د مارچ دوه ویشتمه نیته د اوبو نړیواله ورځ نومول شوې ده او په دې توګه د اوبو اهمیت ته د انسانانو پام رااړول کېږي او د اوبو اړوندې ستونزې په ګوته او څیړل کیږی. د دې ترځنګ د ضرورت په بنسټ نوې ستراتیژۍ او پالیسۍ د پلي کیدو لپاره معرفی کیږي.
له لسیزو راهیسی د اوبو مسله د نړۍ په دوامداره پرمختیایی موخو کې شامله شوې ده. د اوسنۍ نړۍ په ګوټ ګوټ کی د هیوادونو تر منځ وخت ناوخته د اوبو اړوند ستونزې را ولاړیږی چې ډیره غوره بیلګه یې د اسراییلو لخوا د سوریې د جولان (ګولان) د غونډیو نیول او په خپله خاوره پوری ضمیمه کول دی، همدا راز د هند او پاکستان او بیا د افغانستان او ګاونډیو تر منځ د اوبو اړوند لانجې زموږ ټولو په مخ کی پرتې دي چې له دې بیلګو څخه د اوبو ارزښت له ورایه څرګندیږی. دلته دا سوال را ولاړیږی چی اوبه څه شی دي؟
د تخنیکی او ساینسی ځوابونو ورهاخوا اوبه هغه ماده او نعمت دۍ چي بې له هغو ژوند د ځمکې پر مخ نا ممکن دۍ! په کايناتو کې له ټولو څیړنو سره تر اوسه د کايناتو فزیکپوهان (استرو فیزیست) په دې نه دي توانیدلی چې د لمریز نظام او تر هغی ورهاخوا نورو ستورو کې د مایع اوبو څرک ولګوی! کومی څیړنی چي په مریخ (د خمکې څخه ۳۲۰ میلیونه کیلومتره لیری) او زموږ د ځمکی پر سپوږمۍ (د ځمکي نه ۳۸۴۰۰۰ کیلومتره لیری) باندې تر سره شوي دي هلته د مایع او روانو اوبو څرک نه دی لګیدلۍ. نو پر دې اساس تر اوسه پوری زموږ کور (ځمکه) یوازینۍ سیاره ده چی روانی او مایع اوبه لری او ژوند هم دلته وجود لری. د ساینسی څیړنو پر بنسټ د ژوند اصلی عنصر (عضوی ماده) یانی امینو اسید او البومین هم په اوبو کی جوړ شوی دی.
په مدی توګه د ځمکی د مخ (۵۱۰.۱ میلیونه کیلومتر مربع) مساحت څخه یی ۳۶۱.۲ میلیون کیلومتر مربع (۷۱٪) مساحت اوبو او پاتې ۱۴۸.۹ میلیون کیلومتر مربع (۲۹٪) وچه ده
دلته د دغی خبری یادونه اړین بریښې چی د نړۍ اوبه دوه رډوله دي: خوږې اوبه او د سمندرونو اوبه چی ډیری زیاتی مالګینی او ترخې دی چی د خوراک، څښاک او کرهڼی لپاره هیڅ وړ ندی. او همدا ترخي یا مالګینې اوبه د ځمکی د کری ۹۷٪ جوړوی، خوږی اوبه یوازی دځمکمی د کری ۳٪ تشکیلوی.
لاندی شکل
د دی پورته جدول تشریح دارنګه ده: کیڼ اړخ ته زرغون مکعب د ځمکی پر مخ ټولی موجودی اوبه (۹۷٪ سلنه یی مالګینې او یوازی ۳٪ سلنه یی خوږی اوبه دی) ښيي، دوهم نخودی او نصواری رنګه مکعب دخوږو اوبو تشریح چی ځمکی د کری د ټولو اوبو یوازی ۳٪ سلنه جوړوی او د همدی ۳٪ اوبو ۶۸.۷٪ په یخچالونو او د غرونو په یخ شوی واوری کی دی او ۳۰.۱٪ یی تر ځمکی لاندی اوبه او ۰.۹٪ یی نوری اوبه دی، او بیا د دغه ۰.۹٪ سطحی اوبو ۸۷٪ په جهیلونو کی ،۱۱٪ یی په جبه زار کی او ۲٪ یی په سیندونو کی بهیږی.
د اوبو هایدروجیولوجیکی ځانګړني
- د اوبو دوران: دا هغه لړۍ ده چی اوبه د سمندر له سطحی څخه د بخار په بڼه پورته کیږی او د هوا د جریان پوسیله په وچه باندی د باران، واوری،ږلۍ او پرخې په بڼه را لویږی او دځمکی په سطح باندی د یخچالونو،واوری او روانو په توګه ظاهریږی.چی خوږی اوبه معمولا د همدی سیکل یا د اوبو د همدی دوران په نتیجه کی منځته راځی.
- دخمکی سطحی یا روانی اوبه : دا هغه اوبه دۍ چی د ځمکی پر مخ ولاړی یا هم روانی وی لکه سیندونه او جهیلونه.
- تر ځمکی لاندی اوبه: د خوږو اوبو مهمه سرچینه همدا اوبه دی چی د ځمکی د رسوبی پوړ (طبقی) په خالیګا وو کې ځای پځای شویدی او د ځمکی د سطحی اوبو څخه تغذیه کیږی. د نوموړیو اوبو ژوروالۍ بیاد ځمکي له سطحی څخه شروع او تر ۹۰۰۰مترو ژوروالی پوری رسیږی (سرچینه د امریکا د جیولوجیکی سروی اداره (USGS) او د رسوبی طبقی په پریړ والی (ضخامت) پوری اړه لری.
- تر سیندونو لاندی روانی اوبه: دا اوبه هم دځمکی لاندی اوبو یو بل ډول دۍ دسیندونو د مسير په اوږدو کی تر سیند لاندی نوری اوبه هم روانی وی.
- یو بل رقم اوبه هم شته چی د ځمکی د جیولوجیکی جوړښت په مهال د لیتوسفیر طبقی په منځ کی د عدسیو په بڼه ایساری شوی دی او د ځمکی د سطحی اوبو سره هیڅ مخامخ اړیکه نلری، دغه رنګه اوبه د تکنالوژی په مرسته (جیوفزیکی څیړنی، د سټیلایټ یا سپوږمکیوهوایی عکسونه) په وسیله تشخیص او بیا د برمه کارۍ په وسیله را ایستل کیږی.
په هیواد کی د اوبو ستونځی او اغیز یی
د څو پر له پسي طبعی وچکالۍ (تکراری النینو)، د خلکو لخوا د بیدریغه اوبو استعمال او په دې ډګر کې د لمریزی انرژۍ کارول، نړیواله تودوخه او په هیواد کی قانون نه پلی کیدل د وچکالۍ کچه د نه راګرځیدونکی ناورین حالت ته رسولی ده چی اوس یی اغیز ډیر څرګند دۍ او هغه په دې ډول: د اورښت په کچه کی غیر طبعی بدلون لکه د سړو سیمو په ژمی کی د باران اوریدل، د ډیرو خطرناکو سیلاوونو راوتل، د ځمکی د کرهڼیز پوښ وچوالۍ، د کرهڼي او څاروی پاللو محصولاتو کمیدل، په ځمکه کی د درزونو او چاودو را ښکاره کیدل او په ښاری سیمو کی د خامو او نیمه پخو ودانیو په دیوالونو کی چاکونه راتلل … او نور.
د دی پورته پيښو میخانیکیت
- د اوبو د جیولوجی (هایدروجیولوجی) د اصولو په بنسټ تر ځمکی لاندی اوبه د رسوبی طبقو په سوریو(خالیګا/ مسامونو pores) کی ځای پځای وی او بیا په همدی سوریو کی د ځمکی د جاذبی قوی تر اغیز لاندی حرکت هم کوی. د همدی اوبو تغذیه بیا د هوایی ترسوباتو (واوره،باران،ږلۍ او پرخې ) په بڼه چی د ځمکی پر مخ را اوری او بیا یی یوه برخه په ځمکه کی جذب او پورته ذکر شوی رسوبی پوړ یا طبقی خالیګا یا مسامونه بیرته ډکوی.
- د همدی هوایی ترسوباتوبله برخه د ځمکی پر مخ بهیږی او سیندونه، جهیلونه او جبه زاری جوړوی چی د همدی اوبو یوه برخه بیرته په هوا کی بخار کیږی.
د اوبو جذب په ځمکه کی د لاندی لاملونه سره مخامخ اړیکه لری.
الف: د ځمکی پر سطح د اوبو حرکت: هر څومره چی د اوبو حرکت ګړندۍ وی په هماغه اندازه یی په ځمکه کی جذب کمیږی، او که چیری یی حرکت ورو وی نو بیا یی جذب ډیر وی او په هماغه سیمه کی د ځمکی د مخ لندبل ډیر وی.
ب: که چیری د ځمکی پر مخ خاوره ډیره وی په هماغه کچه د اوبو جذب ډیر وی او که د ځمکی سطحه ډبرینه وی نو د اوبو حرکت ګړندۍ او جذب یی ډیر کم وی.
پ: که چیری د ځمکی په مخ نباتی پوښ یا هم ځنګل وی هلته بیا د ځمکی پر مخ د اوبو حرکت ورو او جدب یی ډیر وی.
په هیواد کی د وچکالۍ او اوبو د کمښت اغیز په دوو برخو کی ارزول کیدۍ شی.
- په ښاری سیمو کی: په ښاري سیمو کې د نفوسو د تراکم پوجه او د اوبو د رسونی منظم سیستم د نشتوالی په توسن نیږدی ټول د ښار اوسیدونکی د ښار د تر ځمکی لاندی اوبو په زیرمو باندی ګذاره کوی چي په پایله کی یی د تر ځمکی لاندی اوبو په زیرمو باندی بی حده زیات فشار دۍ، د بیلګې په توګه د کابل ښار د نړیوال نفوس د اداری لخوا په ۲۰۲۳ کال کی د نوموړی ښار آبادی ۶،۷۶۰۵۰۰ اټکل شوی ده او همدا خلک بیا په ۱۰۲۳ کیلو متر مربع مساحت باندی میشت دی چی په منځنی توګه په هر کیلومتر مربع ساحه باندی ۶۶۰۸ کسان اوسیږی https://worldpopulationreview.com/world-cities/kabul-
اوس نو که چیری په اوسط ډول یو کس د روځي ۵۰ لیتره اوبه مصرف کړی نو په یوه روځ کی ۳۳۸۰۲۵۰۰۰ لیتره یا ۳۳۸۰۲۵ متر مکعبه اوبه مصرف کیږی او بیا هم د اټکل له مخی د دی پورته اوبو ممکن ۱۰٪ د بیرون (د اوبو رسونې ښاری شبکه) څخه تهیه او باقی ۹۰٪ د ځمکی لاندی زیرمو څخه را ایستل کیږی. چي په دغو زیرمو باندی ډیر زیات فشار دۍ ، له بلی خوا د همدی کابل ښاریانو بدمرغی دا ده چی د همدی ځمکی لاندی اوبو د زیرمو د بیرته رغولو یا ډکیدلو هیڅ بدیل نشته، او هغه پدی خاطر: دکابل ښار د ځمکی لاندی اوبو د تغذیی سرچینی چی همدا د ښار غرونه دی چی بیا د خلکو لخوا قبضه او په کورونو بدل شوی کوم چی د هوایی ترسباتو د جذب مخ یی نیولې ده، او له بده مرغه د ژوند د چاپیریال اداری ناسوبتیا اوقانون د نه پلی کیدو له امله د کورونو د مخی شنې پټۍ (معمولا ۳ متره عرض لری) بیخی دود ندی. اوهغه د باران او واوری اوبه د لښتیو له لاری په دیری چټکتیا له سیمی وځی او هیڅ جذب نلری، پهمدی ترتیب سره د ښار هواری ځمکی کومی چی هلته د ښآر د خمکی لاندې اوبو زیرمی شتون لری د سرکونو د اسفالت، د کوڅو او لښتیو کانکریټ او د شنې پټۍ نه شتون له کبله دلته هم د اوبو د جذب ضریب ته نیږدی کړیدۍ.
د یادولو وړه ده چی د کابل ښار د جیولوجیکی جوړښت (سترکچر) له اړخه په دریو پشقاب رنګه برخو (غربی حوزه د باغ بالا،پغمان، کمپنۍ، دشت برچی، دارلامان ،چهلستون تر ګذرګاه پوری) شمالی حوزه (د باغ بالا شمالی لورۍ بادام باغ،خیر خانه، د شرق په لوری تر حربی پوهنتون پوری) او د لوګر د سیند حوزه تر ارزان قیمت پوری) د دغو دریو حوزو تر ځمکی لاندی اوبه د ښلر د اوسیدونکو تر ۹۰٪ زیاته اړتیا پوره کوی چی تر ډیر سخت فشار لاندی دی.
له بلی خوا همدا دځمکی لاندی اوبو کچه په ډیره چټکتیا سره لویږی پځانګړی توګه د دغو پرلپسی وچکالیو په توسن ، د بیګی په توګه هوایی ډګر ته څیرمه منطقه کي د اوبو خط په کال کی تر لسو مترو زیات لویدلۍ دۍ. له بلی خوا د کابل ښارترځمکی لاندی اوبو د زیرمو هیڅ تخنکی سروی وجودنلری لکه د رسوبی طبقی ضخامت او تخلخل یی.
او په همدی توګه سره د ښار تر ځمکی لاندې اوبو د چټلۍ ستونځه هیڅ دولت هم تر لاس لاندی نده نیولي. د لومړی ځل لپاره په ۱۳۸۸ هجری ش کال کی د کابل ښار جیولوجیکی- جیوفزیکی څیرنه یا سروی تر سره شوه چي پایله کی یی د کابل ښار تکتونیکی جوړښت، د اوبود چټلۍ اړونده څیړنه (د چټلۍ عمق، نوعیت او سر چینه یی) ، د اوبو د مالګی کچه چی د زنګ وهلو سره اړیکه لری او په اوبو رسولو کی په نظر کی نیول کیږی او د غرونو د ډبرو رادیو اکتیو فعالیت وڅیړل شول او پایلی یی د هماغه وخت د ښاروالۍ سره شریکی شوی.
د هماغه سروی دا یو ټکۍ د اوس لپاره څیړو: د همدي سروی د موندني پر بنسټ هغه مهال د کابل ښار د ځمکی لاندی اوبو د چټلۍ عمق تر اوو مترو پوری رسیدو (یوه درجه یی تودوخه لوړه شوی وه او باکتریالوژیکی او کیمیاوی بدلون پکی راغلۍ وو او سرچینه یی هم د حمامونو او سیپتیک ټانکیو کومی چی سیپتیک شوی نه وو او انسانی مدفوعات یی مخامخ په ځمکه کی جذب کیدل په ګوته شوی وی، بیا وروسته په ۲۰۰۶ کال د ډاکار موسسی په مرسته د پلچرخی په سیمه کی بله جیوفزیکی څیړنه تر سره شوه چی په پایله کی یی هلته د اوبو دچټلۍ عمق تر ۲۷ مترو ښوولۍ وو. او بیا پدی برخه کی اصلا هیڅ کار ندۍ شوی. او ددی ناکارۍ بیه بیا دکابل ښآریان د روغتیایی ستونځو (ناروغۍ) په بڼه پری کوی .
د روغتیا ، اوبو او حفظالصحی پوهان پدی اند دی چی ۷۶ ناروغۍ د اوبو پوسیله انتقالیږی.
لکه اچ پایلوری،د ګیډې ناروغۍ، تور زیړۍ هیپاټایټ بی، سلمانیلا یا محرقه او داسی نور. (آیت شریف: ولا تلقو بی ایدیکم الی التهلکه.ص .ژباړه : خپل ځانونه پخپل لاس په هلاکت ګاه کی مه غورځوۍ.
دغه نیمګړی مالومات یوازی د کابل تر ښار پوری محدود دی او د هیواد نور ستر او ګڼ میشتی ښارونه لکه کندهار، هرات،مزار، کندز، جلال آباد او داسی نور ممکن تر کابل هم زیاتی ستونځي ولری مګرڅرنګه چی هلته مسلکی او علمی سروی ګاني ندی تر سره شوی نو د ژوند چاپیریال ته چی هلته انسانانو (ښاریانو) کوم زیان رسولۍ دۍ کچه یی نشی اټکل کیدۍ. انسان د طبعت دوښمن دۍ.
- په کلیوالي سیمو کي: افغانستان یو وروسته پآتی او غرنۍ هیواد دۍ چی اقتصاد یی تر ډیری کچي په کرهڼه او څاروی پاللو ولاړ دۍ د تیرو شلو کالو په اوږدو کی په هیواد کی دوو سکتورونو (په ښارونو کی فزیکی پراختیا د تعمیرونو په بڼه او په کلیوالی سیمو تر یوی اندازی کرهڼه او پدی برخه کی بیا د لمریزی انرژۍ کارول) یو څه پرمختګ ګڼل کیږی. چي همدغی تکناوژیکی آسانتیاوو بیا دلته د چاپیریال ناورین رامنځته کړیدۍ.
له بلی خوا افغانستان په وچه کی ایسار او غرنۍ ملک دۍ چی د هیواد نیږدی ۸۰٪ سلنه ځمکه غرونو نیولې ده ، د غرونو موقیعت یی داسی دۍ چی لوړه څوکه یی په شمالشرق هندوکش (نوشاخ دسمندر له سطحی۷۴۹۲ متره) او ټیټي سیمی یی په شمال (آمو سید د قلعه زال ۴۳۲متره، غرب ، جنوب غرب ۵۰۰ متره او شرق ۶۰۰ متره) دي ، د دی مانا دا شوه چی د افغانستان اوبه ډیري په چټکۍ له جغرافیی بیرون ته درومی. زیاتره غرونه یی ډبرین او توند دی چی د سیندونو د مسیر یا لاري په اوږدو کي د اوبو جذب ډیر کم وی د یوی آټکلی څیړنی له مخی افغانستان د کال په منځنۍ کچه ۷۵ میلیارد متر مکعب روانی اوبه لری او له هغی جملی څخه یی ۵۷ میلیار متر مکعب اوبه بیله ګټی اخیستنی له هیواده بیرون وځی.
لکه مخکی چی ویل شویدی د افغانستان د کلیوالی چاپیریال لپاره دوه خطرونه وجود لری یو یی طبعی ناورین (د راګرځیدونکی وچکالۍ یا ایل نینو په بڼه او نړیواله تودوخه ) او بل یی انسانی یا تخنیکی ناورین دۍ.
د طبعی ناورین وړاند ویینه او مخنیوۍ تر اوسه ناممکن ښکاری یوازی د وریځو په لوشلو کی خلاصه کیدای شی.
-بله د انسان په لاس جوړ شوۍ ناورین چی زموږ د بحث موضوع جوړوی دغه نوموړی ناورین موږ داسی ارزولۍ شو:
– د لمریزی انرژۍ بی کچی کارول: دلته ددی خبری یادون اړین دۍ چی تر ځمکی لاندی اوبه هیڅوخت شخصی ملکیت نشی ګڼل کیدۍ او ټول پکښي مساوی ونډه او حق لری دا پدی دلیل تر ځمکی لاندی اوبه حرکت لری او که چیری یو څوک په خپله ځمکه کی ژور څا وکیندی نو د نورو ګاونډیانو د اوبو حق غصب کوی. او په شاوخوا کی د محلی او مصنوعی وچکالۍ لامل کیږی، دا رنګه د وچکالۍ بڼه د ژور څا د شاوخوا څخه د قیف په بڼه شروع کیږی او څومره چی په ژورڅا کی د اوبو کچه ښکته درومی هغومره یی د ديبریسیونی قیف شعاع پراخیږی چی په همدی محل کی د وچکالۍ مانا ورکوی. اوس نو که چیری کوم څوک د ښار څخه دباندی کلی او بانډی ته لاړشی او یا خو هم د کابل – کندهار په لویه لار سفر وکړی نو به ووینی په هرو ۱۰۰-۲۰۰مترو کی به د تورو لمریزی بریښنا زیږوونکی تختو ځنګل ووینی او یو ډنډ به ورته جوړ ویی او ټوله روځ به اوبه د خمکی څخه راوځی، دلته هر څوک د خپل مالی توان په اندازه په لمریزی انرژۍ څرخیدونکی واټرپمپونه (د یوه انچ څخه تر ۱۰ انچ پوری) کاروی، اوس نو که اوسط کچه ۵ انجه په نظر کی ونیول شی نو په یوه ساعت کی به ۱۵مترمکعب اوبه راوباسی او په لسو ساعتو کی به ۱۵۰ مترمکعبه شی. د مصنوعی وچکالۍ اصلی لامل دغه دۍ .
مهمه یادونه: د هایدروجیولوجی د اصولو پر بنسټ کله چی د ځمکی د رسوبی طبقی څخه اوبه راووځي او هلته هغه خالیګاوی چی اوبه پکښی وې هغه بیا کمپریس (کیمڼدل) کیږی او دغه بیا بیرته نه رغیږی یانی کچیری بیا همدی طبقی ته اوبه ورشی په هماغه اندازه اوبه نشی خوندی کولۍ یا پر بل عبارت د اوبو د خوندی کولو ظرفیت یی کمیږی. دغه خبره په ښاری او هم په کلیوالی چاپیریال یوشان ده. کچیری څوک د ایران اسلامی جمهوریت د دخامو تیلو د سیمو انځورونه وګوری چی هلته ځمکه دومره وچی شوی چی لوی درځونه او ژوری چاودی لری او دباران یا احتمالا واوری د اوبو اغیز د ځمکی پرمخ هیڅ نه ښکاری، علت یی همدا دی چی هلته د خامو تیلو له څاګانو نه خام تیل او ګاز را وباسی او په بدل کی یی په ځمکه کی چی کومه تشه لدی وجی راځی نه ډکوی چی معمولا باید هلته اوبه ور پمپ شی. او د تیلو د پلور نیږدی تر ۲۵٪ پوری بیرته د همدی ځمکی په بیا رغونه (اوبه پمپ کول) باندی مصرف کیږی.
بل عمیزه دغه ده چی ډیر زیاتو خلکو اوس د سیندونو (تل روان اویا خو موسمی) د تغذیی (catchment ) په ساحه یا سرچینو کی ژورڅاګان وهلی دی. ( انسان د چاپیریال دوښمن دۍ).
دریم یی دا چی د آبادۍ په زیاتیدو سره په غرونو او دښتو کی شنی ونې او بوټی د انسانانو پوسیله له منخه وړل کیږی او د انسانانو دهمدی کړنی تاوان بیا د طبعت د قهر (خطرناک سیلاوونه او د خاوری د ورکیدو) په بڼه را څرګندیږی.
پدي وروستیو کالونو کی هیواد او سیمه (تیر کال د پاکستان دریمه حیصه خاوره سیلاوونو لاندی کړه ) د ورانوونکو سیلاوونو شاهد وو.
نو څه کول په کار دی؟! دغه ډیر اوږد بحث غواړی خو دلته به ډیر لنډ ولیکو چی:
-حکومت لومړۍ درجه مسولیت لری چی د چاپیریال د ناورین مخه ونیسی، اړوندی اداری فعالی، اوږدمهاله ستراتیژۍ، پلان او پالیسي جوړ ه او پلی کړی. قانون پلی کوونکې اداری وګوماری.
دغه پورته موارد په لاندی اړخونو باندی تمرکز وکړی:
- دژورو څاګانو مخه باید ونیول شی او هر چاته یی اندازه او کچه تعین شی او پدی ساحه کی د خپلسرۍ مخنیوۍ وشی. اوپدی ډګر کی د نورو بریالیو هیوادو پالیسی تعقیب شی د بیلګی په توګه د امریکا متحده ایالاتو د ځمکی لاندی اوبه تر ۴۰۰ مترو ژوروالی پوری حکومتی ملکیت ګرځولۍ دۍ او پدی کی هیچا ته د مداخلی حق نه ورکوی.
- د سیندونو د تغذیی (catchment) په ساحه کی د خاوری د طبقی د ساتنی په پار د ځنګلونو ایجادول، او په نور ځایونو د خاوری ساتل د شینیلیو د ساتنی له لاری لکه څړځایونه او طبعی ځنګلونه.
- په غرونو او غونډیو کی دهغو میوه لرونکو اوغیر میوه لرونکو ونو کینول چی د هغی ځای له چاپیریال سره تطابق ولری.
- د کرهڼي، باغدارۍ او ځمکو اصلاحات اود داسی تخمونو رواجول چی لږ اوبه وغواړی.
- په غرونو او موسمی سیندونو کی د چک ډم (check dam) او (Reservoir) جوړول چی د ژمی د واورو او موسمی سیلابونو اوبه ذخیره کوی او د ځمکی لاندی اوبوذخیری ژوندۍ کوی.
- دښارونو څخه د اوبو د پاکولو (زموږ په اصطلاح معدنی اوبو او نور کارځایونه چی ډیری اوبه مصرفوی) بیرون ته لیږدول.
- په ښارونو کی د تجارتی اوبو د څاګانو تړل.
- په ښارونو کی د کورونو د سیپتیک ټانکیو معاینه او سرغړونکو کورونو د سیپتیک ټانک تړل او جرمانه.
- د تولنیز شعور بیدارول (کلو واشربو ولا تسرفو،.او دا چی اوبه ټولنیز ملکیت دی او څوک حق نلری چی ککړی یی کړی او یا یی له نورو غصب کړی).
په درنښت
کچيري دکابل ښار دځمکي لاندي اوبو دزيرمو دبيارغوني اوخونديتوب بيړنۍ چاره ونشي هغه روځ ليري نده چي ښاريان به د اوبو دنشتون او دځمکي لاندي د ډيرې ککړتيا په توسن له ښاره په کډه شي. نوموړي ستونځه بيړنۍ حل غواړي.
ښاغلی ورور انجینرمحمدربي اماج
السلام علیکم!
عزتمند وروره ستاسی ډیره ګټوره لیکنه می د اوبو په هکله په ډیر دقت سره ولوستله. ډیره ښه او ژوره معلوماتی علمی لیکنه وه او ده.
بلی همداسی ده که په راتلونکی کی نړیوال د اوبو په برخه کی یو منظم پلان ونلری، کیدای شی حیوانات او نباتات د یو نامعلوم خطرناکه ناورین او برخه لیک سره مخامخ شی.
زمونږ ګران وطن د اوبو په برخه کی یو غنی او بشپړ هیواد دی. مګر بد بختانه کومی اوبه چه مونږ لرو د ناسم مدیریت او جګړو له مخی تری مونږ سمه ګټه ترلاسه نکړه.
بل داچه د ناسمو کړنو لکه د شنو ځنګلونو وهل، د اوبو د ذخیرو نشتون، د اوبو متخصیصینو ته خپله چوکی نه سپارل، رشوت، غلا او فساد او حتی د شخصی جب ګټو ته لمړیتوب ورکول، دا ټول د دي سبب شول چه د اوبو په برخه کی کار د نش په حساب شی.
ښاغلی انجنیر صاحب د کابل ښار د ځمکی لاندی د اوبو سطحی یا واټر ټیبل او د دغه اوبو په وړاندی مو د ناروغیو په اړه اړین معلومات لیکلی وه. او هم مو ورته د حل لیاری په ګوته کړی وی.
زمونږ د ټولو ولایاتو په نسبت په کابل کی د ناروغانو شمیر ډیر وی، کیدایشی د کابل نفوس هم زیات وی، خو ستاسو دخبرو سره زه موافق یم، چه د حمامونو، انسانی فاضله موادو تشنابونو او په تیره بیا د انسانی موادو څخه د کابل د کرنی ځمکو کی استفاده کول د ناروغیو غټ عامل کیدایشی. د روغتیا وزارت دغو عواملو ته متوجه نه دی، خدای دی وکړی چه ستاسو محترم لیکنه د دغه وزارت چارواکی ولولی تر څو لا زیات متوجه اوسی.
همداسی د کابل ښار ټولی غونډی او تپی د پخوانیو زورواکانو لخوا د کورونو جوړولو لپاره ورکړی شویدی، که چیرته دغه غونډی د کورونو څخه پاکی او د لمنځو یا نښترو په بوټو وپوښل شی، کیدایشی په راتلونکی کی د کابل ښار د ځمکی لاندی د اوبو سطحه لوړه کړی، او هم به چاپیریال پاک او ښکلی کړی.
په درناوی
وعليکم وسلام افغان وروره، له تبصرۍ ديوه نړۍ مننه، زمونږ خو همدا په توان کي دي خو ټول مسوليت دحکومت پغاړه دۍ. بله داچي بايد ټولنيز شعور لوړ او عام اولس پدى اړه مسوليت منونکې شى. په درنښت. نصيحت په سنګين دلو اثر نکړي.. بيهوده پيرمحمد دور وايي په سنګ.
لیکوونکی ته شه ژوند غواړم.
د افغانستان د اوبو په اړه د چارواکو توجه غواړم.
محترم انجنیر صاحب ډیری حیاتی موضوع ته اِشاره کړیده، که چارواکی باک ونکړی نو لویه انسانی فاجعه به را منځته سی البته پدی کی خو شک نسته چی پلید یهود او پلید انګریزان او پلید امریکائیان او د هغوی پلید سیمه ایز او محلی مزدوران نه غواړی چی افغانان آرام او عزتمن ژوند ولری.
محترم غلام حضرت خان اسلام علیکم. الله د ښه لره له تبصری د یوه نړۍ مننه،خو هغه د پښتو متل دۍ چی وایی:خبری ښی کړی خو کوني یی کږی کړی! پدی هیله چی خفه نشي،دغه یوه علمی مقاله ده د تخصص په بنسټ لیکل شویده او ماته ځکه ډیره ګرانه چی ما پدی باندی کابو تر یوی میاشتی زیات لټون او څیړنه کړیده، سر می ورباندی ګرځولۍ دۍ د بیلابیلو سرچینو څخه می اړین توکی را ټول کړی او دا مقاله می ځنی جوړه کړیده، دلته د یهودو او پلیدو انګریزانو او امریکایانو او د هغوی د مزدورانو یادون هم ندۍ شوۍ،هیله کوم که کوم نقد ورباندی کولۍ نشی نو خپله عقده او اندونه د لته مه وړاندی کوه،زه به ډیر خوښ وۍ که تاسو محترم دغه څیړنیزه مقاله د منځپانګی له اړخه نقد کړی او یوڅه د ورباندی اضافه کړی وۍ. د عقیدوی نظریاتو لپاره سیاسی لیکني شته دی کولۍ شۍ هغلته د همدغو پلید خلکو په آدرس ښی ښکنځلی واستوۍ. په درنښت.
ما د ښاغلی محترم انجنیر م.ربی آماج علمی او ملی او عاطفی او انتباهی لیکنه په شوق لوستلی او د زړه له کومی تائید کړی ده او تائیدوم ئی ( چی دا ډول لیکنی باید د هر دردمن افغان د تائید او ستائنی وړ وی) امّا د خپلی لومړی تبصری د دوهمی برخی د محتوا په هکله خپل ځانته دلائل او توجیهات لرم، دا چی زما د شعر او شعار ږغ د یو چا پر غوږو بد لګیږی زما ستونزه نه ده ضمناً د یوی لیکنی په باب د نظر او تبصری په چوکاټ کی ، امپریالیزم او استعمار ته اِشاره په هیڅ توګه د اصلی لیکنی د تصرف یا د ارزښت د کموالی معنی نلری او هیڅ لیکونکی دا صلاحیت او حق نلری چی د خپلی لیکنی په هکله د یو تبصره کوونکی د افکارو د بیان مخه ونیسی.
په هره توګه؛
نن سبا د Malcolm X ډیری خبری رشتیا سوی دی.