سه شنبه, مارچ 19, 2024
Homeخبرونهله ط مبلغینو د مجاهد غوښتنه؛ د چا سپکاوی مه کوئ

له ط مبلغینو د مجاهد غوښتنه؛ د چا سپکاوی مه کوئ

تاند:( چار شنبه، د حمل ۲) په داسې حال کې، چې د طالبانو تبلیغاتي ډلې په پرله پسې ډول په ټولنیزو او نورو رسنیو کې په پراخو سپکونکو تبلیغاتو تورنیږي؛ د دوی د رژیم عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد په کندهار کې خپلو یو ډله مبلغینو سره غونډه کې غوښتنه کړې، چې نور دې چا ته سپکاوی نه کوي.

د کندهار لپاره د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي، چې مجاهد خپلو دغو مبلغینو ته د خپل رژیم پالېسي هم تشریح کړې، خو سرچینې د دغې پالېسۍ ټکي نه دي روښانه کړي.

مجاهد خپلو تبلیغاتي کسانو ته ویلي:(( دقیق، معقول او منطقي دلايل وړاندي کړئ، هيڅکله چاته سپک الفاظ مه کاروئ، د مخالفو کسانو جوابونه په نرمه لهجه ورکړئ، د افوهاتو او درواغو په مقابل کي کره او اصلي معلومات وړاندې کړئ.))

مجاهد پر ځینو طالب مشرانو د دوی د مبلغینو وروستیو کنایوي نیوکو ته په اشارې ویلي، چې په نا مستقیمه توګه دې هم پر خپلو مشرانو نیوکې نه کوي؛ بلکې اطاعت دې ورڅخه وکړي.

9 COMMENTS

  1. د تالبیزم اساس او ټول نظام په دروغو، منافیقت ، سپورو سپکو، وحشت، تور جهالت او ځورونو او افغاني او پښتونولۍ ارزښتونو سره په کلکې دښمنۍ ولاړ دی او ملاتړي يی هم همدا لاره تعقیبوي.
    د بیلګي په ډول د تالبانو د لوړو او ټولو زده کړو دښمن وزیر د پټاوونو جاهل ملا هغه افغانان واجب القتل بولي چی په دوۍ نیوه کي کوی او ددې جاهلانو او وحشی ځناورو د وحشت او تور جهالت نه پرده پورته کوی. نو د تالبانو چڼی چی د خپلو مشرانو اطاعت ورباندی فرض دی باید ددوۍ اوامر ومني او ددې جاهلانو د قتل فتوي عملی کړی.
    همدغه راز خپله مجاهد د ارګ ددروغو د تریشل لقب ګټلي او داسی دروغ بادوي چی شیطانان به هم د الله د لعنت له ویری ددې لوی دروغجن له خوا وتښتي.

    تر اوسه مونږ د تالبانو په عمل کی د پیغمبری اخلاقو او د عمری عدالت هیڅ ډول نښی نښاني ندی لیدلی بلکه ټولی کړنی يی ددوۍ خلاف دی او د منافیقینو ښکاره نښی پکی لیدل کیږی.

    یوازی تشی خبری او دروغجن تبلیغات او شعارونه په نني عصر کی یوازی ډیر لږ خلک تیریستلی شی.

  2. ته خو د مجاهد یو دروغ د بیلګې په ډول راوله کله او چیرته.
    منافقت نور څه وی

    • طالب ګله ولې لمر په دوه لاسونو پټوې مجاهد صیب پدی یونیم کال کی د پنځوسو ځلونه زياد د نجونو د زده کړی په مورد کی په درواغو ویلي چی کار ورباندی روان ده ، کارورباندی روان ده …..
      دا دی اوس حمل هم راورسید دا څه رقم کار ورباندی روان ده چی دا نولسو میاشتو کی نه خلاصیږي ايا یوڅوګ چې ځانله بسلمان هم وائي فکر نه کوي په لس هاو ځله خلکو ته درواغ ویل د اسلام د مبارک دین له لارښوونو خلاف کار دی ؟

  3. د تخلصونو کیښودل هم دجمهوریت یوه لویه لاسته راوړنه وه البته چا کې به چه د څه کمۍ وه همغه به یی په تخلص پوره کولو.

  4. زیړګله وروره ستا مطلب د مجاهد صاحب وعده ده.
    ورورکه لږ غوندې صبر وکړه که د الله خوښه وه ټول مکتبونه پوهنتونونه به خلاص شی.
    د شل کلن اشغال ولی ډیرې په ژورو دی.
    وخت ته اړتیا ده.
    صبر تلخ است بهره یی شیرین دارد

  5. ګوره طالب جانه!
    زه نه پوهیږم چی ته طالب جان ئی که طالب ئی که طالبګی ئی که مولوی ئی او که فقط د طالبی رژیم خواخوږی ئی ( غاړی می بندی که د توهین پتوګه در ته وایم بلکه غواړم په علمی یا سیاسی مؤقعیت دی پوه سم ) خو فقط یوه تکراری پوښتنه لرم:
    ذبیح الله مجاهد ادعا درلوده چی شل کلونه ئی د کابل په زړه کی د طالبانو د نظامی کمیسیون د ویندوی پتوګه وظیفه درلوده. د ذبیح الله مجاهد وظیفه د ” نِټ او موبایل ” له لیاری اجراء کیده،
    له بلی خوا امریکائی او طالب ادعا درلوده چی یو د بل دښمنان وه یا دی ( البته هغه چا به د خرو سره پر یوه میز چای یا کافی چیښلی وی کوم چی منلی ئی وی چی ګواکی طالب او امریکائی سره دښمنان وه او دښمنان دی ).
    له بلی خوا امریکائیانو زموږ د هیواد پر فضاء او هوا او زمان او زمین او زیرزمین او ټول مخابراتی سیسټم مطلق تسلط درلود بناً دا به د علمی – تکنولوژیکی فورمول خلاف باور وی چی مثلاً ذبیح الله مجاهد د امریکائیانو د قوی مخابراتی سیسټم د صید او ثبت او ضبط څخه په تیښته بریالی ؤ.
    نو ” طالب جان ” ته می پیشنهاد دا دی :
    که ذبیح الله مجاهد یا کوم بل هر طالب چارواکی زما د پورته څرګندونی په هکله قانع کوونکی جواب وړاندی کړ ی نو زه او زما دری کلنه لمسی به د طالب د دفاع په سنګر کی وسله پلاس او د طالب د ټولو مخالفینو او دښمنانو خصوصاً د هغوی د اصلی دښمن! ( انګریز) سره وجنګیږو.
    د انګریز نوم می واخیست او یوه بله خبره می ذهن ته راغله:
    طالبانو شل کلونه + دوه وروستی کلونه فقط د امریکائیانو نوم اخیست او اخلی خو هیڅکله ئی د پلید انګریز د پلید دریځ په هکله هیڅ غبرګون نه دی ښودلی ځکه انګریز د طالبانو مورنی نیکه دی یعنی د مور پلار ئی دی ( د طالب مور د لاهور ارمونی ده او انکریز ددی ارمونی یعنی لاهوروالا پلار دی ( د تاریخ د DNA ازمایښتونو دا واقعیت ثابت کړی دی ).

  6. غلام حضرت وروره زه طالب نه یم بلکه ډیره موده می ورسره دښمنی وه هغه داسې نه چه ما د طالبانو سره کومه فردی دښمنی لرله بلکه ټوله کیسه ستا په خبره دعلمی تکنالوژې وه چه ما به هر څه ته د همدې علمی تکنالوژۍ په عینکو کی کتل. زه ستا په شان یو افغان یم او کوم حق چه ځان ته د افغان په صفت ورکوې ما ته یی هم راکړه
    دا ځما خپل دریځ دۍ
    مننه
    بریالۍ اوسې

  7. طالب جان ته!
    په خپله له کوزي خوانه په دوهمه تبصره کي داسي ليکي:
    ورورکه لږ غوندې صبر وکړه که د الله خوښه وه ټول مکتبونه پوهنتونونه به خلاص شی.
    نو اللهﷻ څه وخت خوښه نه وه چي ټول مکتبونه او پوهنتونونه به خلاص شي، و ظالمه ولي خپل ناکړه په اللهﷻ باندي اړه وي ټول اعمال او کړه د په خپل لاس کي دي.

  8. دا خو ته کولال او ستا همفکران ټول شیان په خپل لاس کی وینۍ.
    ور به شې خبر بهشې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب