمیکولن، ندایې، نمیه فاصلې او پښتو یاګانو مناسبه کارېدنه د لیکنې ظاهري ښکلا ډېروي. نن سبا په ډېرو رسنیو کې لیکل کېږي چې« د بلخ چارواکي وايي:….» چې دا وايي یې له زمانې پلوه حال جاري زمانه ده او دلته ناسم لیکل شوی، ځکه چې وايي همدا مهال عیني وینا ده، خو دلته ترې مراد لنډه تېره شوې زمانه ده، نو غوره ده چې په تېر مهال کې د یو چا خبرې داسې ولیکل شي.« د بلخ چارواکو ویلي:…». د وايي پر ځای ویلي ولیکئ. همداسې زماني قیود په نظر کې نیول متن د دقت لوري ته اړوي او د پيغام لېږد بشپړوي. د متن په سموونه کې بل تر هر څه مهم څیز چې د پيغام د لېږد لپاره اړین بلل کېږي د ګرامر په مناسبه بڼه کارول دي. د ګرامري نښو، علامو، سمبولونو او یاګانو مناسب او پر خپل ځای کارېدنه د لیکنې ارزښت ډېروي، د دغو نښو د سمونې لپاره پام کول د متن د پيغام وضوح زیاتوي او له املایي اړخه یې تېروتنې کموي. موږ ډېرې لیکنې وینوو، چې ګرامري اصول پکې نه دي مراعت شوي، له همدې له امله یې خپل ارزښت له لاسه ورکړی وي او لوستونکو ته جذابه او مهمه نه برېښي. هر کله مو چې سمونه کوله نو د سمبولونو استعمال ته یې په دقت پام کوئ.

په لیکنه کې ټولې بې مانا او بې رابطې اړیکې سره لرې کړئ. لیکنه بیا بیا ځلې له ځان سره ولولئ، که ابهام او د پیغام په لېږد کې یې ستونزه درلوده، نو تیارو اړخونو ته یې روښانه او ساده کلمې پيدا کړئ.

په لیکنې کې د پښتو ژبې قواعد په نظر کې ونیسئ. فاعل، مفعول او فعل یې وپېژنئ. د جملو تسلسل، د پارګرافونو او لیکنښو سمه کارونه لیک ته لا ډېره ښکلا ورکوي. د پاراګرافونو او موضوعاتو وېش سره تنظیم کړئ. تاسو به لوستي وي چې کره کتنه د بیا لوستلو پایله ده، نو په همدې اساس هر څومره چې تاسو بار بار د یوه متن لوستل کوئ، په همغه اندازه تاسو معیاري او مناسب متن ايډېټ کوئ. د متن ښکلا په شکل او معیار کې ده. رواني‌والی، خوږ‌والی او د ښو لغاتونو کارول پکې د ظرافت ښکارندوي کوي. د موضوعاتو په لړ کې د محتوا تر منځ د اړیکو پرېکون هم مه هېروئ. هر کله چې غواړئ متن سم کړئ، نو یوه موضوع له بلې بېله کړئ او تر منځ یې واټن روښانه کړئ. د موضوع او محتوا تر منځ روان او اړونده متن سره یو ځای کړئ. داسې هم کولای شئ چې د موضوعاتو په وېش کې له لویو موضوعاتو، کوچنیو ته راشئ یا له کوچنیو څخه لویو موضوعاتو ته ترتیب جوړ کړئ. په ټوله مانا یو متن پرته له سموونې هېڅ ارزښت نه لري، نه لوستونکي لري او نه هم د باور وړ وي. د ښه او بد لیکوال توپير یوازې په سموونې کې دی، ښه لیکوال خپل متن ښه برابروي، متني اصول په نظر کې نیسي، هره لیکنه کې کوښښ کوي له خپله لیکنه یې له بلې ښه وي. د نورو لیکوالانو له لیکنو یې زده کوي او همداسې لیکل کوي، چې د وخت په تېرېدو یو ښه لیکوال ترې جوړېږي او خپلې ژبې ته په تولید بدلېږي.

«لیکوال په اوس زمانه کې ستا کیسه بیانوي، تاریخ یې ثبتوي او راتلونکي خلک ورڅخه تل‌پاتې ګټه اخلي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب