سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونه۸۰ سوځیدلي او د هډوکو ناروغ ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته...

۸۰ سوځیدلي او د هډوکو ناروغ ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته لیږل کیږي

تاند:( چار شنبه، د حمل ۲)  د افغاني سرې میاشتې ادارې ویلي، چې د هډوکو میکروب لرونکي او سوځيدلي ۸۰ ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته لیږي.

دغه ناروغان د جرمني د سولې کلي په نوم د یوې موسسې له لوري استول کیږي او درملنه یې کیږي.

د افغاني سرې میاشتې ویاند عرفان الله شرفزوی ویلي، چې د دغو ماشومانو د لیږد چارې به ژر ترسره او هلته به یې په مجهزه توګه درملنه وشي.

جرمني پخوا هم له افغاني سرې میاشتې سره په دې برخه کې مرستې کړې وې.

افغان ناروغ لرونکي په دې برخه کې د جرمني د مرستو په بیا پيل خوشاله دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب